کور / ډاکتر نثار احمد صمد (پاڼه 2)

ډاکتر نثار احمد صمد

موږ بايد دا ومنو، چي په دې جنګ کي به زموږ خلک ووژل سي.

بليک نېغ بوش ته کتل، چي د مېز سر ته ناست و. ده ورته وويل چي : "تاسي بايد په دې پوه سئ، چي ډېر کسان به ووژل سي او ښاغلی ولسمشر ! تر ټولو  ناوړه يې لا دا چي ګڼ شمېر امريکايان به پکښې ووژل سي، يعني زما ملګري او همکاران. دا بايد له مغزه وباسو چي په دې جنګ کي به ويني نه تويېږي". بوش ورته وويل، چي …

بشپړ متن

دا به د امريکايي پوځ له پاره يو ناوړه جنګ وي / ن- صمد

ولسمشر د سپټمبر پر ديارلسمه د سهار پر نهو بجو او دېرشو دقيقو د سپيني ماڼۍ د احوالاتو په کوټه کي يعني د لوېديځ پلو د دفترونو د پرسونلو د لوی رئيس تر دفتر يو پوړ لاندي د ملي امنيت د شورا سره په غونډه کي برخه واخيسته. جورج ټينټ د ځان سره د تروريزم ضد څانګي رئيس کوفربليک هم راوستلی و، تر څو د سي آی اې وړانديزونو ته …

بشپړ متن

پنټاګون آن پر امريکې دحملو نه وړاندي پر عراق د بريد چاره سنجوله

  بوش د اصلي او لومړني هدف د انتشار يا تيتېدو په هکله خپله اندېښنه وښودله. ده وويل چي اصلي هدف دې ته مه پرېږدئ چي پراخ سي، ځکه دا کار به هغه راڅخه ورک کړي چي په دې کار سره به د عادي امريکايانو ملاتړ د لاسه ورکړو. ده زياته کړه چي امريکايان په دې فکر دي چي هيواد د همدې القاعده له لاسه ضربه ليدلې ده. چيني مخالفت …

بشپړ متن

ملا محمدعمر يو مذهبي سړی دئ، مګر هغه جنګسالارانو ځورولی دئ

د يو نړيوال ائتلاف د جوړښت ستر مسئوليت کولن پاول ته وسپارل سو، خو بوش د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين هم راوباله او د فرانسې، جرمني، کاناډا او چين د مشرانو سره هم وږغېد. بوش وروسته په دې هکله وويل، چي : "زما رويه ټوله دا وه، چي که مي غوښتي وای په يوازي سر عمل وکړو نو بېخي مي کولای سو، مګر ما داسي ونه غوښته". ولسمشر د ورځي پر …

بشپړ متن

د بن لادن په مالي جوړښتون کي چي “وفا” نومېدی يو کليدي نفر

جورج ټينټ د سپتمبر د دوولسمي نېټې د سهار پر اتو بجو "بيضوي ډوله" دفتر ته راغی، تر څو ولسمشر د خپلو ورځنيو خورا پټو او شفري استخباراتو او خورا مهمو او حساسو اطلاعاتو څخه خبر کړي. په دې معلومات ورکولو کي د بن لادن او په القاعده کي د هغه  د خورا لوړ چارو کسانو د پل معلومولو او پر هغوی د حملې کولو استخبارات هم شامل وو. د …

بشپړ متن

خصوصاً په ۱۹۹۸ کي د سفارتونو تر الوزولو را وروسته

داسي پېش بيني کېده، چي مرستيال مشر ډيک چيني به چي د ولسمشر بوش تر شا يا تر خوا د دې ادارې د لومړيو نهو مياشتو پر اوږدو يو اغېزمن او سرسخت دريځ لرونکی دئ، په دې بحران کي ستر رول لوبوي. يو شپېته کلن چيني چي سر يې غټ او ګنجي دئ او کوږ يې نيسي، ډېر چالاک، د معنا داره خندا لرونکی، زوړ خياله، سخت دريځه انسان اصلاً …

