کور / رسنۍ (پاڼه 10)

رسنۍ

لاس انجلس ټایمز دکرزي میراث او وال سټریټ ژورنال د پاکستانې طالبانو موضوع څېړلې

مریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د جمهور رئیس کرزي د واکمنۍ د میراث او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستانې طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو په اړه مقالې خپرې کړي دي.   لاس انجلس ټایمز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیسې سیما ثمر هغه خبرې راخیستې چې نوموړې شپږ میاشتې وړاندې په ارګ کې له جمهور رئیس کرزي سره …

بشپړ متن

دمرګ پیغام رسونکی ډاکتر عبدالله عبدالله

په دې مقاله کې د عبدالله سابقې ته کتنه شوې او داچې د افغانستان پښتانه د هغه په اړه څه فکرکوي د یوشمیرکسانو څرګندونې را اخیستل شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په نویمه لسیزه کې کله چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اورونه بل وو، ځینې خلکو عبدالله  د مرګ پیغام رسونکی باله. هغه وخت ښاغلي عبدالله په دی شهرت موندلی وچې د حکومت د یوه چارواکي په …

بشپړ متن

د ډیپلومات خپرونې د افغانستان پر ټاکنو تفصیلي‌مطلب خپور کړی

د ډیپلومات خپرونې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر دوهم دور یو تحلیلي مطلب خپور کړی او لیکي، د انتخاباتو لومړی دور چې قاطع ګټونکی یې نه درلود  دوهم دور به یې ولسمشرغوره کړي او که به بیا د بن پروسه تکرار شي؟   خپرونه د افغانستان معاصر تاریخ ته په اشاره لیکي، له ۱۷۴۷ کال راهیسې چې افغانستان خپل سیاسي هویت تثبیت کړی، ۲۸ واکمنانو د دې …

بشپړ متن

واشنګټن پوسټ دامریکا او افغانستان پر امنیتي تړون بحث کړی

یو شمیر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو بیا هم د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.   واشنګټن پوسټ:   واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دوهم پړاو ته د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو تلل په دې معنا ده چې؛ حامد کرزی به د څو نورو اونیو لپاره په واک کې پاتې وي.   ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره …

بشپړ متن

اکانومسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان ټاکنې را اخیستې

نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړي دي: اکانومسټ: اکانومسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی؛ چې په کې راغلي:   د انتخاباتو د دوهم دور لپاره د نیټې په اعلانېدو سره د سیاسي معاملو او جوړجاړیو لپاره هڅې هم پراخې شوي دي.   اکانومسټ …

بشپړ متن

نیویارک ټایمز ورځپانې د افغانستان د انتخاباتو د وروستۍ پایلي….

نیویارک ټایمز ورځپانې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستۍ پایلې او د دوهم دور انتخاباتو د نیټې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.   ورځپاڼه لیکي: که څه هم چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله ترټولو مخکې دی خو د ورځپاڼې په باور د لومړي او دوهم پړاو انتخاباتو ترمنځ ټاکلی وخت کولی شي د دوهم دور په نتیجو اغیز ولري.   نیویارک ټایمز …

بشپړ متن

نړۍ والي‌ رسنۍ په بدخشان کې دمرستو دوېش پر ګډوډي غږېدلي‌

امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې  په وروستۍ ګڼه کې په بدخشان ولایت کې د ځمکې خوښیدنې له مصیبت ځپلو سره د مرستو په ویش کې د ستونزو او بریتانیا چاپ ورځپاڼې فایننشل ټایمز  په افغانستان کې د مسکو د نویو هلو ځلو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.   کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه په بدخشان ولایت کې د مرستندویه موسسو د کارکوونکو او د سیمې د خلکو له خولې …

بشپړ متن

د بدخشان پېښې د ګڼو لویدیځو ورځپاڼو پاملرنه ور اړولې ده

  د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي: هغه زرګونو بې ځایه شویو خلکو ته مرستې دوام لري چې د مځکې د ښوییدو په دې پېښه کې یې کورونه له منځه تللي دي.   ورځپاڼه زیاتوي، چې چارواکي ترخاورو لاندې د ژوندیو کسانو موندلو ته تر ډیره هیلمن نه دي.   وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې اب باریک د کلي د یوې پنځلس کلنې نجلۍ کیسه کړې چې په دې ناورین کې …

بشپړ متن

نړۍ والو رسنیو دبدخشان پر غمېزه تبصرې کړې دي

ډېرو لوېديځو ورځپاڼو د افغانستان په اړه خپلې تبصرې د بدخشان ولايت د جمعې د ورځې پېښې ته ځانګړي کړي دي.   نیویارک ټایمز:   نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، د بدخشان د يوه کلي ډېر کسان د غره د ښويېدو له کبله تر خارو لاندې شوي او ګڼ نور مجبوره شوي چې؛ له کورونو ووځي.   ورځپاڼې د ارګو ولسوالۍ د اب باريک غرني کلي ته د مرستو رسولو د …

بشپړ متن

ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې دنشيي توکو موضوع څېړلې

د برتانیا چاپ ټایم مجلې په افغانستان کې د نشه یي موادو موضوع څېړلې او ډیپلوماټ خپرونې بیا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه مطلب خپور کړی دی.   په افغانستان کې د مخدرو موادو په اړه ټایم مجلې لیکي؛ په دې هېواد کې د نشه یي موادو له منځه وړل ناممکن ښکاري.   ټایم وايي، افغان ځوانان هم په نشه يي موادو روږدې شوي …

بشپړ متن

ټایمز او واشنګتن پوسټ په افغانستان کې د پټو زندانونو مساله څیړلې ده

ټایمز او واشنګتن پوسټ ورځپاڼو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پټو زندانونو مساله څیړلې ده.   ټایمز ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې«بریتانیا د افغانانو د نیولو لپاره پټ زندانونه لري».   ورځپاڼې په دې مقاله کې د افغان پلاوي په وینا خبر ورکړی دی، چې په افغانستان کې داسې پټ زندانونه د بهرنیو په دوو اډو کې شته او په دې بندیخانو کې یو افغان پرته …

بشپړ متن

لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان دانتخاباتو د لومړنیو نتیجو اړخونه څیړلي

ه زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو کې په پرله پسې ډول د افغانستان د جمهوري ریاست د حمل د شپاړسمې انتخاباتو او د لومړنیو نتیجو د اعلان په اړه مقالي او مضمونه خپریږي او په افغانستان کې د سیاسي انتقال مساله له بېلابېلو اړخونو څیړي.   ګارډین:   انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "حد اقل، د افغانستان لپاره د هیلو وړانګې" ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او …

بشپړ متن