کور / خبرونه (پاڼه 50)

خبرونه

طالبان نوی کومانډويې ځواک هلمندکې جنګوي

طالبان دپخواپه پرتله اوس پياوړي شوي ،دوی له القاعداوداعش څخه دنووجګړو اوانتحاري بریدونو چلوټي اوتفتیک زده کړی ،یوه نیول شوې طالب ادعاکړي چي د دوی په اصطلاح فدایي اویاسرتیرځواک اوس په تعروضی اوتهاجمې جګړوبرخه اخلي ،هغه ویلي چي ددې سرتیرودروزني ځانګړي استادان دي چي دوی حمایه اوبرجسته کوي،نیول شوي انتحاري طالب ویلي چي دسپورټ اوباروتي چاودونکووسائل ترڅنګ دتعرضي جګړې روزنه هم ورکوي . چارواکي وايي دوی یاد روزل شوي وسله …

بشپړ متن

لغمان ګڼونښتوکې ۲قومندانان او۶ساتونکي وژل شوی

دلغمان مهترلام چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سيداحمد وژل شوى دى. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د رسینوته ویلي چې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سيداحمد تېر ماښام د مهترلام اړوند د حکيم اباد په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوى دى خو …

بشپړ متن

طالبان ادعاکوي چي دلښکرګاه ۱۸کېلومترۍ کې یو

  طالبان ادعاکوي چي دوی هلمند دسقوط سره مخ کړی دی ،هغوی دهلمندمرکزي ښارلښکرګاه ته په اتلس کیلومترۍ مې د دوی ځواکونه ځای پرځای شوې دی ،وايي چي نور افغان ځواکونو مرال بایللی ،ملت داربکیانوله ناسموکړنوپه تنګ شوی دي ،دوی ته همدې فرصت موقع په لاس ورکړي چي ملي او ولس خلګ دځان کړي ،جګړه خپله د دوی کیدای شي. په ملي شورا کې د هلمند استازي وايي، چې د …

بشپړ متن

اتمرد ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په دوام له خپل ایراني سیال ښاغلي علي شمخاني سره تر لېدنې وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظریف سره وکتل. په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نشه یي توکو مخنیوي …

بشپړ متن

هلمند کې د پاکستانیو کلدارو په چلند بندیز ولګیده

د هلمند والي د ښار هټیوالو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلوونکو دوو اوونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي. د هلمند والي  حیات الله حیات د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کاروونه جرم ګڼل کیږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي. د هلمند والي له ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین …

بشپړ متن

اجرائیه ریس دتیرپه ډول تذکروطرحه بدله کړې

  دافغانستان اجرائیه ریس عبدالله عبدالله دتذکروپه بدلون باندې نوې طرحه وړاندې کړي چي معنی يې هم هغه تیربغاوت اوسرکرشي ته ورته بللې . دمشرانو جرګې اوځينونورو دولتي مشرانو سخت غبرګون ښودلی چي بیاهم دافغانیت او اسلاميت په وړاندې یوچل جوړول دي د مشرانو جرګې د غړو په استازيتوب د د غې جرګې یوه غړي زلمي زابلي رسنیو ته وویل چې دا طرحه مشرانو جرګې ته د منلو وړ نده …

بشپړ متن

ننګرهارکې ۲۱داعش وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۱ داعشیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي. د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ډلې دغه غړي د افغان ځواکونو په تهاجمي او تعرضي عملیاتو کې و ژل شوې دي. دفاع وزارت وایي د دغو عملیاتو په لړ کې د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې هم …

بشپړ متن

پکتیکا کې پرملکې وګړو ۲چاودنې شوې

  افغان چارواکي په پکتیکا ولایت کې د ماین د چاودنو په دوو جلا پیښو کې د لسو ملکي وګړو د مړینې خبر ورکوي. د پکتیکا د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې دلارې پر یوه خښ شوي ماین برابر شواوسپروپکې ژوند له لاس ورکړ. اتل همداراز ویلي دي چې پنځه نور کسان پرون مازیګر هغه …

بشپړ متن

اندړو کې روانې جګړې ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړې

  د غزني په اندړو ولسوالۍ کې  اوس مهال جګړه روانه ده  د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنه نښته پیل شوې امنیتي ځواکونه وايي  طالبان د ولسوالۍ د نيولو هڅې کوي که بېړنې مرسته اودمه ځواکونه ورته ونه رسیږي له سقوط سره دمخکېدوپه حال  کې دی. دغزني چارواکي په دې پوهیدلي چي امنیتي ځواکونه کمزوري شوي طالبانو پراخ تهاجمې حمله پیل کړې ده ،د غزني امنيه …

بشپړ متن

لوګرخاکجبار دلارې امنیتي قوماندان ووژل شو

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د ازرې او خاکجبار ولسوالیو د لويې لارې د ساتنې قوماندان د خپلو څلور نورو ملګرو سره د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. دلوګرولایت ویاندرسینوټه ویلي چي  د ازرې-خاکجبار د لويې لارې د ساتنې د عامه نظم د پولیسو قوماندان سمونیار عبدالستار او څلور ساتونکي يې د جمعې ورځې ناوخته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول هغه …

بشپړ متن

زابل ترافیکي پښه کې ۳تنه وژل شوي

د زابل په ښهر صفا ولسوالۍ ځايي چارواکې په یاده ولسولۍ کې  په یوه ترافیکي پېښه شوې چي له امله يې  درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د ښاري صفا ولسوال عبدالصمد دراني رسنیوته دپېښې په مهال ويلي  چي تېره ورځ ناوخته د کندهار – زابل ترمنځ په ښاري صفا ولسوالۍ کې د یوه فلډرموټر او یوه مازدا موټر د ټکر په پېښه کي دري …

بشپړ متن

کندزکې شاهین ځواک د۱۸وسله والو دژولو ادعاکوي

د افغانستان شمال کندزکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکنې ځواکونو د کندز په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي دوی وايي چي په دې برېدونو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۴ تنه یې هم ټپیان شوي دي. نوموړی وايي چې په وژل شویو کسانو د طالبانو یو مهم قوماندان سیف الله …

بشپړ متن