بشپړ متن

دا به د ښو او بدو تر منځ يوه تاريخي مبارزه وي

بوش خپله د ملي امنيت شورا غونډه د وزيرانو په کوټه کي راوبلل او څرګنده يې کړه چي د ملت د بيا ډاډه کېدو وخت تېر سوی دئ. ده وويل چي زه مطمئن يم چي که دغه اداره يو منطقي او عملي پلان جوړ کړي، نو نوره نړۍ به "زموږ پر خوا راورغړي" خو ده په عين حال کي تکل درلود چي د تروريزم تهديد ته بايد مخ ورنه کړو، …

بشپړ متن

سي آی اې اټکل وکړ چي د شمال ائتلاف ځواکونه دوه ځله زيات ښودل کېږي

ټينټ او پاويټ د يو نيم يا دوو ساعتو په ترڅ کي انتخاب سوي ولسمشر ته د سي آی اې د بدو او ناولو کارونو په هکله ډېر څه وويل. هغوی ده ته وويل چی بن لادن او د هغه شبکه يو (ستر خطر) دئ، چي "خورا ضروري" دئ. دوی وويل چي په دې کي شک نسته چي بن لادن به بيا پر امريکا راغورځي، خو دا معلومه نه ده …

بشپړ متن

ولسمشر بيرته اصلي مشکل ته راوګرځېد

ډيک چيني دا نوټ کړه چي افغانستان جنګ ته زموږ اصلي وربلونکی دئ، کوم چي يو خورا زوړ هيواد او ۷۰۰۰ ميله ليري او ۲٦ ميليونه وګړي لري. د دې هيواد مساحت د بوش د پلرني ايالت تکزاس غوندي دئ، خو فقط څو سړکونه او وروسته پاته اډانه لري. داسي کوم ځای چي په ويشتلو دي وارزي، ممکن پيدا نه سي. ولسمشر بيرته اصلي مشکل يعني د القاعده تروريسټانو او …

بشپړ متن

دا همدا اوس زموږ لاس ته راورسېده

ولسمشر په دې اړه يوازي د خپلي ملي امنيت له سلاکاري کاندوليزا رايس سره مشوره وکړه. دا ځکه حيرانه سوه چي د داسي يوې ليري هدفيزه اعلاميې څرګندونه دي صرف په يوه وينا کي وکولای سي دغه چړپېدلي ولس ته د زړه تسکين ورکړي. رايس ده ته مشوره ورکړه چي : "تاسي همدا اوس دغسي ويلای سئ، يا دا چي په بل لازم وخت کي به يې وايي". دا د …

بشپړ متن

د معلم درواغ /ډاکتر نثار احمد صمد

د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ مېرمن تامپسن چي نوې مګر وظیفه شناسه معلمه وه، پنځم ټولګي ته ورغله. د زده کوونکو سره یې تر خبرو اترو او معرفۍ وروسته وویل چي پر ما ټوله یو ډول ګران یاست او هیڅ کوم فرق یا امتیاز یو پر بل نه درکوم. لاکن هغې درواغ وویل، ځکه یو هلک چي (ټیډي سټیوارټ) نومېدی او بې پروا غوندي ناست وو، د معلمي ښه …

بشپړ متن

د سي آی اې په مرکزي قرارګاه کي / ډاکتر نثار صمد

د سي آی اې په مرکزي قرارګاه کي د عملياتو له پاره د عمومي رياست مرستيال جميز پاويټ چي د سي آی اې پټ خدمتونه او مخفي عمليات يې راهنمايي کول، وغوښته چي خپلو پوځونو ته شخصي پيغام ولېږي. پنځه پنځوس کلن پاويټ چي يو پنډ اجتماعي صفته جاسوس دئ، په نړۍ کي د دوسيې ساتونکو پټو افسرانو، پيسه خوړونکو ايجنټانو او مخفي غلا کوونکو د خورا پټ، تر مځکي …

بشپړ متن