کور / خبرونه

خبرونه

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د شهیدانو پول چارې پیل شوې. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، چې دا پول ددې ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د شهیدانو په سیمه کې د کابل پر سیند جوړېږي. هغه زياته کړه، چې ددې پول د کار د پرانستلو په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولسي جرګې …

بشپړ متن

هلمندچارواکي د ۳۵وسله والودوژلو ادعاکوي

هلمند کې دتیرې ورځې راهیسي جګړه دوام لري ،افغان پوځي چارواکوویلي چي دتازه دمه سرتیرو په مرسته یې دوسله والو په وړاندې عملیات پیاوړي کړي او وسله والوته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په همدې اړه په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي په یوه غونډه کې ویلي  چې د تازه رسېدلیو سرتېرو په مرسته یې د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل کړل او …

بشپړ متن

لغمان کې ۱۳۴ تنه معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې فارغ سول

په لغمان کې ۱۳۴ تنو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل سول. د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي دغو کسانو د شپږ میاشتو په موده کې په دغه روزنیز مرکز کې پر کمپیوټر پېژندنې سربېره د کمپیوټر د بېلا بېلو پروګرامونو او له انټرنېټ څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې. دغه روزنیز مرکز چې …

بشپړ متن

ټرافیکې پیښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ــ جلال اباد په لویه لار د یوې ټرافیکې پیښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي، پیښه تیر ماښام د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د وریښمین تنګي په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې یو فورنر موټر چې کابل ته په لاره و؛ لومړی د زرهي موټر، یوې کرولا او یو بل فرونر موټر سره …

بشپړ متن

قهرمان د هلمند د ۵۰۵ بُست زون سرپرست ټاکل سوی دی

  تورن جنرال عبدالجبار قهرمان په هلمند کي د ۵۰۵ بُست زون سرپرست قوماندان په توګه ټاکل سوی دی. تر قهرمان مخکي مل پاسوال محمد حکیم انګار د دغه زون قومندان و. د ښاغلي انګار د لېري کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل سوي 

بشپړ متن

پکتیا کې نشه يي توکي نیول سوي دي

د پکتيا چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په اړوند سيمه کې يې پنځه سوه کيلوګرامه ترياک او دوه سوه کيلوګرامه چرس نيولي دي. د پکتيا والي زلمي ويسا رسنیو ته وويل چې دغه نشه يي توکي پرون ماښام د دويمې حوزې د پوليسو له لوري د ګردېز ښار په نيستي کوټ سيمه کې نيول شوي دي. ويسا وويل، له دغو نشه يي توکو سره په تړاو يې دوه کسان …

بشپړ متن

ننګرهار کې ملي امنیت دوه بهرني بریدګر نیولي

د ننګرهار ملي امنیت له لوري هغه دوه تنه بریدګر ونیول شول، چي غوښتل یې په دې ولایت کې په یو شمېر دولتي ادارو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وویل، چې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي، رحيم الله او عالمزيب، چې د خيبر ايجنسۍ د باړې سیمې اوسيدونکي دي او غوښتل يې په جلال اباد ښار …

بشپړ متن

زابل: د سرګلولې په چاودنه  کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

  په زابل کي چاودني پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې تېره شپه د ښارصفا ولسوالۍ د سراج کلي په یوه کور کي چاودنه سوې او پر مهال ئې دوه تنه کوچنیان وژل سوي یوه مېرمن او دوه تنه نور کوچنیان ژوبل سوي دي. پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې کله چي کوچنیانو د سونګ په توکو کي سرګولوله راوړې وه. دواړه ژوبل سوي کوچنیان او مور ئې میرویس روغتون …

بشپړ متن

نورستان: ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  امنیتي چارواکي وايي، د نورستان په نورګرام او دواب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي مسئول جګړن شیرین آغا فقیري وایي، د الماس په نوم عملیات، چې د امنیتي ځواکونو له لوري په دې ولایت کې پیل شوي دي، بریالي مخته روان دي. فقیري وايي، پرون د دغو عملیاتو پرمهال …

بشپړ متن

زابل کي ځانمرګی بریدګر ونیول سو

د زابل ولایتي مسئولين وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل، چي د موټر په واسطه په زابل کي دولتي اهداف په نښه کړي، خو له هدف ته له رسيدو مخکي د امنیتي ځواکونو له لوري ونيول سو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، چي وسله والو غوښتل، له دې لاري پر دولتي تاسيساتو بريد وکړي، خو د امنیتي ځواکونو يې پر وخت مخه نيولې ده خو وسله …

بشپړ متن

په ننګرهار  کې پولیسو ۳۵ کیلو ګرامه تریاک نیولي

  د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر مسئول حضرت حسین مشرقیوال وایي، د دې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د بهسودو پل په ساحه کې د پلټنې پر محال پنځه دیرش کیلو ګرامه تریاک ونیول. مشرقیوال وایي، یاد  تریاک چې په ډیر مهارت سره په مټیز ډوله موټر کې ځای پرځای  کړای شوي وو، ونیول سول. نوموړی وایي، چې دغه تریاک د لغمان …

بشپړ متن

د کندهار ملي امنيت ۳۸ وسله وال نیولي دي

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه و خبریال ته په راستول سوي خبرپاڼه کې راغلي چي د کندهار د ملي امنیت مرستیال په نظامي مجلس وویل چي د تېري يوې اوونۍ په ترڅ کي يې په جلا-جلا سيمو کي ۳۸ وسله وال له وسلو او نشه يي توکو سره نيولي دي چي وروسته به يې رسنيو ته په اړه بشپړ معلومات ورکړي. خبرپاڼه زیاته وي چي د امنيه قومندانۍ …

بشپړ متن