کور / راپورونه (پاڼه 6)

راپورونه

 داعش غواړي له ننګرهار نورستان ته وتښتي

 افغان دولت ویلي چي داعش نور په ننګرهارکې دځالګیوپه ځپلوسره غواړي کومونورولایتونوته وتښتي ،خواحتمال شته چي کونړنورستان اولغمان ولایتونوته وتښتي ،خودنورستان ولسي خلکو ویلي چي دننګرهار په لیدوسره به هیڅکله داعش ته دخپلوغرونو اوسیموکې داوسیدولواومرچلو ځای اوموقع ورنه کړو. حکومت له دې لارې هڅه کوي د هغو داعش وسله والو مخه ونیسي، چې له ننګرهار او کونړ ولایتونو نه دغه ولایت ته د ورتګ هڅّه کوي په دې وروستیو ورځو کې د نورستان والي له قومي مشرانو سره …

بشپړ متن

دهلمند ځوانانو دکرکیټ بورډ پر ضد لاریون وکړ.

  دهلمندځوانانو دکرکیټ بورډ څخه دشاپور ځدران دایستل کیدو په خاطر داولسمشر دمداخلې غوښتنه وکړه. لاریون کوونکو په ملي لوبډله کي دشاپور او ځینو نورو لوبغاړو دبیرته انتخاب غوښتنه وکړه. څو ورځي وړاندي شاپور ځدران درسنیو سره په مرکه کي ویلي چي دکرکیټ بورډ مسئولینو دشخصي ستونزو په خاطر دلوبو څخه لیري کړی دی. لاریون کوونکو وویل  که يي اواز وانه وریدل سي،کابل ته ځي او دکرکیټ بورډ دمسئولینو ددغه …

بشپړ متن

افغان حکومت په پاکستان کي د الوتکې د سقوط پر پیښه خواږي کړې

 افغان حکومت په پاکستان کې د الوتکې د سقوط په پیښه کي د وژل شوو کسانو له کورنيو سره خواخوږي کړې. په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا خبریال ته رسیدلې راغلي چې افغانستان په پاکستان کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله خواشينى او د ياد هېواد له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي .    دغه مسافر وړونکي الوتکه دوه ورځې …

بشپړ متن

د سالنګ لار د واورې د ورښت او توپان له امله بنده شوي.

 چارواکي وايي د نن سهار له پنځو بجو راهيسې په سالنګونو کې د واورې ورښت او شديد توپان جريان لري .  سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس ډګرجنرال محمد رجب وویل  چې تراوسه په سالنګونو کې ٤٠سانتي متره واوره ورېدلې ده . نوموړي وويل چې دغه لار د شپې له لسو بجو راهيسې تر نن غرمې پورې د احتمالي خطرونو په موخه تړل شوې ده . رجب زياته کړه چې …

بشپړ متن

ننګرهارپه پولیسو کې دښځینه قشر لړۍ پراخه شوې

په ننګرهارکې دښځینه پولیسو لړۍ پراخه شوې په همدې اړه ددې ولایت امنیتي چارواکوویلي چي  سږ کال ۵۰ ښځینه پولیسې پر دندو ګمارل شوي. په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو لیوالتیا زیاته شوې، چې یوازې سږ کال يې ۵۰ ښځینه پولیسې پر دندو ګمارلي دي. د مرسل په نوم د پولیسو په لیکو کې یوه څارنمنه ده، دانعکاس سره دخبروپه مهال ویلي …

بشپړ متن

کندهار: دماشومانو ۱۶۵ بستریز واټ او د مسوولینو بې غوري

  یوه میاشت وړاندي د کندهار په میرویس روغتون کي د کوچنیانو د نوي واټ ودانۍ د يو میلیون ډالرو په لګښت د سي ار سي لخوا جوړه او ګټي اخیستني ته وړاندي شوه. د کوچنیانو د درملني دا واټ چي مخکي یوازي د ۴۵ بسترونو ظرفیت درلود  اوس  ۱۶۵  بسترونو ته لوړ شوي. د کندهار د عامي روغتیا ریاست او سي ار سي ترمنځ د یوه قرارداد په اساس …

