کور / کلتور (پاڼه 3)

کلتور

چي مي پر کور دستړو هيلو شمعي مړې پاته سوې/ حاجي بريالی

شاعر: محترم حاجي احمد بريالی. د هلمند ولايت اوسېدونکی دئ، ښکلی کلام يې درسره ولولئ!   غزل: چي مي پر کور دستړو هيلو شمعي مړې پاته سوې ځکه تيارې مي په انګړ کي مېلمنې پاته سوې   د روڼ قسمت د جوره څوک به وي يوازي پاته لکه و ماته، چي په برخه کي تيارې پاته سوې   داحساس دښته مي ناترسه سيلۍ داسي مټ کړه چي مي سراب وشوړو سترګو ته …

بشپړ متن

هر سړي په خيال کي ډوب دئ/ نوښت ځدراڼ

شاعر: ښاغلی صابر نوښت ځدراڼ. د خوست ولايت اوسېدونکی دئ، دنوموړي لاندي آزاد نظم ولولئ!    آزاد نظم: مينه درد دئ، مينه غم دئ بې له ميني ژوند ناسم دئ خلګ هسې لېوني دي څوک چې وايي داستم دئ دا دوو زړونو آواز دئ دا دوو زړونو ښکلاده دا دوو زړونو بېل ژوند دئ دا دوئ ځانته يو قانون دئ دا يو راز دئ دادوو زړونو مينه داسي يو لوی ښار دئ چي ښاريان پکښي  هم زيات دي خو دا …

بشپړ متن

زه رڼو اوښکوکي ډېوه لرمه/قايم

شاعر: ښاغلی محمد عيسی قايم. دکندهار ولايت اوسېدونکی دئ، تاسو يې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: ديار له ياده سره شپه لرمه ديار دياد غېږکي دمه لرمه   له ژړي لمره سره ولاړه نه سې درځم ګودرته اراده لرمه   زړه مي لا اوس هم پرځای نه درېږي دزړه پرمځکه زلزله لرمه   دشوګيرشپې رڼاکومه باندي زه رڼو اوښکوکي ډېوه لرمه   له زحمتونو کړاونو وروسته دادئ روښانه آينده …

بشپړ متن

ته لـکه ګلاب يي سور تازه شبـنم خولـه پر مخ/ افګار

شاعر: ښاغلی شريف افګار. محترم افګار صاحب د کندهار ولايت اوسېدونکی دئ، چي اوس په جنوبي پښتونخوا کوټه کي اوسي تاسو يې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: ته لـکه ګلاب يي سور تازه شبـنم خولـه پر مخ   زه لـکه بــورا يــم ښکلـوم دي همـېشه پر مخ   يو وار به ځانونه يو په بل کي سره ورک کړو نن بيا بـه سره ګورو، زما ٶ ستا کښلې توبه پر …

بشپړ متن

چاراته ورانه کړې اوچاراته رنګينه نړۍ / اسرار

شاعر: ښاغلی حبيب شاه اسرار. دکندهار ولايت اوسېدونکی دئ، تاسو يې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: چاراته ورانه کړې اوچاراته رنګينه نړۍ ځيني موبد غواړي اوځيني خلګ مينه نړۍ    چي زما د سرکوپړۍ کي وچښي شراب، بيايې منم      داسي دي چېري مفته جفته راڅه وړينه نړۍ    زماغيرت زماګناه ده نوريې پټ ساتمه     اوس راته غله ده، تويوي مي مسته وينه نړۍ    زماله جنته دوږخ وزېږي کافرسم ورته    عادل احساس مي ترلمبو …

بشپړ متن

دهلمند ادبي بهیر ۳۱۴ مه اونیزه غونډه

د جمعي په ورځ د ۱۳۹۴/۱۲/۷ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه ترسره سوه، چي په دغه غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، لسګونو شاعرانو اوفرهنګپالو ګډون کړی وو. دغونډي اجندا په دريو برخو وېشل سوې وه. لومړۍ وینا، دوهم نثر اودریمه برخه یې مشاعرې ته ځانګړې سوې وه. غونډه د حافظ (خپلواک) لخوا د قرانکريم په تلاوت پيل سوه. ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) …

