کور / راپورونه (پاڼه 4)

راپورونه

 طالبانوادعاکړې چي پکتیکاکې یې دروغوني پروژې پیل کړې

 طالبان وايي دپکتیکاپه ډیله کې یې ۳کیلومټره سړک له رغولو وروسته دعامه خدمت لپاره ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. له پکتیکا ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، چي د اسلامي امارت د مؤسساتو د کمیسیو په هلوځلواو ابتکار د یاد ولایت په ډيله ولسوالۍ کې ۳ کیلومتره سړک جوړ او ګټي اخیستني ته چمتوشو دغه سړک چي د یادي ولسوالۍ له بازار څخه د خوازي ترکلي پورې غزیدلی …

بشپړ متن

کونړ کي د سرحدي کنډک قومندان له یوه پولیس سره و وژل شو

دکونړ امني قومندان جنرال جمعه ګل همت نن سهار وویل دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سرحدي پولیسو د دریم کنډک قومندان ولي جان او ورسره ملګري یې په  دانګام ولسوالۍ  کې وهاب پوستې ته پلي روان و چې  د وسله والو مخالفانو له خوا د ریموټ کنټرول ماین له چاودنې سره مخ شو . په دغه پیښه کي د کنډک قومندان او یو پولیس …

بشپړ متن

د پراختیايي پروژو امنیتي ستونزې کمې شوې

د طالبانو تر اعلان وروسته د پراختیايي پروژو امنیتي ستونزې کمې شوې دافغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال امان الله غالب وايي  چې د دوي یوشمېر پروژې حتی په هغوسیموکې هم فعالې دي چې د وسله والوطالبانوترواکمنۍ لاندې دي. امان الله غالب: "په چک وردګ کې اوسمهال پرکوموپروژوچې موږکار کوو، سیمه دطالبانو تر لاس لاندې ده خوهغوي خپله کمپنیواوانجینیرانوته اجازه ورکړې چې کار وکړي. دامسله مخکې هم وه خوکله چې …

بشپړ متن

کندوز  کي خلک خپلي حقوقي موضوع ګاني پر طالبانو حل کوي

د کندز ولایت ډېری اوسېدونکي وايي چې دوی د خپلو ټولنیزو ستونزو او حقوقي ستونزو د حل لپاره د وسله والو طالبانو کمیسیونونو ته مراجعه کوي، ځکه په دولتي ارګانونو کې د دوی حقوقي او داسې نورو ستونزو ته په وخت سره پاملرنه او رسيدګي نه کیږي. بلخوا د کندز د ولایتي شورا وکیلان وايي چې دوی رسیدلي معلومات ښيي چي ددې ولایت د کلیوالو سیمو ډېرې خلک د خپلو حقوقي …

بشپړ متن

د افغانستان لویه څارنوالي د لوړ پوړیو دولتي کارکوونکو د فساد دوسیې څیړلي

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي نن وویل دامهال د یوه لوړ رتبه حکومتي چارواکي دوسیه چې د درې میلیونه ډالرو په اختلاس تورن دي، د اداري فساد پر ضد د عدلي او قضايي مرکز کې تر پلټنو لاندې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې انتقادونه موجود دي چې د فساد پرضد په عدليي او قضايي مرکز کې د فساد لویې دوسیې نه څیړل …

بشپړ متن

په بدخشان کې وروستیو واورو اورېدو ځایي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د وروستيو واورو ورېدو له امله د بدخشان پنځو ولسواليو ته غځېدلې لارې د ترافيکو او ځايي خلکو پرمخ تړل سوې او اوسېدونکي يې د تاجکستان له لارې کندوز ولايت ته سفر کوي.  د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د وروستيو څو ورځنيو واورو ورېدو له امله د کوفاب، نسي، مايمي، شکي او خواهان  ولسواليو ته د خلک د تګ راتګ …

بشپړ متن

د مخابراتو وزارت عواید ۲۰۴ میلیون دالر لوړ شوي

  دغه وزارت ۱۱۱ میلیون دالر عواید را ټول کړي وه ،خوپه داسې حال کې، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دغه عواید ۲۰۴ میلیون دالرو ته لوړ شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیموايي، چې د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه وزارت ۱۱۱ میلیون دالر عواید را ټول کړي وه.  په داسې حال کې، چې د روان کال په لومړیو …

بشپړ متن

 افغان دولت له ملګرو ملتونو دحزب مشرنوم له تورلسیت لیرې کولو غوښتنه کړې

دافغانستان بهرنیوچارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چي افغان حکومت په استازیتوب د حزب اسلامي پر مشرتابه د بندیزونو د لېرې کېدو په هدف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي غوښتنلیک استولی شوی،ترڅو دحزب اسلامي مشراولولوړرتبه غړي په خلاص تڼۍ دسولې بهیرسره یوځای شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ یوې رسنیزې سرچنې ته ویلي چي دا غوښتنه نن مطرح شوې او هیله …

بشپړ متن

سرپل:پنځه تنه ملکي وګړي د نامعلومو کسانو لخوا وژل سوي دي

  د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ په يو کور کې پنځه تنه پر ډزو وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عنايت الله حبيبي رسنیو ته وويلی چې دغه کسان تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ د تاغاى خواجه کلي کې په يو کور کې سره راټول سوي وو. د ده په وينا، د شپې په شاوخوا نهو بجو ناپېژانده کسانو …

بشپړ متن

بغلان کې یوه ځوان (محمدهمکار)ماشیني کښتۍ جوړه کړې

په بغلان ولایت کې دمحمد همکارپه نوم یوتاندځوان په څومیاشتوپه اوږدو کې یوه داسي ماشیني کښتۍ جوړکړې چي دهغه په وائسطه تیزرفتار او اوږد واټن وهلای شي . سرچنې وايي چي محمدهمکار د   د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په ‎واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده ددې  ځوان له‎خوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت …

بشپړ متن

ننګرهارهسکې مېنې  کې ۷ داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په لنګرې کنډو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اوه داعش وسله وال وژل شوي دي مشرقوال وایي، په برید کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. خوداعش وسله والو تر اوسه په دې …

بشپړ متن

دیخ په رارسیدوسره بې ځایه شوې کډوال له ستونزو سره مخ دي

ملګري ملتونه نړۍ وال سازمان ویلي چي سږکال دسړې هوا اویخ له امله کیدای شي په افغانستان کې یولړستونزې ولیدل شي ،هغوی ویلي  که له بې ځايه شويو کورنیو سره مرستې ونشي، ښايي بشري ناورين رامنځته شي.  سږکال دروانې جګړې له مله په افغانستان کې د بې ځايه شويوکورنیو شمېر د تېرو کلونو په پرتله لوړی شوی دی ،کیدای شي دافغان دولت له واکه خبره ووځي اودژمې سړې هواله امله …

بشپړ متن