کور / خبرونه (پاڼه 1190)

خبرونه

لغمان:پنځو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته

په لغمان ولایت کي د یوې نا چاوده مرمۍ د چاودیدو له امله لږ ترلږه پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.       دلغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايې چې دغه چاودنه نن سهار ٩ بجي دلغمان ولايت مرکز اړوند چهلمټيو سيمه کې دمحمد طاهر نومي په کور کي چې د کباړ کاروبار يې کاوه دراکيټ يوه ناچاوده مرمي د ټکولو له امله رامنځ شوه. د هغه په …

بشپړ متن

کنړ:د طالب قومندان په ګډون شپږ تنه ووژل سول

د کونړ په اسمار او سرکاڼو ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي                                       . د کونړ امنیتي مسولین وایي، چې تیره شپه له وسله والو مخالفینو سره نښته کې په اسمار او سرکاڼو ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي.. په کونړ کې د ملي اردو ویاند جګړن شیرن اغا وویل، چې د قوماندان حضرت علي په ګډون …

بشپړ متن

غزني:ولايت کې نهه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په يو شمېر سيمو کې يې اووه وسلوال طالبان وژلي، دوه ټپيان او څلور نور ژوندي نيولي دي. د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات وويل، چې تېره شپه يې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې پنځه وسلوال طالبان وژلي او څلور نور يې له وسلو سره ژوندي نيولي دي. د هغه په …

بشپړ متن

په لسګونو ميليونو امريکايې ډالرو له ضايع کېدو له ګواښه سره مخ دي

د امريکا کانګرېس ته په يوه وړاندې شوي راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې به ځينې بنسټيزې پروژې تر ټاکلې نېټې بشپړې نه شي او د امريکا د سلګونه ميليونه ډالرو د ضايع کېدو وېره ده. د امريکا کانګرېس ته دغه راپور  دغه هېواد د ځانګړي عمومي څارونکي جان سوپکو له خوا وړاندې شوى دى. په راپور کې راغلي، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې، په افغانستان کې …

بشپړ متن

حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب والي عبدالحق شفق ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ. په هغو مراسمو کې چې په همدې اړه  نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فاریاب ولایت والي عبدالحق شفق ته چې په دغه ولایت کې یې د غوره حکومتوالۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو د تطبیقولو، د متوازنې اقتصادي، ټولنیزې، د ښوونې او روزنې او …

بشپړ متن

کابل:د وسله والو په بريد کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددي ولایت د موسهي ولسوالۍ د قلعه عبدالروف کلې په بازار کې د ملي اردو پر یو سرتیرې وسله وال بريد سوى دى. د خبرپاڼي په حواله چې په دي بريد کې دغه سرتېرى او يو ولسي وګړى وژل سوى او څلور نور ولسي وګړي ژوبل سوي دي. خبرپاڼه کاږي چې دغه بريد د دريو تنو وسله والو …

بشپړ متن

د افغانستان په لويديځ کې د ايساف دوه نور سرتېري ووژل سول

د ايساف ځواکونو له مرکزي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې نن يې د افغانستان په لويديځ کې دوه نور سرتېري وژل سوي دي. په دي خبرپاڼه کې ويل سوي چې دا سرتېري يې د لويديځو ولايتونو په اړونده سيمو کې د وسله والو طالبانو په يوه حمله کې هله ووژل سول کله چې په ګزمه بوخت ول. په خبرپاڼه کې زياته سوي چې ددي سرتېرو هويت او …

بشپړ متن

کندهار کی یو بل تن په ډزو ووژل سو

وسلوالو طالبانو نن سهار په کندهار ښار کې يو تن پر ډزو وواژه. د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر ویاند ښاغلی زلمی ایوبی دقوس پر ۲۹ مه خبریال ته وويل، چې دا پېښه نن سهار  یوولس بجې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې وسلوالو د ښار د څلورمی ناحيې اړوند ده خواجه کی يو ملکى وګړى وژلى او بيا تښتېدلي دي. د زلمی ایوبی په وينا، وژل شوى تن …

بشپړ متن