بشپړ متن

دامریکادفاع وزارت پاکستان ته دوسله والو ځپلوخبر ورکړی

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټرپه دې ۳ ورځوکې ځینې هیوادونوته یوڅو ځغلنده سفرونه کړې چي دهغوی له جملې څخه افغانستان ،جاپان اوهند دی ،نوموړی دافغانستان اوهندپه اړه څرګندونې کړې چي پاکستان د دواړو هیوادوپه وړاندې دوسله والو مرسته کوي اوباید دهغوی ځالګۍ دپاکستان له هیواد څخه دتل لپاره وکښل شي اوپاکستان ته یې هم په دې اړه خبرداری ورکړي چي دوسله والوپټنځایونه دې ختم کړي. هغه ویلي چي …

بشپړ متن

نن به په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي

 نړۍ والو ادارو په افغانستان کې دبشري حقوقو حالت خراب بللی دی نن د بشري حقونو نړيواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ورځني کمپاين وروستۍ ورځ ده. راپورونه څرګندوي چې په افغانستان کې ګڼې ښځې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخامخې دي. په بدو يا هم وړکتوب کې د نجونو ورکړه، اجباري ودونه او وهل ټکول په افغانستان کې د …

بشپړ متن

امريكا افغانستان کې دخپلې جګړې تورنوپلویانوته ۱۵۰۰ نورې ويزې ورکوي

امريكا افغانستان کې دخپلې جګړې تورنوپلویانوته ۱۵۰۰ نورې ويزې ورکوي د امريكا د متحدو ايالتونو كانګرس د هغو افغانانو لپاره چې په هېواد كې يې د امريكايي ځواكونو سره كار كولو د ۱۵۰۰ نورو ويزو وركولو پرېكړه تاييد كړې ده. د امريكا د متحدو ايالتونو كانګرس د هغو افغانانو لپاره چې په هېواد كې يې د امريكايي ځواكونو سره كار كولو د ۱۵۰۰ نورو ويزو وركولو پرېكړه تاييد كړې ده. …

بشپړ متن

خوست کې د۴۲۴زره ډالرو په ارزښت دچرګوړوتولیدي مرکزپرانستل شو

په خوست کې د څلورسوه څلورویشت زره ډالرو په ارزښت د چرګوړو د تولید مرکزپرانېسته وشوه دخوست ولایت د مرکز اړوند په صحراباغ سیمه کې د څلورسوه څلورویشت زره ډالرو په ارزښت د چرګوړو د تولید مرکزچارې چې څه موده وړاندې پيل شوې وې نن رسماً د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېسته وشوه چې هره میاشت به  د(۱۵۸۰۰۰) یو سلو اته پنځوس زره چرګوړو د تولید ظرفیت ولري …

بشپړ متن

افغانستان به دهند په مرسته فضا ته لار پیداکړي

د افغانستان او هندوستان ترمېنځ د فضايي همكاريو په برخه كې د يو  هوكړه د لاسليكولو پرېكړه د نوموړي هېواد لومړي وزير نارېندرا مودي لخوا تاييد شوه. ټاكل شوې ده چې دا هوكړه ليك د دوادو هېوادونو د اړوندو چارواكو ترمېنځ لاسليك شي. هند ته د ولسمشر غني د ورستي سفر او د دواړو هېوادونو د وزيرانو د شورا  د ګډې غونډې په ترڅ كې پرېكړه  شوې چې د سوله …

بشپړ متن

افغان ولسمشرداروپايي اتحادیې له استازو سره ځانګړې لیدنه وکړه

 افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني داروپاله یوشمېرسفیرانو سره ځانګړې لیدنه وکړه چي هغوی کې د سویډن، ناروې، ډنمارک، فنلنډ او هالنډ هېوادونو سفیران وو. دیوې بهرنۍ سرچنې په حواله ، دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم په کې حضور درلود، جمهوررئیس غني یادو سفیرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی هڅې او د بروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې افغانستان سره په بېلابېلو …

بشپړ متن