کور / نظر محمد مطمئین (پاڼه 2)

نظر محمد مطمئین

د افغانستان بحران او د جان کیري معجزه / مطمئن

دابه معجزه وي که جان کیري او جیمز ډابن وکولای شي چې د دوو نوماندانو ترمنځ ستونزه حل کړي، ستونزمنه ده، د جهاد په وخت کې پاکستان، سعودي عرب، د مصر اخوان او امريکا ونه توانیدل چې اوه ۷ جهادي رهبران پر يو مشترک او ملي حکومت باندي راضي کړي. شوروي اتحاد ونه شوای کولای چې د  دوو کمونسټوافغان ګوندونو خلق او پرچم ترمنځ روغه وکولای شي، تر هغه وخت …

بشپړ متن

هغه د لويې پکتيا پېغلې چې په کتارونو کې ولاړې وې

هغه د لويې پکتيا پېغلي چې په کتارونو کې د رايې ورکولو له پاره ولاړي وي هغه پښتنې میرمني چې په پټ مخ يې ددوی په ژوند کې د لومړي ځل له پاره د رسنيو او غرب ته د کمپاین له پاره تصویروي ويډوګاني نشر شوي. هغه میرمنې چې د رايو مرکزونو کې له ډانګ سره ولاړې وي هغه تن چې په خپله رایه يې نه نیم سوه روپۍ راتلونکی …

بشپړ متن

وروستۍ سياسي ناندرۍ او د خطر ویره / مطمئن

اوباما په ټلیفوني خبرو کې عبدالله ته خبرداری ورکړی چې تاوتریخوالي ته مخه و نه کړي. قانون ومني، له سمو لارو د خپل حق غوښتنه وکړي. اوباما عبدالله ته ویلي چې د درغلیو اړوند شکایت قانونی لاري لري، تاو تریخوالي ته مخه کول په هیڅ ډول نه شي توجیه کیدلای اوباما دا هم ویلي چې دعبدالله پرونی حرکت او موازي حکومت جوړل له افغانستان سره د امریکا اقتصادي او امنيتي …

بشپړ متن

شمال ټلواله خپل سيال طالب ګڼې، نه اشرف غني

ارګ ته نږدي سرچينې وايې چې د دفاع وزیر بسم الله محمدي ولسمشر کرزي ته ويلي چې د ټاکنو د درغلیو اړوند ستاسي چوپتيا وضعیت خرابي لور ته بيايې، په ولایتونو او مرکز کې حالت بحرانی کيدونکي دي، د دفاع وزارت اړ دی که حالت خرابیږي چې مداخله وکړي، داچې تاسي د ټاکنو اړوند درغلیو باندي خوله پټه کړي، زه د دفاع وزیر به د هیواد د خرابي په حالاتو …

بشپړ متن

د اشرف غني خاموشي د عبدالله خيمې او لاریون / نظرمحمد مطمئن

په کابل کې د امريکا  سفیر وویل چې د روان کال د اګسټ په ۲مه نیټه به کرزی واک نوي ولسمشر ته سپاري، په لومړي ځل د اروپا د انتخاباتو ادارې د خپل تعامل په خلاف د افغانستان د دویم ځل انتخاباتو په دوېمه ورځ وویل چې انتخابات  په سم ډول سره ترسره شول، د ناټو، آیساف مشرانو په وار وار سره د انتخاباتو کول لویه لاسته راوړنه وګڼله، په …

بشپړ متن

يو نسل جګړه او ډیموکراسي

د ۲۰۰۱ ز کال  د ډسمبر مياشت چې  امريکا او متحدینو يې پر افغانستان یرغل وکړ، د طالبانو نظام له منځه ولاړی، پر ځای يې د ډیموکراسي، د بیان ازادي او د ښځو او ماشومانو د حقونو تر شعار لاندی نوی نظام د امريکا د خوښي ولسمشر کرزي تر مشري لاندي پر افغان ولس وتپل شو. هغه ماشومان چې په هغه وخت ۲۰۰۱ کال کې په ۶ ټولګې کې وو، …

