کور / کلتور (پاڼه 10)

کلتور

دلوي کندهار ادبي بهير ۶۳ مه اوونيزه غونډه جوړه سوه:

دلوي کندهار ادبي بهير ۶۳ مه اوونيزه غونډه جوړه سوه:   غونډه دروان ۱۳۹۴ کال داسد دمياشتي  پر ۲۲ نېټه جوړه سوه، چي دمشرتابه څوکۍ يې بشيراحمد بشارت ته ټاکل سوې وه،او مېلمانه يې  حيات الله څرک او عبدالغفار کاکړ وه. دغه غوندي دوې برخي لرلې، چي په سر کي يې دتېري اونۍ ګزارش، [مهتمم صالح] ليکلی او فريداحمد لاروي ولوست. ور پسې دپيل  دخبرو لپاره دکندهار تکړه شاعر او …

بشپړ متن

ها داميد ډېوه،چي لېري سي لږ/زينب هيله

ښکلې زينب هيله دکندهار ولايت اصلې اوسېدونکې ده، چي رنګينه شاعري يې انسان له ځان سره کشوي، دښکلي زينب ښايسته بيتونه راسره ولولئ. غزل: آسمان ته ګوره،چي په ورو کي پټ دئ داسي مي زړه ستا په غمو کي پټ دئ   ها داميد ډېوه،چي لېري سي لږ دژوند ارمان مي په تيارو کي پټ دئ   ځم به کنعان ته دتعبير لپاره خوب مي ليدو اور په اوبو کي …

بشپړ متن

دوئ که موله سترګو دغبار په پلمه ژوند اخلي/لاروی

تاند شاعر، ښاغلی فريد احمد لاروی د وطنولۍ احساس په خورا ښکلي انداز خلګوته روښانه کوي، دنوموړي دغه احساسات دستايني وړ دي، دهغه نور بيتونه هم زړه راکښونکي دي راسئ دغه لاندي غزل يې راسره ولولئ.   غزل: دوئ که موله سترګو دغبار په پلمه ژوند اخلي ميني ته قايل نه دي، پر وينه باندي خوند اخلي   يو مو دبدن زخم تازه غواړي اوربل غواړي بل مو سر ساتي …

بشپړ متن

جام لرو، ساقي لرو، وياله کي شراب څه کوؤ؟/همت

ښاغلی عبدالنافي همت، دکندهار يوه پېژندل سوې چهره ده، چي په خپل مدني فعاليت يې خورا ښه لاسته راوړني درلودلي دي، نوموړی سربېر پر دې، چي دشاعرۍ هنر د ډګر يو ځلانده چهره ده، خواږه اشعار يې انسان ته ځانګړی رنګ او خوند وربخښي، همت صاحب له مودو پس يوه رنګينه غزل ليکلې، چي ستاسو درنو مخته يې ايږدم.   غزل: توري که زاړه وي، نو بيا نوی کتاب څه …

بشپړ متن

بې له تا؛ لکه: ټول کایناتو/نبيله تنها

ښکلې نبيله تنها له کندهار څخه خپله هنري چهره ښکاره کوي او دلته يې دغه لنډکی شعر څونده خوند لري؟  د لنډکي شعرونو موضوع ډېری وختونه دميني او الفت په خبرو کي راڅرخي، د ( تنها ) هنر تاسو هم ووينئ، دابه کېدلای سي، د ښکلي نبيله تنها لومړني شعرونه وي، تاسو يې هم  له ښکليو جملاتو خوند واخلئ. بې له تا؛ لکه: ټول کایناتو، چي کډه کړې وي نه …

بشپړ متن

چي د زېبا اوربل وږمې دي وه اروا، ته راسي/اوربل

  ښکلې زېبا اوربل د کندهار ملالي له کاله ( ميوند ) څخه سترګي دغه نړۍ ته پرا نيزي او بيا د ملالي جذباتو ته په ځانګړي احترام دغه نړۍ په خپلو رنګينه شعرونو رنګينوي او نڅوي، ښکلې زېبا په لاندي غزل کي څه ليکي راسئ تاسو يې ولولئ.   غزل: ستاوراتګ ته  له ډېر وخته انتظار کوي زړګی مي چوي ياره اوس به انفجارکوي   لکه دودني خوښي بې …

