کور / رسنۍ (پاڼه 2)

رسنۍ

نړۍ والو رسنیو دافغانستان په تړاود جان کېمپبل تحلیل څېړلی

دې ډیپلومات انلاین مجلې The Diplomat Magazine په یوه مطلب کې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو د نیمګړتیاوو په اړه د ناټو ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل یوه وروستۍ وینا تحلیل کړې ده. جنرال کېمپبل د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې ویلي و چې د افغانستان پوځ د هوايي ځواک، د ګډو ځواکونو د عملیاتو د همغږۍ او استخباراتي معلوماتو د راټولولو او …

بشپړ متن

دطلوع تلویزون پر کارکونکو برید په نړۍ والو رسنیو کې

ګڼ شمېرلویدیځو ورځپاڼو او خپرونو د طلوع تلویزون پر کارکوونکو د ځان وژونکې برید په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي. واشنګټن پوسټ لیکي: طالبانو تېر میلادي کال د طلوع تلویزون د انتقادي خپرونو له له دغه چینل سره خپله دښمني اعلان کړه. طالبان ادعا کوي چې طلوع تلویزون غواړي په افغانستان کې بهرنی کلتور دود کړي. خو د واشنګټن پوسټ په وینا کتونکي او د ژورنالستانو ټولنې په …

بشپړ متن

په افغانستان او عراق کې د امريکا دجنګي ماموريت دپراخېدو په تړاو

فارين پاليسي: فارين پاليسۍ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان او عراق کې د امريکايي پوځيانو د ماموريت پر پراختيا ليکنه خپره کړې ده. د ليکنې په پيل کې راغلي يو کال وروسته له هغې چې په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت پايته ورسېد او له عراق څخه د وروستيو امريکايي سرتېرو د وتلو څلور کاله پوره شول، اوس په دواړو هېوادونو کې د امريکا جنګي رول …

بشپړ متن

دافغان امنیتي‌ځواکونو ستاینه په نړۍ والو رسنیو کې

ایکانومیک ټایمز خپرونې په وروستۍ ګڼه کې په بلخ ولایت کې د هند پر کونسلګرۍ د حملې په اړه لیکنه خپره کړې او په هغه کې یې له افغانستان سره د هند د مرستو د دوام په اړه د هند د صدراعظم د ژمنې یادونه هم کړې ده. د نشریې له لیکنې سره سم، د هند صدراعظم د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټېلفوني خبرو کې ټینګار …

بشپړ متن

نړۍ والو رسنیو په ۲۰۱۶ کال کې دافغانستان حالت اټکل کړی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د سترو تحولاتو او دا چې په را روان۲۰۱۶میلادي کال کې به حالات په څه ډول وي، یوه مقاله خپره کړې ده. واشنګټن پوسټ لیکي: د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولايي په ۲۹ نېټه افغان حکومت د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر مړینه تائید کړه. که څه هم چې د ملاعمر د مړینې د …

بشپړ متن

هلمند په نړۍ والو رسنیو کې

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼه لیکي، بریتانیايي کومانډو ځواکونه په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د جګړې ډګر ته تللي دي. د ورځپاڼې په وینا د بریتانیا لپاره هلمند او په تېره د سنګین ولسوالۍ مهمه ده، ځکه چې په تېرو ۱۰ کلونو کې بریتانیایي ځواکونو په هلمند کې قربانۍ ورکړې دي. ټایمز وړاندې لیکي، په افغانستان کې د بریتانیا له ۴۵۶ وژل شوېو عسکرو تر ۱۰۰ …

بشپړ متن

نړۍ والي رسنۍ افغانستان دامریکا او ایران تر موافقې وروسته څېړي

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی (افغانستان د ایران او امریکا له اټمي موافقې وروسته) ډیپلوماټ لیکي: د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ له اټمي موافقې وروسته د افغانستان په ګډون پرلوی منځنی ختیځ د دې موافقې د اغیزپه اړه بحثونه پیل شوي دي. خپرونه وايي، افغانستان د ایران او د نړۍ د …

بشپړ متن

داعش په افغانستان کې

نړېوالو رسنیو په کندز کار ښار کې پر یوه روغتون د امریکايي ځواکونو د هوايي حملې په اړه مطالب خپاره کړي دي. انډیپنډنټ انډیپنډنټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کندز پر یوه روغتون د امریکایي ځواکونو د هوایي برید له امله چې په کې روغتیایي کارکوونکي او ملکیان وژل شوي؛ ژوره خواشیني څرګنده کړې؛ خو هغې مرستندویه ټولنې چې دغه روغتون یې مخ …

بشپړ متن

افغانستان او پاکستان په نړۍ والو رسنیو کې

ډیپلوماټ خپرونې د (رش وي پانت) په قلم په یوه تبصره کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په وړاندې د هند د عکس العمل او د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې پر ستونزو رڼا اچولې ده. ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د وروستیو خونړیو پېښو او د افغانستان له لوري له پاکستان سره د هغو د ارتباط ورکولو په اړه تفصیل خپور کړی او بیا یې …

بشپړ متن

دطالبانو نوی مشرتابه او دسولي خبري !

نړېوالو رسنیو تر ډېره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه مطالب خپاره کړي دي. نیوز ویک: د نیوز ویک مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او د طالبانو د فعالیتونو په اړه یوه لیکنه خپره کړې. مجله د دې لیکنې په پیل کې وايي؛ د طالبانو له نوي مشر سره د …

بشپړ متن

دکابل دشنبې ورځي‌ځانمرګی په نړۍ والو رسنیو کې

اکثرو لوېديځو ورځپاڼو په کابل کې پر پرونۍ ځان وژونکي حملې تمرکز کړى چې د څو بهرنيانو په ګډونيې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اړولي دي. وال ستريت ژورنال: د امريکا چاپ والس ټريت ژورنال ورځپاڼه ليکي؛ په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حملې د بهرنيانو د موټرو کاروان په نښه کړى. د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب اله دانش ورځپاڼې ته ويلي؛ د چاودنې …

بشپړ متن

بریتانوي پوځ بیا افغان جګړې ته ورودانګل

بریتانوي ډیلي ریکورډ خپرونه لیکي، بریتانوي ځانګړي ځواکونه بیرته د افغانستان په جګړه کې ښکیل شوي او په دې هېواد کې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو په وړاندې جګړه مخ ته وړي. د خپرونې په وینا دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون یوکال مخکې د افغانستان جګړه ختمه اعلان کړې وه. د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو غړي له امریکایي خاصو ځواکونو سره تقریبا …

بشپړ متن