کور / کلتور (پاڼه 20)

کلتور

ځکه ترډهلي پوري زموږ حکومتونه دي

احسان الله کشمي دادب نوې راټوکېدلې چهره ده، دادب په ډګرکي راسپړنه څه آسانه خبره نه، مګرځيني استعدادونه کولای سي دغسي پړا وونه په آساني طی کړي دکشمي صاحب دا لومړۍ غزل ده هغه به خامخا څه کمزوري وي، مګر دومره نه څونه ،چي یې انسان په اړه فکر کوي ،دی دهیواد پر ارزښت اونومیالیوباندي ویاړي اوښایي دده دشاعرئ دپیلېدا يوعلامه دا هم وي تاسو يې غزل اوچهره خپله ترنظرتېر …

بشپړ متن

دلوی کندهار ادبي بهير اوونيزه غونډه ترسره سول:

دلوی کندهار ادبي بهير۴۹مه  اوونيزه غونډه د ۱۳۹۴ لمريز کال د حمل پر ۲۰ مه نېټه دپنج شنبې په ورځ ماسپښين په ۴ بجې  دګڼو مېلمنو په ګډون د چوک مدد خان څلور لاري سهيل طرف ته آريانا سينټر کي ترسول،چي دغه غونډي دوې برخي لرلې،په لومړۍ برخه کي يې دقرآنکريم تلاوت،دتېري اوونۍ ګزارش،دپيل خبري او ادبي کره کتنه ول،په دووهمه برخه کي يې دګډونوالو راوړل سوي شعرونه،نثرونه اودغونډي دمشر …

بشپړ متن

چي سپارل و،ستاولاس ته سرنوشت ددې مظلوم

اغلې سميراکوچۍ  دکندهار ولايت له ځوانوشاعرانو څخه ده، زښته خوندور او اهنګين شور په خپل غزل کي لري. غزل: زه لمبه وم دیوشعمي، ته تصویرغوندی خاموش وې زه یوخوب ومه رښتنئ، ته تعبیرغوندی خاموش وې   داخوزه  وم ،چی  رسوامي کړې، یوشور مي در له  درکړ کنه ته په خپل وجود کي  دځينځیرغوندي خاموش وې   چالیکلي  پر تندي وه، دې قاتل ته  چي  نورویښ یو موږدي هلته مریدان ؤ، …

بشپړ متن

دخوشحال خان بابا ،وینا او دحاجي حیرانی عکس العمل :

ښاغلی حاجي عبدالستارحيراني دکندهار ميوند اولسوالي دميوند دټولني مشر دئ، دغزل په  فورم کي خورا ښه غزليات لري،چي ډېری برخه يې اجتماعي او اخلاقي  اړخ لري،دهغه چهره دخپل  غزلونو سره زيات ورتوالۍ لري،تاسويې  لاندي غزل وګورئ،چي دخوشحال بابا ديوبيت په عکس العمل کي يې ليکلې! دخوشحال خان بابا ،وینا او دحاجي حیرانی عکس العمل  :   (( زه خو شحا ل به له كفن سره راپاڅم که خبر سوم چه پښتو …

بشپړ متن

کامله مسلمان پنځه وختونوکي خير غواړي

ښاغلی اسيراحمد اسير څونه په ښکلي انداز رب عزوجل ته د يوانسان  د رجا لاسونه انځوروي کېدای سي دشاعر رياضيت دنورو مطالعاتو په واسطه نور هم ښکلی سي، ښاغلی اسير دکندهار له نوو راټوکېدلو شاعرانو څخه دئ،چي ښه شعرونه ليکي تاسويې دغه لاندي غزل ترنظرتېره کړئ! غزل: ناچاره يوسوالګره محفلونوکي خير غواړي هروخت يو لېونۍ راځي کورونوکي خير غواړي   له ما په دې نېستۍ کي داور بشو بيه غواړي …

بشپړ متن

جنګ په ادب ک

  دا چې زموږهیواد کې څه د پاسه دیرش کلني جګړي هرڅه رانه واخیستل هرڅه يې له خاوروسره خاوري کړل. نومعلومه خبره ده چي زموږ په شعراوشاعري به يې هم بده اغیزه کړي وي. داچې شاعراولیکوال د یوی ټولنې سترګې دي نو سترګې هم غلطي نه کوي، هرڅه چي ورته ښکاريږي دهغوي انځور دماغ ته پورته کوي، د انسان په خټه کې دا اخښل شوي ده چي دهغو شیانو په …

