کور / رسنۍ

رسنۍ

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو د پوره کېدو په تړاو، د افغانستان د څو لسيزو مخکې وخت عکسونه خپاره کړي چې په افغانستان کې ارامي وه، پرمختګ و او خلکو هوسا ژوند درلود. د ليکنې په پيل کې راغلي، د اکتوبر پر اوومه امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پنځلسو کلونو پوره کېدل ولمانځل. د بزنس انسايډر …

بشپړ متن

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې راتلونکې میاشت د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دوه کاله پوره کېږي، د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلاف روانه میاشت علني شو. خپرونې هغو اختلافي مسئلو ته اشاره کړې چې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د روان اګسټ په نیمايي کې د ځوانانو …

بشپړ متن

په جرمني کې افغان بریدګر ترهه ګرو وو!

د اسلامي دولت په نامه تندلارې ډلې چې په داعش هم مشهوره ده، د یو تنکي افغان ځوان ویډیو خپره کړې چې په وینا یې، د جرمني د وروستۍ خونړۍ پیښې بریدگر و. په دې ویډو کې، اوولس کلن هلک چې په پښتو خبرې کوي او ویل کیږي چې ریاض احمد دی، یوه چاړه په لاس کې خوځوي او وایي داسې برید یې پلان کړی چې د فرانسې پیښه له …

بشپړ متن

داورلنډو پېښه له افغانستان او اسلام سره تړاو نه لري

سټارس اينډ سټرايپس امريکايۍ ورځپاڼه چې تر ډېره د امريکايي پوځيانو په باب ليکنې خپروي، په خپله پرونۍ ګڼه کې د ناټو د درېيو سرتېرو پر ټپي کېدو ليکنه خپره کړې ده. ورځپاڼه د ناټو په حواله ليکي چې دغه درې سرتېري بګرام هوايي اډې ته نژدې هغه وخت ټپيان شول چې موټر يې پر يوه منفجره وسيله وربرابر شو. د ناټو چارواکو د دغو سرتېرو د هويت په اړه …

بشپړ متن

قبايلي دود دستور او د طالبانو زياتېدونکى افراطيت

له امريکا دې خپرېدونکې ورځپاڼې په غور ولايت کې د وسله والو له خوا د يوه ځوان د وحشيانه وژنې په باب يوه ليکنه خپره کړې ده. د ليکنې سرليک دى: يو ځوان ژوندى پوست کړاى شو، ايا دا د طالبانو د نوي وحشت نښه ده؟ واشنګټن پوسټ ليکي: د افغانستان په يوه ليرې پرته سيمه کې د زرګونو کلونو حاکم قبايلي دود دستور او د طالبانو زياتېدونکى افراطيت د …

بشپړ متن

پر محاکمو بریدونه په نړۍ والو رسنیو کې

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي سټار په خپله پرونۍ ګڼه کې په لوګر ولايت کې پر استنياف څارنوالۍ پر پرونۍ وسلواله حمله ليکنه خپره کړې ده. پرون تر غرمې مخکې پر دې څارنوالۍ په داسې حال کې حمله وشوه، چې د استنياف څارنوالۍ لپاره نوى رئيس محمد اکرم نجات معرفي کېده. ډېلي سټار ورځپاڼې دا حمله، د سخت دريځو وسلوالو له خوا پر عدلي او قضايي مامورانو د بريدونو يوه …

بشپړ متن

دملا منصور وژنه او دطالبانو راتلونکی

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي. د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي: د طالبانو د نوي مشر په ټاکل کېدو سره مختلفو کړېو بېلابېل توقعات څرګند کړي دي. افغان حکومت هیله مند دی چې هبت الله اخونزاده به د سولې خبرو ته مخه کړي او طالبان بیا توقع لري چې نوموړی …

بشپړ متن

پر ملامنصور حمله د امریکا په پالیسۍ کې بدلون

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو پر مشر د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندوی و. ورځپاڼه د چارواکو په قول وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د منځګړتوب له ناکامېدو وروسته د طالبانو پر مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکو برید د امریکا په تېره پالیسۍ کې د بدلون نښه وه. د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د …

بشپړ متن

افغانستان او سږنی جګړه یز کال

فارن پاليسي خپرونې په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه مقاله خپره کړې ده. د دې مقالې عنوان، افغانستان به څنګه له ۲۰۱۶میلادي جنګي کاله ځان وژغوري؟ دی. مقاله لیکي چې د اپرېل په ۱۲مه طالبانو د خپلو پسرلنيو عملیاتو رسمي اعلان وکړ او سږ کال يې ورته عمري عمليات نوم ورکړی. مقاله ليکي چې په دې وروستيو کې د کندز او هلمند له پېښو …

بشپړ متن

نړۍ په خطر کې -کېون مککاراتی

د وار ان د راکس War On The Rocks خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د استازو جرګې د اکثریت د مشر کېوین مککارتي مقاله خپره کړې ده. د دې لیکنې عنوان یې دی"هغه زمانه رارسیدلې ده چې تر ډيره باید په افغانستان کې د ناکامۍ مخه ونیول شي." مککارتي لیکي: ده د ملي امنیت د استازېو ترڅنګ د استازېو په جرګه کې ولسمشراوباما ته یو لیک استولی او …

بشپړ متن

پر افغانانو اروپاته تلونکې لاري سختي شوې دي

لاس انجلس ټايمز په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزې ته کتنه کړې. لاس انجلس ټايمز ليکلي، افغان پناه غوښتونکي د اروپا سخت سرحدي تدابیرو تر ټولو زيات اغېزمن کړي دي. د ورځپاڼې په وينا، لږ تر لږه پنځه زره افغان پناه غوښتونکي د يونان او مقدونيه تر منځ پر پوله بند پاته دي. لاس انجلس ټايمز ليکي چې په اروپا کې د پناه غوښتلو بحران د دې لامل …

بشپړ متن

دافغانستان سوله او جګړه په نړۍ والو رسنیو کې

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپرونه کې د افغانستان د حکومت پر ځواکونو او طالبانو غږ شوی دی چې د سولې له خبرو سره د جګړې په تاکتیک کې بدلون راولي. د خپرونې په وینا، تمه ده چې تر دوو اونیو په لنډه موده کې په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي. د بشري …

بشپړ متن