کور / نظر محمد مطمئین (پاڼه 4)

نظر محمد مطمئین

ښه ډاکټر او ښه روغتون نه لرل د پلان برخه ده؟ نظرمحمد مطمئن

د هيواد په کچه دومره ناخوالي او ستونزي شته چې کله ناکله سړی مجبوره کوي چې پر ناخوالو له سره فکر مه کوه، د نورو افغانانو په ډول ورځ تیره وه، که همدغه ناخوالي موږ راپورته نه کړو او په دي اړه بامسؤليته افغانان متوجه نه کړو، همدا د غفلت او نه مسؤليت  لړۍ به همداسۍ روانه وي. يوه ورځ مې په يوه مجلس کې چې د يو ښه پوهنتون …

بشپړ متن

له درغليو ډکې سروي ګاني او د عبدالله عبدالله خوشالي / مطمئن

ملامحمد عمر (دطالبانو مشر) تاسي ته ډیر محبوبيت لري  او که ښاغلي ګلبدين حکمتيار (داسلامي حزب مشر) ډیر درته ګران دی؟ ودان انجو په ۲۰۰۵ ز کال کې د امريکا د نړيوالي پرمختيايې ادارې سره د سروي يوه پروژه درلودله چې د سروي په يوه برخه کې يې پورتنۍ يوه ډیره عجيبه پوښتنه راغلي وه. ودان WADAN يوه کورنۍ موسيسه (انجو) وه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې يې خپل …

بشپړ متن

د قسيم فهيم له پاره امنيت که دسيسه؟ نظرمحمد مطمئن

قسيم فهيم په جال کې راګيرشو او که خطاايستل شوی وو، قسيم فهيم موږ پيژنو چې ټول وخت يې په جنګونو کې تیر شوی دی، جنګ دهر چا کار نه وي، او نه هم هرڅوک جنګيالي کيدای شي، زړورتيا پکې لومړی شرط دی، ځکه خو جنګيالي هر وخت لږ وي، او د نړۍ په هره ټولنه کې ځانګړی ځای لري. زما په آند د امنيتې کارکوونکو له خوا د پارلمان …

بشپړ متن

ګاونډي هيوادونه او افغان ولس

امريکا، افغان حکومت، ګاونډي هيوادونه او وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟ ګاونډي هيوادونه: د ګاونډيو هيوادونو په سر کې دهرچا ذهن ته لومړی د پاکستان او ايران نومونه راځي، چې همدغه دوه هيوادونه دي چې تر ډیره حده د افغانستان په سياسي چارو کې په پټه او ښکاره مداخلې کوي. پاکستان او افغانستان اوږده او زړه تربګنې لري، حتی د روسانو تر يرغل مخکې د پښتونستان پر …

بشپړ متن

وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟

امريکا، افغان حکومت، ګاونډي هيوادونه او وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟ وسلوال مقاومت: وسلوال مقاومت چې عبارت له طالبانو د ملامحمد عمر مجاهد په مشري او اسلامي حزب د ښاغلي حکمتيار په مشري دی، هغوئ په تیرو دولس کلونو کې د یرغل په مقابله کې وسلوال مقاومت کړی دی، په دی لاره کې يې مالي او ځاني زيانونه ګاللي، او داډول یې  پر یرغلګرو سخت ګوزارونه کړي …

بشپړ متن

امريکا وایې چې د مشورتي لويې جرګې پريکړي د ملت پريکړه ده

امريکا، افغان حکومت، ګاونډي هيوادونه او وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟ مشورتي لويه جرګه: د مشورتي لويې جرګې پريکړې موږ ټولو وليدلې، داسي ویل کيږي چې دامریکا سفير څوځله د جرګې  په څلورو ورځو کې د جرګې خيمې ته تللی، او هلته يې له ګډونوالو سره ليدنې کتنې کړي، داسي هم ویل کيږي چې د هرې کميټې مشر يې ليدلی دی، او دا خبرې هم ویل کيږي …