بشپړ متن

ناول لیکنه ! امیل ناصري

ناول به څرنګه لیکو! که څه هم په دې موضوع باندې ډېرې خبرې کېدای شې خو دلته کوشش کوو چې په لنډ ډول يې په اړه څه ناڅه وګړېږو. په نثر ليکلو کې لږ تر لږه بايد لاندې پوښتونو ته ځوابونه ولټول شي. لومړی: څه لیکم؟ د چا لپاره يې لیکم ؟ ولي يې لیکم؟ ځوابونه ـ څه لیکم؟ زه غواړم ناول وليکم يا د یوه ناول په ليکلو کار …

بشپړ متن

پکتيکا:د غازي ادې کتابتون د پرانستې په ویاړ مشاعره ترسره سوه

د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د غازی ادې عامه کتابتون د پرانست غونډې په ویاړ مشاعره ترسره سوه. تېره د سې شنبې  ورځ د پرانست غونډې په ویاړ په یاده جوړه سوې مشاعره کې د پکتیکا د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ریس بشیر محمدي سربیره ، ګڼ شمیر مدني فعالانو ، د رسنیو استازو ، د پکتیکا ولایت د مختلفو ولسوالیو شاعرانو سربیره د ګاونډیو ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو …

بشپړ متن

دلوی کندهار ادبي بهير اوونيزه مشاعره د مېلمنو په ګډون ترسره سول

لوی کندهار ادبي بهير اوونيزه مشاعره دتېري پنج شنبې په ورځ ماسپښين پرڅلوربجې د۱۳۹۳ لمريزکال دکب په ۲۱مه نېټه دجان محمد صالح اواحمد مفتون په ګډون په داسي حال کي ترسره کېږي،چي غونډي دوی برخي لرلې په لومړۍ برخه کي يې دقرآنکريم تلاوت،دتېري اوونيزي مشاعرې ګزارش،دپيل خبري او کره کتنه وسول. دغه مشاعره دحکمت الله نظري په مشرئ وه،چي دقرآنکريم تلاوت يې حبيب الله قلم مل وکړ اودتېري اوونۍ ګزارش …

بشپړ متن

د لوى کندهار ادبي بهير ٤٦ مه غونډه جوړه سوه

د لوی کندهار ادبي بهير ۴۶ مه اوونيزه مشاعره د۱۳۹۳هـ.ش کال دکب په ۱۴مه نېټه دپنج شنبې په ورځ د ماسپښين په وخت پر ۴ بجې په داسي حال کي ترسره کېږي، چي د مشاعرې برخوال يې ترهرې نوبتي غونډي ډېر ول. دغه مشاعره، چي مشري يي ښاغلي حبيب الله قلم مل کول د ګڼو مېلمنو په ګډون ترسره سول. دغونډي مېلمانه، عبدالمنان ارغند، ميرويس خان، ثناءالله مخلص، ښاغلى مجاهد …

بشپړ متن

د لوى کندهار ادبي بهير ٤٥ مه اونيزه مشاعره تر سره سوه

د لوی کندهار ادبي بهير پر له پسي ٤٥ مه اوونيزه مشاعره د۱۳۹۳هـ.ش کال د(حوت) په (۷)مه نېټه د پنج شنبې په ورځ ماسپښين پر(۴) بجې د کندهار ولايت د کفتان مدد څلور لاري ته څېرمه په آريانا سينټر کي د حبيب الله قلم مل په مشرۍ او د ميلمنو حافظ اسدالله او عطامحمد بيباني په ګډون ترسره سول. دغونډي د وياندويې چاري (شريف الله اشرف او فريد احمد لاروي) …

بشپړ متن

ژوند فرهنګي ټولنې د حاجي حنيفي بابا لمانځغونډه جوړه کړه

حاجي محمد حنيفي چې په هلمند کې تر ټولو مشر ليکوال دی، نږدې دېرش کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. ژوند فرهنګي ټولنه چې څه وخت مخکې يې په هلمند کې فعاليت پيل کړ ورسره سم يې ددې ولايت د ځينو ليکوالانو لپاره لمانځغونډې پيل کړې چې هره مياشت د کار سړي تر سرليک لاندې يوه غونډه جوړوي. يادې ټولنې د خپلې پرلپسې شپږمې غونډې په ترڅ کې د هلمند …

بشپړ متن