کور / کلتور

کلتور

چرس لاخان لنډه کیسه

بنډار يې ښه ګرم روان و،هر یو ګل،ګل ځواني درلوده،شېبه وروسته یو يې سګریټ ته اور واچوه،هغه بل ورته کړل؛دا به دې ځواني وخوري،دا ګوره سم لکه د ځوانۍ چينچی دی،که بیا هم زړه دې نه صبرېږي،دغه نري نري يې لګ ښه دي؛د دېرې د بل سره ملک نواب خبره اوږده کړه:په سګريټو کې مې له تاسې ښه واورېدل،د چلم څخه مې په خپل ژوند بل ښه شی نه دی …

بشپړ متن

انور خان لالا ونمانځلى شو

  په خېبر پښتونخوا کې د لومړي ټائپيسټ او د پښتو اکېډمۍ د زوړ کارکوونکي، د پښتو د کتابونو خرڅوونکي او د کتابونو ساتونکي انور خان لالا په وياړ کې نمانځونډه ترسره شوه. دا غونډه د شورو په ورځ، د جون په لومړۍ نېټه کال ٢٠١٦م، د پښتو اکېډمۍ په ميوزيم هال کې د "باچا خاني پکار ده" ټولګي له خوا، چې کرن خان يې مشر دى، ترسره شوه. په …

بشپړ متن

د مغرب تنقيدي اصول (دوېمه برخه)

د اپلاتون تنقيد اپلاتون د خپلو تنقيدي رايو اظهار په تفصيل سره نه و کړى. د سياسياتو، اخلاقياتو او ما بعد الطبعياتو د لاندې د ادبي تنقيد څو اصول د هغه څخه په لاس راځي. د هغه کتابونه خصوصاً رياست (Republic) او قانون (Laws)  د زوال پزيرې زمانې د لارښونې لپاره ليکلي شوي دي او د دغې لارښودنې په لړ کې په او د دې په معاشرتي منصب او د دې د قدر په …

بشپړ متن

ادب او معنوي اضافيت

ادب لپاره د ادب د مفکورې منونکيو يوه زمانه کې دا بحث پېل کړى ؤ چې د سياسي او سماجي چاپېرچل له مخه چې کومه شاعري کېږي، د چاپېرچل بدلون سره به دغه شاعري هم مړه شي. د دغه مفکورې ازانګه تراوسه پورې اورېدلى کېږي او بحث مباحثه پرې هم کېږي خو زما په خيال په دې مفکوره د خبرو ډېر ځاى نشته دى، دا يو ساده باده ځواب هم …

بشپړ متن

غواړم چې د پښتو موسيقۍ خدمت وکړم

پښتو موسيقۍ ته که څه هم ښځينه سندرغاړې ډېرې لږې راځي خو چې ښځينه سندرغاړو په پښتو موسيقۍ کې څومره کار کړى دى، هغه د چا نه هم پټ پناه نه دى، په دې نزدې وخت کې يوه نوې سندرغاړې مينه ګل پښتو موسيقۍ ته راغلې ده چې نه صرف په ډېر لږ وخت کې يې د معياري شاعرۍ انتخاب کړى دى بلکې موسيقي يې هم دومره په زړه پورې …

بشپړ متن

نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل

نکاح د ع و غ ليري له ښاره ؤ يو کلی ډېر خوشبخته ورځ يې لېدلې نه وه هيڅکله هم سخته دلته مېشته ول ښاپېران ښايسته خوش رنګه له ميني ډک ژوند يې کاوه دوی څنګ تر څنګه په دغه کلي کي به هره ورځ ښادي وه سر و کال جوړه به خوښي او خوشالي وه دلته به هره ورځ واده ؤ د يو ځوان ټاکل کېدی به دغه زوم …

بشپړ متن

د يو سرتېري ږغ/اجمل

                د شپې يوولس بجې دي. د سړک پر غاړه د شنو ونو، بوټو او اوږدو فصلونو په منځ کې مو پوسته ده. تیارې د رڼا پر مرئ منګولې ښخې کړې دي. نری نری باران ورېږي. په پنځه متري کې څوک نه ښکاري. فضا خاموشه ده. د خدای دا لوی کاينات او طبيعيت د ارام په غېږ کې پروت دي. د يوې شرشرې غږ په زړونو کې لارې جوړوي. د  …

بشپړ متن

ترخه اوښکه

مځکه لنده وه نیم اسمان وریځی پټ کړی و دباران خړی اوبه ځای ځای ډنډ ولاړی وې په بېړه می بیلچه پر اوږه واړوله دتورو جکو موزو خټي مي څټ ته راختې په چټکو ګامو مي ځان فصله ته ورسوی. بارارن ورو ورو تیزیدی په غنمو کي می دبندو پولو خولې ورخلاصي کړې فصله ته رامات لښتي مي بند کړل څو جومه خټه می لښتيو ته ورواچوله یودم غړم شو …

بشپړ متن

‎ځواني / حمیدزی

  ‎د ‌‌‌‌‌‌ډله بچو او لمسو خاوند وه،د سر له وېښتو په خالي ځای به یې همېش خولۍ ایښې وه،ښه لوړ دنګ سړی وه؛خو تېر عمر یې ملا ور کړوپه کړې وه،د دوه لاندې او درې پاس مخامخ غاښونو څخه یې نور ټول غاښونه لوېدلي وو،عینکې یې شاید له دې وجې،نه په سترګو کولی چې بیا به خلک پرې د بو‌‌‌‌‌‌ډا شک کوي؛باراني ورځې به ورته ‌‌‌‌‌‌ډېری د ستونزو او …

بشپړ متن

پسرلي ته ځانګړې ادبي غونډه جوړه سوه:

پسرلي ته ځانګړې ادبي غونډه جوړه سوه:   د لوی کندهار ادبي بهير ۸۹ يمه اوونيزه غونډه د ۱۳۹۴ لمريز کال دحوت پر ( ۲۷ ) مه نېټه د ښاغلي حاجي مسعود احمد فروتن په مشري جوړسوې وه، چي مېلمانه پکښي نثاراحمد شېرزاد او  احسان الله عادل وه. د پيل خبرو ته ښاغلي حبيب الله قلم مل راوبلل سو، چي د قرآني آيات  “ وما خلقت الجن ولانس الا ليعبود.” …

بشپړ متن

ښه دئ، چي بې خوده يم بې هوښه يم/اخلاقي

شاعر: ښاغلی نادر جان اخلاقي. د کندهار ولايت اوسېدونکی دئ، تاسويې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: زه خو پرې مين يمه رغېږم نه درده چي غمجن يمه رغېږم نه   زړه که ته هرڅه تسلي راکې نو تاغوندي دردمن يمه رغېږم نه   مه وايه چي مينه بې وفا سوله تانه ګيلمن يمه رغېږم نه   ښه دئ، چي بې خوده يم بې هوښه يم سترګو ارمانجن يمه رغېږم …

بشپړ متن

سوم لکه اوبه، اوبه/دقيق

شاعر: ښاغلی عبدالحامد دقيق. دکندهار ولايت ځوان شاعر دئ، تاسو يې دغه لاندي غزل ولولئ!   غزل: سوم لکه اوبه، اوبه غم کي دهغه اوبه   زماښکلا، ښکلانه ده ستاښکلاد زړه اوبه   خړسېلاب راغلی دئ وړي مي دمانده اوبه   ورځ مي وي دغم ډوډۍ شپه دبیلتانه اوبه   مخ ته دي په دې ځيرسم ګوندي چي سم ښه اوبه   رابه سي دقيق اشنا بياپردېواله اوبه  

بشپړ متن