کور / خبرونه (پاڼه 30)

خبرونه

ننګرهارکې ۳۳داعش وسله وال وژل شوي

ویل کیږي چي په تیرو۲۴ساتونوکې د داعش په ګڼو مرکزونو اومشکوک ځایونو بریدونه ترسره شوي چي له امله يي ۳۳داعشان وژلي دي. د افغانستان د امنیتي سرچینو  د خبر له مخې  د نوموړي هیواد  په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې  د داعش پر خلاف په روانو هوايي عملیاتو کې  په لسګونو تنه  داعشیان له منځه  وړل شوي دي. د سرچینې د خبر له مخې په ننګرهار ولایت کې  د …

بشپړ متن

کابل کې دتیلویوه سترټانک(پمپ) اوراخیستی

دکابل امنیتي چارواکوویلي چي د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې د تیلو یو ټانک اور اخیستی دی خودکابوکیدولواطفايي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي. د کابل د امنیي قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي رسینوته ویلي چې دا پېښه نن سهار شوې چي لاتراوسه یې لامل نه دی څرګند تر اوسه د دغې اور لګیدنې لامل نه‌دی معلوم خو ویل کېږي چې سیمې ته د اور وژنې کار کوونکي تللي …

بشپړ متن

جوزجان کې دوستم په ساتونکوبرید ترسره شوی دی

په جوزجان کې پرون دوشنبې د افغانستان د ولسمشر د مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ساتونکو پر یوه کاروان وسله‎والو برید ترسره شوی چي له امله یې یوکس معمولي ټپي شوی دی. د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني رسینو ته  ویلي چې وسله‎والو کسانوغوښتل د دوی کاروان محاصره کړي ،خودوستم ځواکونه له حالاتواوسیمې سره بلد وو قوماندان ویلي چي یاده پېښه د خواجه دو کوه ولسوالۍ په رحمت اباد …

بشپړ متن

دننګرهاربټي کوټ په سړک دموټروټکرله امله ۳تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایت  ځايي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د جلال اباد څخه دتورخم په لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د شینوارو کلا په سیمه کې د۲موټرودټکر دپېښې له امله ۳ تنه وژل شوي دي. د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي، دغه پېښه د ټوډي او هينوګاډۍ موټر د ټکر له امله رامینځ ته شوي چي  په وژل شویوکسانو کې دوه تنه د یوې کورنۍ غړي دي ،خوهغه زیاته …

بشپړ متن

ننګرهارکې وسله والو۲قومي مشران وژلي

دننګرهارځايي چارواکي وايي چي د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو دوه ولسي سپين ږيري له موټرڅخه کوز کړي اوبیایې وزلي دي. د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب د رسنیوته ویلي چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ د سياچو په سیمه کې رامنځته شوې ده چي له امله يې دوه ولسي مشران وژل شوي دي. ځايي چارواکوپه یوه لیږدول شوي خبرکې لیکلي چي داقومي …

بشپړ متن

ولسمشردهندپه پوځي اډه مرګونی برید په کلکه وغندی

ولسمشردهندپه پوځي اډه مرګونی برید په کلکه وغندی  له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چي  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په اوري سیمه کې د هند پر یوې پوځې اډې په ننني تروریستي برید چې له امله یې د هندوستان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خواشیني څرګنده کړه د هېواد جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال …

بشپړ متن

په دوبۍ کې دافغان انرژۍ جوړولوکانفرانس نن پرېکړه کوي

  په دوبۍ کې د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت لخودائره شوې دوه ورځني کنفرانس   به نن پرېکړه کوي چي دافغانستان انرژۍ په کوم کیفیت اومعیارسره ورغیږي   چې هدف‌یې د انرژۍ په سکټور کې په افغانستان کې د پانګوالو هڅول دي. د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په دوبۍ کې د دې کنفرانس پرونۍ غونډې ته وویل، افغانستان د برېښنا د تولید پروژو د تمویل …

بشپړ متن

مشرانوجرګې دحزب اودولت دسولې تفاهم لیک ملاتړکړی

د افغانستان مشرانو جرګه وافغان ولسمشرپه ملاتړدولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تفاهم لیک څخه خپل ملاتړپه دسې مهال  اعلان کړچي ځینې ناڅرګنداشخاصویې مخنوی کولو. د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې اکثر سناتورانو ټینګار کاوه چې باید ژر تر ژره د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه لاسلیک شي د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار بیا پر …

بشپړ متن

دافغاني حاجیانوراستنېدولومړۍ الوتکه تیرماښام رارسېدلې

د حج او اوقافو وزارت چارواكي وايي، چې د افغان حاجيانو لومړنۍ ډله تېره شپه له دحج له مقدسي فرضي داداکولو څخه وروسته كابل ته راورسېدله . د دې وزارت مرستيال داعي الحق عابد وایي، چې د افغان حاجيانو لومړنۍ الوتکه تېره شپه کابل ته رارسیدلې ده د هغه په وينا؛ د جوړ شوي پلان له مخې ټاكل شوې تر راتلونكیو شل ورځو ټول افغان حاجيان بېرته هېواد ته راستانه …

بشپړ متن

افغان ملي امنیت دحقاني شبکې مسلکي ډله نیولې ده

افغان ملي امنیت ادعاکوي چي د دوی ځانګړو ځواکونو په پکتیاکې دحقاني شبکې هغه فعاله انتحارجوړنکي ۶کسیزه ډله نیولې چي څومیاشتي يي ددې ولایت په اړونده سیمه کې امنیتي ستونزې رامینځ ته کړې وي.  د ملي امنیت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ځانوژونکو او بمي برید کوونکو لارښونه کوله او په یو لړ نورو ترورېستي فعالیتونو …

بشپړ متن

د ننګرهار اچین ولسوالي کې هوایي ځواکونو ۱۷ داعشان  وژلي

د ننګرهار اچین ولسوالي کې هوایي ځواکونو ۱۷ داعشان  وژلي د ننګرهارځايي چارواکي وايي چي  په اچین ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو دبرېدونو په پیله کې  ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي اوګڼ نوریې ټپیان شوي دي. دختیځ زون   ۲۰۱ ملي ځواکونو ویاند شیرین آغافقیري و يلي، یاد برېدونه تېره ورځ مازیګر ناوخته د دې ولسوالۍ په مامندرې سیمه کې دافغان هوايي ځواکونو مټ ترسره شوي چي له امله یې …

بشپړ متن

ننګرهاراولغمان ته برېښنادوسله والو په خوښه راځي

دننګرهار اولغمان برېښناهغه مهال بیرته فعاله شوه چي له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي دوې اوونۍ  مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو له لوري غوڅ شوی وو چي نن یې دتړلو چارې بشپړې شوې. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک رسینوته ویلي  چې له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي ١٣ ورځې مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې …

بشپړ متن