کور / خبرونه (پاڼه 2)

خبرونه

په نیمروز کې د ترانسفرمر جوړوونکي شرکت کار پیل کړ

   په نيمروز ولايت کې د ترانسفرمر تولېدوونکي لومړي شرکت د ٧،٥ ميليونه ډالرو په پانګونې سره کار پيل کړ. د فابريکې مشر حاجي ظاهر وويل چې هره ورځ به شاوخوا ٨٠ کسان په ياده فابريکه کې په کار بوخت شي او توليد شوي ترانسفرمرونه به يې پر نيمروز سربېره، کندوز، تخار او غزني ولايت ته هم صادر شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې فابريکه يې د …

بشپړ متن

په هلمند کې ۲۱ وسله وال طالبانو وژل سوي

   په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې ٢١ طالبان وژل سوي او شپږ نور ټپيان دي. په هلمند کې د ٢١٥ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول رسنیو ته وويل چې تېره شپه  د لښکرګاه  ښار درېیمې حوزې اړوند په  بشران سیمه کې هوايې بمبار سوی او کوماندويي ځواکونو هم چاپه وهلې ده. د هغه په وينا، د يادو بريدونو پر مهال ٢١ …

بشپړ متن

  بشري حقونوخپلواک کمېسیون دایشچي دقضیې سولیزحل غوښتی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولوي عبدالرحمن هوتک د احمد ایشچي قضیه د اندېښنې وړ ګڼي اوله افغان دولت یې ددې قضیې په اړه جدې اوشفافه څیړنه غوښتې ده. دبشري حقونودخپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالرحمن هوتک نن یوې سرچنې ته ویلي چي  دولت باید د احمد ایشچي قضیې په اړه بې طرفانه څېړنه وکړي او نتیجه یې له ملت سره شریکه کړي . دولسمشرلومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او …

بشپړ متن

کندزکې ۵ وسله والودماین ښخولوپه مهال وژل شوی

دکندز امنیتي چارواکوویلي چي تیره ورځ غرمه مهال دوسله والو طالبانو ۵تنه دماین خښولو په مهال وژل شي . چارواکوویلي چي وسله والوطالبان هغه وخت دخپل ماین ښکارشول چي کله یې په عام لاره د دولتي ساتونکولپاره ماین خښاوه ورباندې چاودلی دی. په همدې اړه په کندوز کې د پولیسو د  ۸۰۸ سپین زر زون مطبوعاتي دفتر مسئول محفوظ الله اکبري وایي، چې تېره ورځ له غرمې وړاندې د کندز …

بشپړ متن

دایکندي په نوه میش کې دموټرچپه کيدوله امله ۸تنه وژل شوي

تیره ورځ په دایکندي ولایت کې دسړک دخرابوالي له امله د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې  لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول اودوه تنه نورژوبل شوي دي . په همدې اړه د دایکندي د والي ویاند شیر محمد انتظار پرون سې شنبه یوې سرچنې ته ویلي  چې پېښه په نوه میش ولسوالۍ کې شوې چې ۲ تنه په‎کې زخمیان شوي دي هغه زیاته کړه چې موټر …

بشپړ متن

په هرات کې د موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۱۷ ټپیان دي

 په هرات کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يو کس مړ سوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه نور ټپيان دي. د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد رسنیو ته وويل چې تېره شپه د هرات- ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لار ترافيکې پېښه رامنځته سوې ده. هغه وويل: ((يو مسافر وړونکي موټر ته تخنيکي ستونزه پيدا شوې وه او بيا يې موټر چپه سوى دى.)) د …

بشپړ متن

په کندهار کي د عامه نظم پولیسو دوه وسله وال وژلي

دکندهار مطبوعاتي دفتر مسوول صمیم خپلواک خبریال ته وویل چي  د عامه نظم پولیسو تیره ورځ د بند تیمور په سیمه کي د عملیات پرمهال دوه وسله وال وژلي دي. د خپلواک په وینا  امنیتي ځواکونو په سیمه کي پنځه کړۍ ماینونه هم شنډ او له منځه وړي . خپلواک وايي  عملیات اوس هم جریان  لري  او امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي رسیدلي . وسله والو طالبانو تر اوسه …

بشپړ متن

رامي سليبا د جنوبي زون لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې نوي مسؤول ټاکل سوي دي

د جنوبي زون لپاره د ICRC یا سره صلیب د نړیوالي کمیټې نوى مسؤول رامي سليبا له کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په داسي حال کي ولیدل چي د دې ادارې مخکینی مسؤول رومان پارمونوف هم حاضر وو .  د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خبریال ته پر رالیږل سوي خبرپاڼه کي ویل سوي چي ښاغلي پارامونوف کندهار والي ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او …

بشپړ متن

زابل: د دوو طالبانو په ګډون له چاودېدونکو توکو ډکه سراچه له منځه یوړل سوه

  چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوې د وسله والو طالبانو سراچه موټر  يې له منځه وړى دى. د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال  وزير محمدجوادي رسنیو ته وويل چې دولتي ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي. هغه زياته کړه چې نن تر غرمې وروسته ددې عملياتو پر مهال د ولسوالۍ د موسى زو  …

بشپړ متن

د کندهارملي امنیت ۶  وسله وال د بریدونو په تور نیولي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر خبریال  ته په یوه رالیږل شوي  خبرپاڼه کي ویلي چي دغه  ۶ نیول شویو کسانو په وسله والو فعاليتونو کي  لاس درلود او په کندهار او زابل کي يې پر امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بريدونه کول. په خبرپاڼه کي راغلي چي  د تورونو کسانو هویت د محکمې تر پریکړي پوري نه شي په ډاګه کیدلای وسله والو طالبانو تر اوسه د نیول شویو کسانو په …

بشپړ متن

په بدخشان کي یوه لس کلنه انجلۍ وژل سوې او دوه کسان ټپیان دي

  په بدخشان کې امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې يوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري رسنیو ته وويل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې ، يو مسافر وړونکى موټر د شغنان ولسوالۍ نه فيض اباد ته  روان و چې بهارک- فيض اباد …

بشپړ متن

لوګر کې د۱۸میلیونوپه لګښت د پنځو ښوونځیو چارې بشپړې شوې

په لوګر ولایت کې د څه کم اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د احاطې دیوالونه اونور اړوند ملحقات ورغول شول. د لوګر ولایت رسنیو دفتر په یوه لیږدول شوي خبرکې ویلي چې یاد شمیر ښوونځيو ته د احاطې دېوالونو، د اوبو څښلو څاه ګانو، کانکریټي کثافت دانیو، تشنابونو او نورو ضروري ملحقاتو د جوړونې چارې بشپړې شوې. خبرکې ویل شوي چی دښونځیوټولې رغنیزه چارې بشپړې شوې …

بشپړ متن