بشپړ متن

خونړی تاریخي ارګ د چا په انتظار کې دی / نظرمحمد مطمئن

زه په اوسمهال کې انتخابات د حل لاره نه بولم، او مشروعیت يې هم تر سوال لاندي ګڼم، مګر تبصره او نظر پري ورکول په دی معنی نه ده چې زه يې تایدوم، نه د کوم کاندید پلوي کوم او نه هم يو له دوی دواړو ته خوشاله یم.  دویم ځل انتخاباتو کې پلاني (پلان شوي)  درغلۍ شوي. د اشرف غني ډله خوشاله ده او د عبدالله عبدالله ډله خفه …

بشپړ متن

د هند په کونسلګري حمله پاکستان کړي، ولسمشرکرزی وايې

ولسمشر کرزي په خطرناک وخت او خطرناک مجلس کې وویل چې په هرات کې د هند پر کونسلګري حمله د پاکستان لشکر طیبه کړي وه، دا په داسي حال کي ده چې د هند او پاکستان د کړکيچنو اړيکو په نظر کي نیولو سره په لومړي ځل د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هند د لومړي وزیر د سوګند يادولو او معرفي کولو مراسمو کې برخه اخستي ده، څو …

بشپړ متن

څلور انتحاریان څه ډول ونیول او خلاص شول – هلمند

حکومت او لویديځ یې انتحاریان او ځانمرګي بولي، طالبان او د عربې نړۍ ځينې مسلمانان يې استشهادي بریدونه بولي، ځينې طالبان او عوام يې فدایان بولي، او ځينې کابل ميشتې او نړيوالې بې پرې رسنۍ يې سرتيري بريدونه یادوي. اوس ستاسي خوښه ده چې هر نوم ورته کاروئ، دا په تاسي پورې اړه لري، ما ځکه پورته انتحاریان ولیکل چې همدغه کيسه چې کوم نفر راته کړي هغه ویل چې …

بشپړ متن

لیکوال او ژورنالسټ باید چې حکومت او طالب پلوی نه يې

په هیواد کې د بیان دازادۍ او رسنيو پرمختګ ته که سړی په عميق ډول فکر وکړي، هغه ډول مصنوعي ازادي او پرمختګ دی لکه چارواکې چې په نورو برخو کې د پرمختګ دعوه کوي. ژورنالسټ، ليکوال او رسنۍ مو هم ځينې يې د فساد، اختلاس او رشوت په ناوړه مرض اخته شوې، يوه ورځ به سړی وينې د هيواد دننه په مهمه رسنۍ کې به د ایران په ضد …

بشپړ متن

د عبدالرشید دوستم د صحت له پاره دعاوي او لمونځونه

د دوستم نوم  نوی نه دی، نږدې هر افغان ورسره بلد دی، له دي ها خوا امريکا، اروپا، روسيه،  ترکيه، د منځنۍ آسیا او ګڼ شمير نور هیوادونه هم د غه نالوستی جنګې او سياسي لوبغاړی پيژني. وخت پر وخت د  سېمې او نړې ځينو هیوادونو پري سرمایه ګذاري کړي او  کوي. دوستم  په تیرو دولس کلونو کې په ډیرو لوړو چوکيو کار وکړ، د ولسمشر کرزي مرستال، د دفاع …

بشپړ متن

دملا ذاکر استعفی ښه يا بد پېل؟

دوه ورځې وړاندي رسنيو خبر ورکړ چې د طالبانو د نظامي کميسون مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د ناروغي له امله استعفی ورکړي ده. د ملاذاکر د استعفی ورکول ځینو رسنيو او لیکوالو په طالبانو کې د لوی درز پېلامه وګڼله، ځینو د ملا ذاکر او ملامنصور تر منځ ستونزه وګڼله، ځینوبيا ولیکل چې ملا ذاکر د سولې مخالف او سخت جنګيالی ؤ، له همدې امله مجبور کړل شو چې استعفی …

بشپړ متن