بشپړ متن

دادبياتو پر بېلابېلو برخو لنډ ليکچړ وويل سو

دادبياتو پر بېلابېلو برخو لنډ ليکچړ وويل سو: د لوی کندهار ادبي بهير په ۸۶ يمه اوونيزه د ۱۳۹۴ لمريز کال دحوت پر ۶ مه نېټه د ښاغلي ګل احمد اميد په مشري په داسي حال کي جوړه سوې وه، چي مېلمانه پکښي ښاغلی اخترمحمد تحريک او ښاغلی بسم الله مهتمم وه، دپيل خبري ښاغلي استاذ نور احمد قرآنمل د ادبياتو پر ځينو برخو وکړلې، نوموړي وويل: ادبيات په عمومي …

بشپړ متن

چې يې زرګر سره اشنا که زرګري پېژني

  خبره مه ژویه جرأت وکړه صفا ووایه چې يې زرګر سره اشنا که زرګري پېژني (ممتاز اورکزی) حیات روغاني ته که مونږ د پښتو شعر و ادب د دې دورې د ټولو نه زښت فعال او ګړندی لیکوال ووایو نو غوره به وي. هغه یو ملنګ دروېش باچاخانی بنیادم دی. په لوږه تنده، خوراک څښاک، جامه پېزار يې هیڅ پروا نه وي، خو بس خپلې مورنۍ ژبې پښتو او …

بشپړ متن

د امريکا مشهورې ناول ليکونکې هارپر لي ساه ورکړه

د امريکې مشهوره ناول ليکونکې او د نوي انګليسي ادب په ښو ناولونو کې د يو ناول "ټو کل اى موکنګ برډ" ليکواله هارپر لي په ٨٩ کلنۍ کې ساه ورکړه. د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې چې هارپر لي په خپل کور کې چې په ايلاباما رياست کې د منرو ولى په قصبه کې دى، د جمعې په ورځ ساه ورکړې ده. د هارپر لي وراره او د …

بشپړ متن

ناوې دپښتو اودناموس اودغيرت يمه/ محمد خېل يتيم

شاعر: ښاغلی عبدالقادر محمد خېل ( يتيم ). د دشمالي وزيرستان اوسېدونکی دئ، چي اوس په ابوظبۍ کي اوسي تاسويې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: زه د پت ليلا يمه پر تاباندي مينه يم زه د گلو ونه يمه زه دگلو ونه يم   بله لکه شمع سرخوړلو پتنگانو ته زه دعشق په اور کي سو ځېدلې لوغړنه يم   يار راته اغيارسو لوټوي اوشوکوي مي نن دا څنګه منظر دئ له نصيبه ګليه منه يم   مينه يم، شېرينه …

بشپړ متن

ټول غم به فنا کړمه بل به چاته نه وايې/ حبيبزۍ

شاعره: اغلې دوکتورس حيله حبيبزۍ. دکابل ولايت اوسېدونکې ده، تاسو يې دغه غزل ولولئ! غزل: پټ به دي رضا کړمه بل به چاته نه وايې ټول غم به فنا کړمه بل به چاته نه وايې   ته به مي زړګی سي او نور  بدن به زه سمه سم به دي هوسا کړمه بل به چاته نه وايې   نور به له رقيب سره جنګ د محبت وکړو زه به هم ستا خوا کړمه  بل به چاته نه …

بشپړ متن

غــــريـب دئ کـه ما لــداردئ کــه باچـادئ کـــه ګـــدا/ وزيري

  شاعر: ښاغلی قدرت الله پرهار وزيري. د هرات ولايت شين ډنډ اوسېدونکی دئ، چي اوس په کندهار سپين بولدک اولسوالي کي اوسي تاسو يې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: پــه هــواکـي دي مرغــان اوبلــبلان کـوي ذکـرونـــه نــاپـايـــه سمــندرکـي دي تــوفــان کــوي ذکــرونـــه   پــه غــره وسـمــندرکـي پـه هــــــواره وځــنګل کـــي درياب کي دي کبان غره کي زمريان کوي ذکرونه   غــــريـب دئ کـه ما لــداردئ کــه باچـادئ کـــه ګـــدا …

بشپړ متن