کور / نظر محمد مطمئین

نظر محمد مطمئین

نوي امنیتي تدابیر، په کابل کې دټلیفون، کمپیوټراو کتابونو تلاشي

نن ورځ د نومبر ۳۰مه ۲۰۱۴، کابل ښار کې سخت امنيتې تدابیر نیول شوې، په هر چوک کې د بېلابېلو امنیتې ادارو کسان ولاړ دي، دومره سخت چیک او تلاشي کوي چې مايې ساری له دي مخکې نه ؤ لیدلی، د موټر څخه خلک کښته کوی البته هغه موټر چې دوی د دریدو او ګوښه کيدو امر ورته کوی، د خلکو د تلاشي سربیره د لومړی ځل له پاره ما …

بشپړ متن

له بهر نه افغان پوهانو ته نه؛ بلکه هیواد ته د ناپوهانود راتګ اړتیا ده

پرون له يوه مشر دوست سره ملګری شوم د پوهاند محمد هاشم کمالي لیدو ته ورغلو، دلیدنې، نظریاتو او خبرو بحث بېل دی، خو دهغه په اړه ډاکټر قیوم مومند وویل چې د مالیزیا په اسلامي پوهنتون کې استاد او د کومې څانګې رئیس ؤ. بیا د قطر هیواد آمیر چې دده لیاقت لیدلی ؤ البته په ځینو نړيوالو کانفرانسونو کې، له کمالي صاحب نه يې غوښتنه کړي وه چې …

بشپړ متن

زما ځای پښتون ته مه ورښیه – رشید دوستم

عبدالرشید دوستم چې په شمال کې د طالبانو سره په  جګړو کې ماتې وخوړه، ترکيې ته ولاړ او هلته يې استوګنه کوله. په ترکیه کې ډیر پټ ځای اوسیدی، دومره ویریدلی ؤ چې خپلو نږدې ملګرو يې هم ځای  نه شو پيداکولای. د ترکي چارواکو په وساطت يو ترکي ژورنالسټ ته د عبدالرشید  دوستم سره د مرکې کولو زمینه برابره شوله. ښاغلی امام الدین ساپی وايې : ناوخته مازیګر مهال  …

بشپړ متن

د اوباما او اشرف غني تر منځ د نظر د بېلوالي څرک

د نیویارک ټایمز راپور هغه انديښنې نورې هم قوې کړي چې په افغانستان کې به سوله او امنیت ډیر وخت وغواړي، ځکه اوباما او اشرف غني لاهم په پټه د جګړې پلوي او پر جګړه عقیده لري چې له دي لاري به کامیاب شي. په ښکاره ډاکټر اشرف غني ځینو هغو کسانو ته چې ده ورته د سولې وعده ورکړي وه، او د واک درسیدو په وخت يې دهغوئ ملاتړ …

بشپړ متن

ملامحمدعمر مجاهد اصلا نشته خو…….!

​ښاغلی امام الدین ساپی وايې چې کله د طالبانو نظام ړنګ کړل شو، په جرمني کې اوسیدم، يو مشهور ژورنالسټ راته ټلیفون وکړ چې د اړین کار له پاره درځم، هغه ۲۵۰ کلیومټره سفرکړی ؤ، زما څخه يې وغوښتل چې په جرمنې کې تاسي ډیری دولتي او عادي جرمنیان پېژنې چې ملامحمد عمر مجاهد مو لیدلی، او دطالبانو له مشرانو سره مو اړيکې درلودلي، د جرمني هیواد له يوې مشورې …

بشپړ متن

خيالي سوله او خيالي اقتصادي تړونونه

سوله راولم، سوله کوم، خامخابه سوله راځي، حکمتيار صاحب راولم، طالبان راولم، ملامحمد عمر آخند ته ورځم، دوی د دي وطن خلک دي، دلته به راځي، او موږ يو باامنه افغانستان جوړو، اقتصادې پروژو ته وده ورکوم، په اقتصادي برخه کې عملي کار کوم، له بهرنیو هیوادونو سره لوی اقتصادي تړونونه کوم، هیواد په خپلوپښو دروم، لس کلونه د امريکا غلامي کوم بیا وروسته به سلګونه کلونه ازاد یم، هیواد …