بشپړ متن

افغان حکومت ته څه کول په کار دي؟

  امريکا، افغان حکومت، ګاونډي هيوادونه او وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟ افغان حکومت: افغان حکومت چې په سر کې يې ښاغلی کرزی صاحب دی، په تیرو دولس کلونو کې د نړۍ په سطحه فاسد، په اختلاس او فساد کې ککړ او کمزوري حکومت وو، هیڅ ډول اعتباريې په دي برخه کې په نړيواله سطحه نه درلود، دامريکا زور وو چې دغه د سرطان په مرض اخته …

بشپړ متن

امريکا، افغان حکومت، ګاونډي هيوادونه او وسلوال مقاومت ته څه کول په کار دي؟

امريکا: د امريکا حکومت د روسانو له ماتې وروسته په تيرو دوو لسیزو کې هیڅکله هم پر دي فکر نه کاوو چې په هغه هيواد کې چې روسانو ماتې وخوړله ددغه ډول نامعلوم او لاينحل برخليک سره به مخ کيږي. امریکا دوه لسيزي او په ځانګړي ډول يوه لسیزه مخکې دا فکر کاوو چې د خپل پياوړي اقتصاد پرمټ نړۍ او د نړۍ په هرګوټ کې هر ډول کړه وړه …

بشپړ متن

مشورتي لويې جرګې ته د ولسمشر وروستۍ او پاروونکې وينا

مشورتي لويې جرګې ته د ولسمشر کرزي وروستۍ وينا نظرمحمد مطمئن د ښاغلي کرزي  د وينا مهم ټکې له پریکړه لیک څخه مننه کومم نن سهار جلال آباد کې چاودنه دوه نفره مړه او څو نفره زخميان شول په پېلیزه وينا کې مې وویل چې افغانان له نړيوالو سره دوستي غواړی د لاسلیک له پاره د تړون که جرګه موافقه وکړي او ولسي جرګې ومنله، د تطبیق مراحل به په …

بشپړ متن

د حضرت صبغت الله مجددي او ولسمشر کرزي د تړون د لاسلیک دوخت پر سر جنجال

مشورتي لويې جرګې ته د جرګې د ريس حضرت صبغت الله وينا نظرمحمد مطمئن د حضرت صاحب د وينا مهم ټکې يوه ښځه خبري کوي څوک يې نه پريږدي حضرت ورته وايې چې بفرمايد ولسمشر چې څه وویل ډیر  يې ښه او د افغانستان په ګټه وو، مګر موږ ته قران تعليمات راکوي، آیت دی چې دعوت په  سم ډول وکړئ ولسمشر زما د اولاد او شاګرد پرځای  دی، زه …

بشپړ متن

تړون زموږ پر ګټه دی، خو لاسليک کوم يې نه؟؟؟! کرزی

د سياسي چارو وتلی کارپوه حاجي سيد داؤد د افغان نشراتي مرکز مشر وايې چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون کې امريکا خپله سياسي ګټه لټوی او د افغان ولس ګټو ته نظر نه کوې، هغه وايې چې امریکا  غواړي د تړون په لاسلیک کولو سره خپله ماتې پټه کړي. دا ډول حاجي سيد داؤد وايې چې افغان ولسمشر کرزی هم د تړون څخه خپله ځانګړي (شخصي) …

بشپړ متن

تروریسټان په کابل کې – ډاکټر رنګين دادفر سپنتا

په سند کې ښکاره ليکل شوې چې امریکا د افغان حکومت له خوا هيڅ ډول التزام او حاکميت ته ژمنه نه ده، او دا ډول د سي آی اې او بې پيلوټه الوتکو هيڅ ډول محدوديت نه منې او نه يې هم د تړون برخه ګڼي. ډاکټر رنګين دادفر سپنتا بيا د علماوو او پوهانو جرګې او په هغه جرګه کې د پټ سند ښکاره کولو دومره غوسه کړی چې …

بشپړ متن