کور / راپورونه (پاڼه 5)

راپورونه

زابل کي مامورین له موټر چلوونکو غېري قانوني پیسې اخلي

د زابل مرکز کلات ته په داخلېدونکو دروازو کي ملکي مامورين له موټرچلوونکو غيرقانوني پيسې اخلي  ښار ته داخليدونکي موټرچلوونکي وايې، دلته د ښاروالۍ ، ترانسپورټ او ترافيکو د ادارو مامورين غيرقانوني پيسې ورڅخه اخلي او که يې ورنه کړي موټرونه يې دروي .  موټرچلوونکي وايي، دا ډول فساد له کلنو -کلنو راهيسي دوام لري او په دې اړه يې زيات شکايتونه کړي خو چا ئې مخه نه ده نيولې …

بشپړ متن

د کندهار په زندان کي يو ښوونځی پرانيستل شو

د کندهار ولایتي مسئولينو د شنبې په ورځ د کندهار په لوی زندان کي د زندانيانو د زدکړو په موخه يو ښوونځی پرانیستنل سو.  د پوهني رياست مسئولین وایي، په دې ښوونځی کي زندانيانو ته تر دولسم ټولګی پوري زده کړه ورکول کېږي او دغه ښوونځی ئې وزارت د ولایتي چارواکو په غوښتنه جوړ کړی. د کندهار د پوهني سرپرست محيب الله قادري وایي، په ښوونځی کي به د سواد …

بشپړ متن

د کندهار دیني عالمانو د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه

دیکشنبې په ورځ د کندهار لسګونو ديني عالمانو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص»د مبارک میلاد په مناسبت په جوړو سوو مراسمو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چي د يوالي او امن لپاره سره يو سي. د یکشنبې په ورځ په کندهار کي په بېلابېلو جامع ګانو کي خلکو د قرانکریم ختمونه وکړل او ديني عالمانو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) پر سيرت خبري وکړې. …

بشپړ متن

د روزګان محاصره پولیسو ته  معاش نه دی ورکول شوي.

په روزګان کي ځايي پولیس شکایت کوي چي د سختي جګړې سره – سره دوی  ته د دریو میاشتو معاشونه نه دي ورکول شوي.  د روزګان په مرکزترینکوټ کي یو شمیر پولیسو خبریال ویب پاڼي ته ویلي  چي دوي د تیرو درمیاشتو راهیسي معاش نه لري په داسي حال کي چي د سر په بیه يي د مرکز ترینکوټ ساتنه کړې او وسله وال طالبان يي پرینښودل چي مرکز ترینکوټ …

بشپړ متن

د بامیانو بوتان بیرته رغول کیږي

د بامیانو والي وايي چې د افغانستان حکومت له نړیوالو متخصصانو سره تر خبرو وروسته هوکړې ته رسېدلی چې په بامیانو کې د بودا د ویجاړو شوو بوتانو هغه کوچنی یې بیا ورغوي. د بامیانو والي محمد طاهر زهیر په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون وروسته چې په دې اړه په المان کې جوړه شوې وه، له خبریالانو سره خبرې وکړې. دغه غونډه د افغانستان د دولت او د …

بشپړ متن

افغان ولسمشردمیلادنبي دمبارکې ورځې په مناسبت له وسله والودسولې هیله کړې

افغان ولسمشراشرف غني د دمیلاد نبي په مبارکه غونډه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چي ددې مبارکې ورځې په مناسبت دي نور دهیواد اوملت سره همږغي شي اودسولې ځولۍ دي له دولت سره ونیسي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اسلام پیغمبر د زېږېدنې ورځې په مناسبت غونډه کې یې کابل کې خبرې کولې، د خپل هېواد له ټولو مخالفو ډلو وغوښتل چې د سولې له بهیر …

بشپړ متن

په پکتیکا کې د نجونو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دپکتیاولایت مطبوعاتي دفترڅخه خبریال ویب پاڼې ته په یوه لیږدول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چي د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په احمد اباد سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یاد ښوونځي د بنسټ ډبره د شنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال کېښودل شوه. په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا ولایت والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ …

بشپړ متن

دکندزدترانسپورټ عوایدو دتیرکال په پرتله ۱۱سلنه زیات شوي

دکندز دتراسپورټ په عوايدو کې دتیرکال په پرتله سږکال دپرمختګ او ودې په موخه ۱۱سلنه عوايد زیات شوي دي. په همدې اړه د کندز د ترانسپورټ رئیس یوې سرچنې ته ویلي چي ، د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې د دې ریاست په عوایدو کې ۱۱ سلنه ډېروالی راغلی دی. سید جواد جیلالي نن دیوې مرکې په ترځ کې یوې رسنیزې سرچنې ازادۍ ته ویلي چي  سره له …

بشپړ متن

دارزګان په عملیاتو کې دولت دوسله والو دمرګ ژوبلې ادعاکوي

دارزوګان ولایت چي له څو میاشتوراهیسي دسقوط له ګواښ سره مخ وو اووسله والو طالبانو هلته استقامتي مورچلې جوړکړې اوهره ورځي دنښتو خبرونه ورکول کیږي په همدې اړه افغان دفاع وزارت ویلي چي ولس ته ډاډ ورکول هیڅکله به ارزوګان دوسله والو لاسته ونه ولیږي په همدې موخه یې له څواوونیوراهیسي تعرضي عملیات پیل کړي دي. دپروني عملیاتو په اړ د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو …

بشپړ متن

دجوزجان پخوانی والی د رشیددوستم له زندانه خوشي شوی

دتیرې میاشتې نومبرپه ۲۷نېټه د دوستم اودجوزجان پخواني والي احمدایشچي ترمینځ شخړه رامینځ ته شوې چي بیاد دوستم ساتونکوهغه یوه نامعلوم ځای ته برمته کړ اوهلته یې زنداني کړ،خوتیره ورځ نوموړی راخوشي شوی. په همدې اړه داحمدایشچي زوی منلې چي د جوزجان پخوانی والي او د اسلامي جنبش ګوند پخوانی مرستیال احمد ایشچي درشید دوستم له پنځلس ورځني بند وروسته پرون خوشې شوی . د احمد ایشچي زوی باتور یوې سرچنې …

بشپړ متن

په کجکي کی د بریښنا د دریم توربین د فعالیدو سره سره خلک بريښنا نه لري

د کندهار اوسېدونکي وایي، د تېرو دو اوونیو راهيسي په کندهار کي برېښنا نسته چي د څښاک د اوبو د نشت ترڅنګ ئې د ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، د برېښنا د خرابوالي دوې اوونۍ پوره کیږي خو د ډېزلي برېښنا د شتون سره – سره دوی ته آن یو ساعت برېښنا نه رسیږي چي له امله ئې سختي ستونزي ګالي. د بريښنا شرکت مسئولين د …

بشپړ متن

په لغمان ولایت کې ۱۲زره کډوالوته دکورنیودنمرو ویش پیل شوی

په لغمان کې د دولس زرو کډوالو کورنیو لپاره د بابا صیب د نوي ښار ګوټي پروژه پرانېستل شوه. دلغمان ولایت مطبوعاتي دفترڅخه په یوه لیږدول شوي خبرپاڼه کې خبریال ویب پاڼه کې ویلي شوي چي په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له …

بشپړ متن