کور / رسنۍ (پاڼه 4)

رسنۍ

دافغانستان دسولي پروسه ، دمیرمنو رول او دامید څراغ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان میرمنو د رول په اړه یو مطلب خپور کړی دی. دا مطلب د بشري حقونود څارنې په سازمان کې د ښځو د حقونو مخکښې څیړونکې هیدر بار لیکلي دی، هیدر بار لیکي: دا د درک وړده چې ولسمشراشرف غني له طالبانو سره د سولې خبرواترو ته لومړیتوب ورکړی دی خو دا چې د افغانستان ښځې به د سولې …

بشپړ متن

د امریکا په تاریخ کې د ملت جوړونې ترټولو لویه پروژه

فریډوم هوس [Freedom House] په یوه نوي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه پياوړي حکومت نشتوالی په دې هېواد کې د مطبوعاتو نسبي ازاد فعالیت ته لاره پرانیستې ده. لیکوال وايي؛ د افغانستان د امنیتي ځواکونوله یوې لسیزې روزنې، تجهیز او اکمالاتو وروسته هم امریکا تراوسه نه پوهیږي چې دا مهال د افغانستان څومره سرتیري او پولیس په خدمت بوخت دي او دا چې د طالبانو پرضد …

بشپړ متن

هندي ورځپاڼو داشرف غني سفر ارزولی

ند ته د افغانستان د جمهوررئیس د سفرپه درشل کې د دغه هېواد ګڼو ورځپاڼو د کابل او نوي ډهلي د اړیکو په هکله مطالب خپاره کړي دي. The Indian Express دي انډین ایکسپریس ورځپاڼې د لیکو د بیا کښلو ترعنوان لاندې په دی هکله یوه مقاله خپره کړې. ورځپاڼه لیکي: محمد اشرف غني اوه میاشتې کیږي چې د افغانستان جمهوررئیس دی او هند ته له راتګ مخکې یې، امریکا، …

بشپړ متن

دولسمشر ناببره فرمان وزیران دکرکټ بورډ ته ورګډ‌کړل

ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي فرمان له لارې د افغانستان د کرېکټ بورډ نهه غړي وټاکل چې دوه وزیران او یو مرستیال وزیر هم په کې شامل دي. په مخکني بورډ کې هم ځیني وزیران، لوړ پوړي چارواکي او ملي پانګوال وو چې د بورډ د چارواکو په وینا په هېواد کې د انتخاباتو او نورو سیاسي منډو ترړو په ترڅ کې، له بورډ سره د هغوی همکاري …

بشپړ متن

دولسمشر اوبا ما ټوکي‌!

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په عنعنوي میلمستیا کې د غونډې گډونوالو سیاسي ټوکې کړې. د شنبې په ماښام خبریالان، سیاستوال، او وتلې څیرې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په دودیزه میلمستیا کې د ولسشمر اوباما د ټوکو اوریدلو ته راټول شوی وو، چې پر خپل ځان او سیاسي حریفانو یې وکړې. ولسشمر د خبریالانو د اتحادیې په میلمستیا کې وویل، "عجیبه ده، …

بشپړ متن

افغانستان له “کاسا یکهزار” پروژې څومره ګټه ترلاسه کوي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د برښنا شرکت د کاسا یکهزار پروژه له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان او سیمې لپاره ګټوره بولي. کاسا یکهزار له منځني اسیا څخه د اسیا جنوب ته د بریښنا د لیږد پروژه ده چې له عملي کېدو سره یې سیمې او ډېرو هیوادونو ته ګټه رسیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د دې لویې پروژې عملي …

بشپړ متن

اوباما د دوو کسانو په وژل کیدو بخښنه وغوښته

په خپل لنډ او احساساتو نه ډک پیغام کې د امریکا جمهورریس ویلي چې دې د هغه درد درک نشي لگولی چې د امریکايي  وارن وینسټن او اتالوي گیواني لو پورتو کورنۍ ورباندې دردیږي. هغه وویل چې زه فقط دومره ویلی شم چې«د امریکا د جمهورریس او د امریکا د پوځ د عالی قوماندان په توگه  زه د تروریزم ضد د امریکا د ټولو عملیاتو مسولیت په غاړه لرم.  چې …

بشپړ متن

په افغانستان کې د داعش حضور دنړۍ والو سرنیو په سرټکو کې

ګڼوغربي ورځپاڼوپه افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د حضوراو فعالیت په اړه تبصرې خپرې کړي دي.د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي: ″په افغانستان کې د داعش حضورمحسوس دی او په دې هېواد کې د زور زیاتي فعالیت لري.″ ورځپاڼې په جلال اباد کې وروستۍ خونړۍ پيښې ته په اشاره لیکلي چې دا په افغانستان کې د داعش لومړې، ستره حمله وه.  د ګارډین په …

بشپړ متن

رولا ” بي بي ګل ” غني د ټایم د مجلې دغه انتخاب حیرانه کړې ده

د ټایمز مجله هر کال د نړۍ سل متنفذ شخصیتونه چې د ژوند په مختلفو برخو کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودلې وي، معرفي کوي چې سږکال د افغانستان د جمهور رئیس میرمن رولا غني هم په دغه لیست کې راغلې ده. د جمهور رئیس غني د میرمنې دفتر وایي، میرمن رولا " بي بي ګل " غني ویاړي چې د ۲۰۱۵ کال د نړۍ په سلو …

بشپړ متن

د افغانستان شل ولایتونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي

د افغانستان لوړو پوړو امینتي چارواکو د هېواد په یوشمیر ولایتونو کې د امنیتي پيښو زیاتوالي تایید کړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد ۱۱ ولایتونه د لوړ او نهه نور د منځنۍ کچې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي دغه څرګندونې د ولسي جرګې د کورني او دفاعي چارو کمیسیونونو په فوق العاده استجوابیه غونډه کې وکړې. ښاغلي علومي …

بشپړ متن

د ښځو د حقوقو څخه دفاع د افغانستان د جبهې په لومړې کرښه کې

فارن پالیسې خپرونې تردې سرلیک لاندې چې د ښځو د حقوقو څخه دفاع د افغانستان د جبهې په لومړې کې کرښه ده د بخښنې د نړېوال سازمان د مشرپه قلم یوه مقاله خپره کړې. سلیل شیتي د خپلې مقالې په پیل کې د لغمان ولایت د ښځو د چارو د رئیسې شاه بي بي د ژوند کیسه بیانوي چې څو ځلي د وژلو ګواښونه ورته شوي او یو بل ولایت …

بشپړ متن

نړۍ والو رسنیو دفرخندې وژنه دښځو لپاره دبدلون پیلامه څېړلې

ډېلي بریز نشریې په یوې مقالې کې دا پوښتنه مطرح کړې چې آیا د فرخندې وژنه به په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دود بدل کړي؟ دا مقاله د هغې نجلۍ د ژوند په کیسه پیلیږي چې مستعار نوم یې آمنه دی. آمنې ډیلې بریز ته ویلي چې، "زه اوس هغه نجلۍ نه یم چې یوه اونۍ وړاندې وم. د فرخندې وژنې په ما کې بدلون راوستی …

بشپړ متن