بشپړ متن

هغې له جوشه خولګۍ لڅه کړله/ارغند

د ښاغلی عبدالمنان ارغند سره څونده آشنا ياست؟ د هغه شاعري مولوستې ده؟ راسئ لاندي رنګينه غزل يې ولولئ. غزل: اغيار دغره ژبه هم غوڅه کړله ځکه چاړه مي تيږو پڅه کړله   ګران، چي دکلي خلګو وژړوه ځکه يې غوره هغه سمڅه کړله   ای! ما له هغې څخه سوغات وغوښته هغې له جوشه خولګۍ لڅه کړله   يار مي دخيال دمرغۍ خيال وخوړه ساده يې زما په وړاندي …

بشپړ متن

نهمه فی البديهه مشاعره

فی البديهه مشاعره: ګرانو لوستونکو! تېره  فی البديهه مشاعره  مو د کندهار د يوه تن ځوان شاعر ( نادر جان اخلاقي ) پر بيت تقليد کړې وه، چي ( لر و بر ) پښتنو شاعرانو پکښي ګډون کړی ؤ او دغه مشاعرې ته رنګ او خوند ور وباخښه، فی البديهه مشاعره دهغه چا لپاره، چي نوی شاعرۍ ته راغلی وي او په مجموع کي دټولو شاعرانو د رياضيت دلاپيا وړتيا …

بشپړ متن

د لوی کندهار ادبي بهير ۶۱ مه اوونيزه غونډه جوړه سوه

 د لوی کندهار ادبي بهير ۶۱ مه اوونيزه غونډه جوړه سوه:   دغه غونډه  د۱۳۹۴ لمريز کال د اسد يا زمري مياشتي پر ۸ نېټه د آريانا ښوونيزپه تالار کي د ښاغلي ګران آغا الفت يار په مشري  د ګڼو مېلمنو په ګدون، چي له هلمند ولايت اوکندهار تخته پل اولسوالي څخه راغلي وه جوړه سوه. غونډي دوې برخي لرلې، چي په لومړۍ برخه کي يې دتېري اوونۍ ګزارش ( …

بشپړ متن

چي کله ديار هجر د يزيد په بڼه واوړي /کمين يار غريب

ښاغلی محمدکمين يار غريب د کندهار له تصوفي بڼ څخه په خورا ماهرانه انداز له نوښتيز الفاظو سره د ادب نړۍ رنګينوي او نڅوي، راسئ تاسو يې دغه کليمات په زړه نقش کړئ. غزل: حسين زړه مي سينه کي د شهيد په بڼه واوړي چي کله ديار هجر د يزيد په بڼه واوړي   شکمن يې پر ايمان باندي وګړي څنګه نه سي دچا الهام، چي کله دملحد په بڼه …

بشپړ متن

حېرانونکي فتوا ګاني/رحمتي

ښاغلی رحمت الله رحمتي دکندهار له هغو شاعرانو څخه دئ، چي په کيسيز نظمو کي يې تر بل هر چا زيات مختګ وکړ او لا به يې کوي ، چي هر نظم يې ځان ته ځانګړی خوند او رنګ لري، نوموړی له حالاتو سره سم د چاپيريال انځور په  نرم اوشديده تاثيراتو سره  په خپل نظم کي را نغاړي، دا نوموړی دکندهار وياړ دئ او موږ به تل پرې فخر …

بشپړ متن

د ادې ګمان پر وکم پسي ځغلم/بېباني

ګرانو دوستانو! دا، چي ښاغلی عطاء محمد بېباني د لوی کندهار يا سهيل لوېديځ زون په سطحه يو طنزيه او اجتماعي شاعر دئ، نو ځکه يې ځينو لوستونکو دبل شعر غوښتنه وکړه. ښاغلی بېباني ديوه حساس فکر لرونکی دئ، ځکه يې ډېری خلګ له اشعارو سره مينه لري. راسئ دلته يې هم يوښايسته طنزيه شعر ولولو.   نېښګر: چي نېښګر په پسرلي کي راته راسي لکه مرګ، چي په ځواني …

بشپړ متن