کور / خبرونه (پاڼه 19)

خبرونه

ناټومنلې چي ۴امریکايي پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې

تیره ورځ دامریکا په پوځيانو دیوه چریکي لخوابریدترسره شوچي هغه کې یوامریکامړاودرې نوریې ټپیان شول دهمدې پخلي په خاطرنن ناټوهم منلې چي دڅلوربهرنیانوته په کابل کې مرګ ژوبله اوښتې ده. په همدې اړه ناټوماموریت مطبوعاتي دفترویاند ویلي چي  ، د دوی دوه تنه امریکایي سلاکاران په کابل کې ووژل شول. د ناټو په وینا یو وژل شوی پوځي او بل یې ملکي دی د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي …

بشپړ متن

سعودي دافغانستان دسولې لپاره داسلامي نړۍ دعلماؤکنفرانس جوړوي

افغانستان اجرائیه ریس عبدالله دسعودي په سفرکې دنورو موضوعاتو ترڅنګ داسلامي نړۍ دعلماء یوکنفرانس د دائرولوغوښتنه کړې ده ،هغوی هم ورسره منلې چي دوی به ورته داسلامي کنفرانس یوه ستره غونډه جوړوي. د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له سعودي چارواکو سره موافقه وکړه چې په لنډ راتلونکې کې د افغانستان په اړه د اسلامي علماو یو کنفرانس جوړ شي. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل رسنیوته ویلي چي …

بشپړ متن

ننګرهارکې دطالبانواوداعش په مینځنۍ جګړه کې ولسي کورنه سوځل شوي

ننګرهارځايي چارواکوپه یولیږدول شوي خبرکې رسنیوته ویلي چي  په پچیراګام ولسوالي کې داعش او طالب وسله والو ترمنځ توده جګړه نښتې چي اوس لاهم دوام لري. په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم او غږ نه خپراوي په شرط رسنیوته ویلي چې نښته د پاس پچیر په سیمه کې د سهار له څلورو بجو راهیسې پیل شوې چې اوس هم دوام لري سرچینه وایي، په دغه نښته کې دواړو …

بشپړ متن

ملګروملتونو وايي ۹میاشتوکې ۲۵۶۲ملکي وکړي وژل شوي

دملګروملتونوسازمان (یوناما)یوځل بیا په افغانستان کې دملکي خلکودوژلوپه اړه تحقیقات کړي چي په تیرو۹میاشتوکې ۲۵۶۲ ملکي وګړي وژل شوي دي. یوناما نن په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې په دې جریان کې ۵،۸۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي په دغه راپور کې د حکومت مخالفې ډلې د ملکي وګړو په وژنو کې۶۱ فیصده او همدارنګه ۲۳ فیصده نور دولت پلوي ځواکونه ښکیل ګڼل شوي دي یوناما همدارنګه په دې …

بشپړ متن

ارګ : افغان دولت مخالفینوسره دباعزته سولې هوډکړی

دافغانستان پلازمینې ارګ مطبوعاتي دفترپه یوه لیږدوشوي خبرکې رسنیوته ویلي چي افغان دولت دیوې  دایمي او باعزته سولې اراده لري او دې هدف ته د رسېدو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي. د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې پرون خبر ورکړ چې د افغانستان د استخباراتو مشر محمد معصوم ستانکزی او د طالبانو له لوري ملامنان اخوند په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي او د …

بشپړ متن

په بلخ کې دکورنیو تولیداتو نندارتون پرانستل شو

په بلخ کې  د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانستل شو دبلخ ولایت دکلتورچارواکوپه یوه لیږدول شوی خبرپاڼه کې ځايي رسنیوته ویلي چي تیره ورځ دیاد ولایت په بازارکې دکورنیوتولیداتونندارتون وړاندي شو. دا نندارتون د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې تمویل کړی او هدف یې د کورنیو محصولاتو لپاره د ښه بازار موندل وو په‎دې نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع او د کوچنیو شرکتونو محصولات د بازاریابۍ لپاره نندارې ته …

بشپړ متن

محمد ګلاب منګل د ننګرهار ولایت دوالي په توګه ټاکل شوی.

   د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي پرون سې شنبې رسنیو ته په یوه لیږدول شوي خبرکې څرګنده کړه چې ښاغلی منګل د دې ولایت قومي جوړښت ته په پام، د ولسمشر د ځانګړی فرمان له مخې والي ټاکل شوی دی. عطاالله خوګیاڼی وايي: ګلاب منګل له قومونو سره اړیکې لري او ننګرهار کې بېلابېل قومونه مېشت دي. موږ خوشبین یو چې هغه به د ننګرهار د ولسونو په …

بشپړ متن

دلویې پکتیاځوانانودملي اردولخوادمحصل دتوهي په ضدغونډه کوي

دوې ورځې وړاندې په زرمت ولسولۍ کې ملي اردو ځواکونویومحصل  څخه جامې ایستلې اودهغه سپکاوی یې کړی په همدې خاطردلویې پکتیاځوانانوټولنې دیوې ستره غونډه رابللې زرمت او د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې به نن چهارشنبې غونډه وکړي او په زرمت کې د ښوونځي یوه زده‎کونکي ته د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي له لوري د شوي سپکاوي له امله به د اعتراض غږ اوچت کړي. د دې …

بشپړ متن

ننګرها رکې یوتن انسان تښتونکي نیول شوی

ننګرهارځايي چارواکوپه یوه لیږدو شوي خبرکې ځايي رسنیوته ویلي چي  تیره ورځ یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي. د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن اته کلن ماشوم چې درې ورځې وړاندې د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې اړوند الفت مېنې څخه تښتول شوی و، د تښتوونکو له …

بشپړ متن

فراه چارواکي وايي هوايي ځواکونو۵۰ وسله وال وژلي

د فراه امنیتي چارواکي وايي فراه ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو د هوایي حملو په نتیجه کې څه باندې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد غوث مالیار یوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چي   چې دغه عملیات تېره شپه و شول چي دې عملیاتوکې دافغان هوايي ځواک برخه لرله چي له امله یې ۵۰وسله والوته مرګ ژوبله اوړولې …

بشپړ متن

پروان کې دواده په مراسیموکې مرګ ژوبله رامینځ ته شوې

پروان ځايي چارواکوویلي چي تیره شپه  د واده د مراسیموپه مهال  په ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. د پروان د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر عبدالصمد زلمي نن سهاررسنیوته ویلي  چې پېښه تېره شپه ۱۰ بجې د پروان په مرکز ابدیبای په نوم سیمه کې مهال رامینځ ته شوه چی کله دکورنۍ خلک وخوشحالۍ ډزې کولي په همدې مهال …

بشپړ متن

دبادغیس دملي امنیت ځانګړوځواکونوقومندان وژل شوی

بادغیس ولایت ځاي چارواکوپه یوه لیږدول شوې خبرپاڼه کې یوې خبري رسنۍ ته ویلي چي د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو قومندان نن دوسله والو دکمېن په ترځ کې  وژل شوی دی. یوې بلې باوري سرچنې په حوله چي د بادغیس ولایت امنیه قومندان عبدالرؤف تاج رسنیو ته ویلي چې پيښه نن ورځ د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې هغه وخت را منځته شوه کله چې د نوموړي قومندان …

بشپړ متن