کور / نظر محمد مطمئین (پاڼه 5)

نظر محمد مطمئین

د ذراعت وزارت او آیساف د پام وړ- د هلمند بيولوژيکې جګړه

امریکايې کارپوهان هر کال د هلمند ولايت کې د کوکنارو د کښت د موسم په وخت کې د الوتکو څخه  د کروندګرو په کښتونو کې  په بيولوژيکې وایروسونو (ميکروبونو) لړل شوی د کوکنارو تخم له هواء څخه پاشي، د کروندګرو ټولي ځمکې همدغه په بيولوژيکې میکروب لړل شوي تخمونه پوښ کوي. د ويالو پر غاړه، پر دښتې او اوبه لرونکو ذراعتي ځمکو کې کوکنار پرته له دي چې کروند ګر …

بشپړ متن

نوماندان، ټولټاکني، د صندوقونو ډکول او امنيتې تړون

د ۲۰۰۹ م کال د ولسمشريزو ټاکنو جنجالونه او په اړه يې د درغليو راپورونه لاهم د ډيرو افغانانو په ياد دي، ستونزي او مشکلات دي ته ورسيدل چې لوړ رتبه بهرني کارکوونکې ګوښه شول، او پایله داچې  د امريکا اوسني د بهرنيو چارو وزیر جان کيري مداخله وکړه، ولسمشر کرزی او عبدالله عبدالله يې په هر ډول چې وو راضي کړل. داسي هم ويل کيږې چې په هغه وخت کې …

بشپړ متن

د بهرنيانو پاتې کېدل، وتل، کورنۍ جګړه، اوسنی نظام او طالبان ( څيړنه)

داچې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په ۱۱ اکټوبر ۲۰۱۳ کابل ته راغی، د امنيتې تړون اړوند يې په ۲۶ ساعتونو کې دوه ځله له ښاغلي کرزي سره ليدنه وکړه، او ټول ټال يې مخامخ ۶ ساعته د امنيتې تړون اړوند خبرې وکړي، چې وروسته دواړوه (کرزي او کيري) د مطبوعاتي کنفرانس له لاري وویل چې د امنيتې تړون په ډیرو موادو توافق ته رسيدلې (د هيواد …

بشپړ متن

دا هغه پخوانی عبدالله عبدالله نه دی

په اسلام آباد کې زموږ دفتر وو، دا هغه وختونه وو چې کله اسلامي حزب او دوستم د مسعود او استاد رباني په مقابل کې جنګې ائتلاف وکی. زما ملګری وايې چې زموږ په دفتر کې نږدې ټول کارکوونکي د اسلامي حزب اړوند کسان وو، له دې خبرې ټول خبرشول چې ښاغلي حکمتيار صاحب او جنرال دوستم د مسعود په مقابل کې جنګې ائتلاف کړی، دا ډول عبدالعلي مزاری هم …

بشپړ متن

ولسمشر کرزي‌ ته خپل ټیم ناسم معلومات ورکوي‌

  ولسمشر کرزي ته دهغه د ملګرو او ټيم له خوا څخه ناسم معلومات ورکول د ناسمو پريکړو لامل ګرځي. د طالبانو د مشر ملامحمد عمر آخند پېغام چې د تير کوچني اختر په مناسبت نشر شوی وو، په هغه پېغام کې د بهرنيانو سره د آډو د تړون نه کولو غوښتنه  شوي وه، او ويل شوي وو چې د کابل اوسنۍ بې واکه  اداره ددغه ډول تړونونو د لاسليک کولو واک …

بشپړ متن

افغان ځوان د ملي يووالي سمبول / يو ښه او يو بد خبر

د روان کال د سيپټمبر ۱۱مه د نيپال ښار په مرکز کټمنډو کې دهند د فوټبال لوبډلې څخه د افغان ځوانانو توپ ګټلو او اتلولۍ يوځل بيا وښودله چې افغان ځوان په هره برخه کې د ګټلو توانايې او انرژي لري. له دي مخکې د کرکټ لوبغاړي هم د نړې په ډيرو هيوادونو کې ښه ځليدلې وو او پر خپلو سيالانو برلاسي شوې وو، هيواد ته يې وياړونه راوړې وو، …