بشپړ متن

د پنجشیر هیواد مې ولیدی – دوېمه برخه

د احمد شاه مسعود قبر ته ورسیدلو، مخکې له دې چې سړی قبر ته ورشي، هلته څو دانې زاړه د روسانو د وخت ټانکونه چې خراب ؤ ولاړ  ؤ، څو دانې غټ د روسانو د وخت پاتې شوې خراب توپونه هم همدلته ولاړ ؤ، هغه خلک چې له بهر څخه راځي يا خو ددې شوق ولري چې له بې مرمیو او خرابو توپونو او ټانکونو سره انځورونه واخلي دلته ښه …

بشپړ متن

د لیونیانو کلی

د لیونیانو کلی                                            زه آ لیونی یم د جهاد ګرمې ورځې وي، پېښور ته د مجاهدینو تګ راتګ په بېلابېلو لارو باندی کیدی، يوه کوچنۍ ډله مجاهدین چې له پېښور څخه بیرته راوګرځيدل، وروستې کسان يې درې نفره سره پاتې شول، شپه تیاره شوه، په لاره يوه کلي ته وروګرځيدل، ماښام ډوډۍ له پاره دهمدي کلي کوم کورته ولاړل. کوربه د ډوډۍ خوړولو پر مهال له مجاهد څخه پوښتنه …

بشپړ متن

اشرف غني خو راغی، جنګ به وي که امن؟

۲۰۱۴ کال په تیریدو دی، د همدې کال درېمه برخه ووتله، نه بلا راغله، نه افغانان له کوم غټ مشکل سره مخ شول، ډیر بهرني پوځیان ووتل، کرزی چې د خپل واک د بقا له پاره يې ډیر په مهارت لوبه کوله، بالاخره نن يې خپل دیارلس کلن واک ته د پای ټکی کیښودل شو، دیارلس کلونه په ده هم تیر شول، په موږ غریبو هم تیر شول، موږ به …

بشپړ متن

د پغمان په سېمه او مېله ځایونو لوی ویر او غم پروت دی

په روان کال کې مې دا دوېم ځل ؤ چې پغمان ته ولاړم، د ملګرو پر دې بحث ؤ چې ډیره ارامې ده، د پخوا په ډول د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه نشته، د قرغې لورته چې نږدې کیدو، هم حالت همداسي ؤ، د پخوا په پرتله د خلکو او مېله کوونکې شمیر د پام وړ کم ؤ. نور وختونه به د قرغې او پغمان په مېله ځایونو کې …

بشپړ متن

د ناټو کنفرانس ، د ټاکنو پایله او نوی راتلونکی حکومت

ګنکوسه، اوازه او يا ممکن رښتيا وي: کله چې د ټاکنو کمیسون د رایو شمیرنه تر ۶۰٪ لوړه شوه، د رایو ورکوونکو شمیر ویل کيږی ۲.۵ میلیونه شاوخوا کې ؤ، که ټولې رايې وشمېرل شي ممکن هغه د ۳۰٪ او ۴۰٪ سلنې ترمنځ رايې به هم د يو میلوین شاوخوا کې وي، نو په دي حساب د رایو ټول شمیر به  نږدې ۳.۵ میلیونه شي، او ممکن ۴ میلیونه ته …

بشپړ متن

د لنډ مهاله حکومت مشر او غړې به څوک وي

د لنډ مهاله حکومت خبرې د هیواد دننه او بهر کيږي، په امريکا کې خپريدونکو ورځپاڼو هم د موقت حکومت پر اړتيا راپورونه خپاره کړل، د دويم پړاو ټاکنو له دوو لويو ډلو څخه يوه يې (د عبدالله عبدالله کمپ) له دي امله د موقت حکومت پلوې کوې چې د ټاکنو کميسون اشرف غني وړونکی اعلان کړ. همدا د موقت حکومت طرحه په هیواد کې دننه او بهر د ډيرو …

بشپړ متن