کور / خبرونه (پاڼه 3)

خبرونه

زابل کي څلور وسله وال مړه او ټپیان شوي

د زابل په شاجوي کي چارواکي وايي د عملیاتو په څلورمه ورځ دوه وسله وال طالبان وژل شوي دوه ټپیان شوي او دوه ژوندي نیول شوي . د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال خبریال ته وویل چي د نیول سوو وسله والو سره یو شمیر وسایط او وسلې هم نیول شوي . د سیال په وینا دغه عملیات اوس هم جریان لري. سیال په علمیاتو کي د حکومتي …

بشپړ متن

ننګرهار کي د یو قوماندان په ګډون ۴ داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خپره شوي خبرپآڼه کي ویلي چي د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو کنډو کلي کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید له امله د یو قوماندان په ګډون ۴ داعش وسله وال ووژل شول . د سرچنې په وینا دغه وژل شوي داعشیان ټول بهرنیان دي . د ننګرهار چارواکي تقریبا هره ورځ په دغه ولایت …

بشپړ متن

په کندهار د پولیو ضد کمپاین پیل سو

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مئسولین وايي، چي دا د ۲۰۱۶ میلادي کال وروستي دوره کمپاین دي چي په ترځ کي به يي په ټوله کندهار کي پنځه لکه پنځه دیرش زره د پنځو کالو کم کوچنیان واکسین سي  دوشنبه،سه شنبه او چهارشنبه د کندهار په شمول په ټوله جنوب زون کي د پولیو د دري ورځني کمپاین ورځي دي. د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر موسي جان …

بشپړ متن

 هلمند: اوه لکه يوولس زره ماشومان به واکسين سي 

د هلمند ولايت روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې د پوليو پرضد روان کمپاين کې به اووه لکه يوولس زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين سي  . دغه څرګندوني نن د پوليو پر ضد د روان ميلادي کال واکسين کماپن د لسمې دورې د پېل په مراسمو کې وسوې . د عامې روغتيا رياست استازي ډاکټر محمد صديق قانع وويل چې د پوليو پر ضد دغه روان کمپاين به څلور …

بشپړ متن

همدا شیبه د کندهار په میوند ولسوالۍ کي چاودنه شوي

همدا اوس لس نیمي بجې د کندهار په میوند ولسوالۍ په بېبانک سیمه  کې د ملکي خلکو پر موټر د سړک دغاړي ماین چاودنه شوي . دکندهار د والي ویاند صمیم خپلواک خبریال ته وویل چي په چاودنه کې د یوې میرمني په ګډون څلورته ټپیان شوي . د خپلواک په وینا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د ملکي خلکو موټر له کوره ولسوالۍ ته پر لاره …

بشپړ متن

نورستان کي ۱۵ طالبان وژل شوي

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې په برګمټال ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوی او ۵ ټپیان دي. د برګ مټال ولسوال محمد اسماعیل نن رسنیو ته وویل یادو طالبانو ته تېره شپه ناوخت هغه مهال  مرګ ژوبله واوښتله چې غوښتل یې په دغه ولسوالۍ حمله وکړي. ښاغلی اسماعیل زیاتوي افغان امنیتي ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو  له مخېپر هغوی حمله وکړه او د دوی پلان …

بشپړ متن

لغمان: یو سیمه ایز پولیس د سړک غاړې ماین چاودنې وژلی

  په لغمان کې یو سیمه ایز پولیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو. د دې ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، نن سهار شاو خوا اته نیمې بجې د الیشنګ په باد رو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې په کې سیمه ایز پولیس عرفان الله وژل شوی. تر اوسه د دې چاودنې مسئولیت کومې وسله والی ډلې نه دی منلی.

بشپړ متن

ننګرهار:اوه داعش وسله وال وژل سوي

  د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې اووه داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په لنګرې کنډو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اوه داعش وسله وال وژل سوي دي.مشرقوال وایي، په برید کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. داعش وسله والو تر اوسه په دې …

بشپړ متن

په ترینکوټ کې د ۲۱۷۳ بیځایه شویو سره مرسته وشوه

د اروزګان ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خبریال ته په را استول شوي خبرپاڼه کي راغلي چي دغه مرستي د(WFP, UNCHR, UNCIF) مرستندویه ادارو له لوری چمتو شوي وي، چې نن د ارزګان مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان، د ولایتي شورا وکیلانو او د اړونده ادارو د استازو په حضور کې پر اړمنو کورنیو وویشل شوي. د سرچنې په وینا دا مرسته د هغه کورنیو سره وشول چي  د وروستیو جګړو …

بشپړ متن

زابل کي په دو جلا جلا پیښو کې شپږ کسان مړه او ټپیان دي.

د زابل د شینکۍ ولسوال خبریال ویب پاڼي ته وویل چي ددې ولسوالۍ  په عمرزو کلي کي د ملکي وګړو پر زرنج موټرسایکل چاودنه سوې او پر مهال یې دوه کسان وژل سوي او دوه ټپیان دي . د ولسوال په وینا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوي کله چي د ملکي خلکو زرنج موټرسایکل د سړک پر غاړه د یوه ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو . بلخوا …

بشپړ متن

په زابل کي درې  محلي پولیس مړه او درې نور ټپیان شوي.

د زابل پر ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو په حمله کي درې  محلي پولیس وژل شوي او درې  نور ټپیان دي ځايي چارواکي وايي چي  دغه حمله نن سهار وختي د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د چمن پر پوسته شوي.  یوه چارواکي چي نه غوښتل نوم يي خپور شي خبریال ویب پاڼي ته وویل چي د طالبانو په دغه حمله کي درې محلي پولیس وژل سوي تو درې  نور ټپیان دي …

بشپړ متن

دلغمان والي لخوادمیلادنبي دنمانځنې لپاره یوه پراخه غونډه جوړه شوې

لغمان والي د دیني عالمانو له لوري په تقدیر نامه وویاړل شو. دلغمان ولایت مطبوعاتي دفترڅخه خبریال ویب پاڼې ته په یوه رالیږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي د میلاد نبي د نمانځنې او د محمد ص د سیرت په ویاړ جوړې شوې کلنۍ غونډه کې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له کارونو هم ستاینه وشوه او په تقدیر نامه وویاړل شو. ښاغلی نعیمي د دیني عالمانو سره …

بشپړ متن