بشپړ متن

ایا دکابینې ډېر غړي‌به په ټاکنو کې خپلو ښځوته اجازه ورکړي‌؟

زه په هیڅ ډول باور نه لرم چې په پښتون ميشتو ليرو پرتو سيمو (ولسواليو او کليو) کې دي په تيرو ولسمشريزو او ولسي جرګي انتخاباتو کې د پښتنو ښځو رائيې کارولي وي، دا ټول درواغ او ډرامه ده، هرځای د ښځو په نومونو رائيې خلکو اچولي، او په جعل سره يې د ښځو په نوم صندوقونه ډک کړي. د ديموکراسي د اصولو په نظر کې نيولو سره چېرته چې …

بشپړ متن

که استاد سياف ته څوک ووايې چې ستاسي ميرمن دي د رايو مرکز ته ولاړه شي

په ډاډ سره وايم، چې په هلمند، فراه، ارزګان، زابل، غزنی،پکتيا، پکتيکا، خوست، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې ددغو ولايتونو واليان هم خپلو ميرمنو ته اجازه نه ورکوي، چې هغوی دي ولسمشريزو ټاکنو کې خپلې رائيې وکاروي. که استاد سياف ته څوک ووايې چې ستاسي شريفه ميرمن دي د رايو مرکز ته ولاړه شي، په داسي حال کې چې يرغلګر پوځونه د رايو د مرکزونو ساتنه کوي، آيا ممکن ده چې …

بشپړ متن

افغان رسنۍ او۲۰۱۴ کال / نظرمحمد مطمئن

دافغان رسنيو ريښې هم د ۲۰۱۴ کال باد وښورولي، ځينې رسنۍ ودريدې، ځينو ژورنالستانو، ليکوالانو او خبريالانو پکې دندې له لاسه ورکړي، او د ځينو رسنيو مشرانو د خپلو کارکوونکو معاشونه ورته ټيټ کړل. خدمتګار ورځپاڼه چې په کابل او ځينو ولايتونو کې لوستو خلکو ته له تيرو څلورو کلونو څخه پرته له ځنډ او خنډ څخه رسيدله، د روان کال د وږي پر نهمه يې د وروستنۍ ګڼې تر چاپ …

بشپړ متن

سوله، انتخابات او دايمې آډې/ مطمیئن /څلورمه برخه

وسلوال مقاومت په هيڅ صورت او په هیڅ نوم سره د بهرنيانو شتون نه مني، که چېرته بهرنيان پر دي ټينګار کوي چې په افغانستان کې آډي ولري نو بيا د سولې مذاکرات او آډي متضاد او مخالف شيان دي چې يوځای کېدل يې ناممکن ښکاري او د سولې مذاکرات به هم نتيجه ورنه کړي. ځينې سياسي شنونکې سوله او آډي بيلې بېلي لاري بولي، او مثال راوړي چې امريکايانو …

بشپړ متن

سوله، انتخابات او دايمې آډې/ مطمیئن / دریمه برخه

اوسمهال د نظام د بدلون له پاره درې لاري دي: نظامي فشار، موقت يا عبوري حکومت او سوله لومړی: نظامي فشار: که د نظامي فشار د لاري نظام بدلون مومي، د اوسني نظام تغير د بهرنيانو له شتون سره سره حتمي دی، او بهرنيان به متضرره کېږي. دا هغه حالت دی چې لا نورو ډيرو وينو تويدو ته اړتيا شته. زما په آندچې نظامي طالبان همدغه ډول د نظام بدلون …

بشپړ متن

سوله، انتخابات او دايمې آډې/ مطمیئن / دوهمه برخه

دسولې عالې شورا په اړوند بيا د دولت (کرزي صاحب) په امنيتي چارو کې مشارو ډاکټر سپنتا وايې چې په دسولې عالې شورا د جوړښت له پېل څخه بيا تر نن ورځې پوري د سولې عالې شورا کومه خاصه لاسته راوړنه نه لري، او نه د سولې اړوند کومه ځانګړې تګلاره لري، په کار ده چې د سولې عالې شورا لغوه شي، دغه خبري ډاکټر سپنتا افغان پارلمان ته د تړلو دروازو شاته …

بشپړ متن