کور / راپورونه (پاڼه 2)

راپورونه

ننګرهار ۶ بهرني داعش وسله وال وژل سوي

د ننګرهار امنیتي مسئولین وايي، په هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال ۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي، چې ټول بهرنیان دي د دې ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقیوال وایي، بریدونه بې پیلوټه الوتکې کړي. هغه وایي، د هسکې مېنې د خرګي په سیمه کې د شوي برید په پایله کې ۴ داعش او دغه راز د اچین په پېښې سیمه کې …

بشپړ متن

په کندهار کې د جامع عمر قراردادیانو ته پیسي نه دي ورکول سوي

د کندهار د تر ټولو لوی حضرت عمر رض د جامع جومات قرارداديان او کارکونکي وای، دوی ته دولت د تر سره کړي کار پيسې نه دي سپارلي. په کندهار کې د عمر جامع جومات د جوړولو قراردادیان او کارکوونکي وايي، د دغه جومات کارونه دوه نیم کاله مخکې بشپړ شوي، خو تر اوسه د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي. هغوی ادعا کوي چې حکومت یې له دې درکه …

بشپړ متن

کابل هوايي ډګر کي پر بهرنيو پوځيانو حمله شوي

په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر څخه یوې امنیتي سرچینې خبريال ته وویل چې د دغه هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې د پوستې د یوه سرتېري د ډزو له امله یو بهرنی وګړی وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د دغې پېښې لامل نه‌دی روښانه شوی، جزئیات وروسته …

بشپړ متن

زرداد تر شپاړلس کاله بند وروسته ازاد سو

 د حزب اسلامي يو مشهور قوماندان زرداد کابل ته راورسېد، خو هوايي ډګر ته د هر کلي لپاره ورغلي کسان وايي، زرداد پرته له دې چې دوى يې وويني له هوايي ډګر څخه بيول شوى دى. زرداد په ١٣٧٧ کال کې برتانيا ته لاړ او هلته تر نيول کېدو وروسته د محکمې له خوا په شل کال بند محکوم شو. په هغه تورونه و چې کسانو يې له ١٣٧٠ تر …

بشپړ متن

کندهار کي د غلچکي بریدونو څلور مسوولین نیول شوي

د کندهار مطبوعاتي دفتر خبریال  ته په یوه را لیږل شوي  خبرپاڼه کي ویلي چي د غلچکي بریدونو دغه څلور مسوولین  د سې شنبې په شپه د کندهار ښار په نهمه او لسمه امنیتي حوزو کي نیول شوي . د خبرپاڼي په وینا نیول سوو کسانو په کندهار ښار کي دولتي مامورین قومي مشران او نور بانفوذه اشخاص ترور ول . د خبرپاڼي په حواله نیول سوو کسانو په خپلو …

بشپړ متن

د حزب اسلامي ګوند مهم غړي ننګرهار ته رسیدلي دي

  د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چي د حکمتيار نږدې کسان دې ولایت ته راغلي او اټکل کوي چي د دې ګوند نور مهم غړي به هم په نږدې ورځو کې راسي، خو دا چې حکمتيار به په دې ولایت کې استوګن وي که څنګه، دوی ناخبري ښيي. ددې ولايت د والي وياند عطالله خوګياڼی وايي، د ښاغلي حکمتيار د اوسېدنې په اړه معلومات نسته خو نوموړی وايي، که هغه …

بشپړ متن

دهیواد د ۳۴ ولایتونوپه ۱۱۶ ولسوالیوکې ۵۰۱۳ښوونځۍ فعال دي

 دپراختیاوزارت دسږکال ۱۰۰۷ښځیومعلوماتي راپوروړاندې کړل چي نوموړي مسؤلینو ولسمشرښاغلي اشرف غني ته دیاد راپورپه اړه مفصل معلومات وړاندې کړی دی. دکلیو پراختیا وزارت د انسټیيوټ رئیس مختار غفارزوی، د تخنیکي کمېټې په استازیتوب د ۱۰۰۷ ښوونځیو په اړه د ترسره شوې سروې او ارزونې موندنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ښاغلي غفارزوی وویل، دغه سروې او ارزونه په ټول افغانستان کې د  سروې شویو ښوونځیو له لارې د …

بشپړ متن

ملګروملتونودشمال ۱۰ولایتونوکې له کډوالوسره مالي مرستې پیل کړې

دژمي یخ او ورښتونو په رارسیدوسره دبې ځایه شوو کډوالو لپآره دملګرو ملتونونو عالي کمېشنرۍ دهیواد ۱۰شمالي ولایتونوته مالي مرستې رسوي . په شمال کې د دې ادارې د سیمه ییز دفتر مشر ریچارد ایوېلا پرون سې شنبه یوې ځايي سرچنې ته ویلي چې دا مرستې دوه میلیونه ‌ډالرو ته رسېږي چې له بلخه یې وېش پیل شوی دی خو دالړۍ اوس هلته دوام لري. په همدې اړه دیادې اداري …

بشپړ متن

ملګروملتونو اودعفوي سازمان دایشجي دقضیې دڅیړنې هرکلی کړی

دملګروملتونو نړۍ والې ادارې اودعفوي سازمان په یوه ګډ اعلامیه کې ویلي چي دافغان دولت ددې پرې کړې هرکلی کوي چي دایشجي په اړه دڅیړنې اوپلټنې کمیسیون جوړوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر"یوناما" د احمد ایشچي د ادعاوو په اړه د ملي وحدت حکومت د څېړنو د اعلان هرکلی وکړ. دجوزجان پخواني والي ویلی چي دوستم په ناقانونه توګه نوموړی نیولی او ورسره غیرانساني چلندشوی دی،هغه …

بشپړ متن

جهاني په ۱۵ نړیوالو کنفرانسونه ګډون نه دي کړي

ځينې دولتي سرچينې وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مستعفي وزير په روان کال کې لږ تر لږه ١٥ نړيوالو ناستو او مراسمو ته بلل شوى، خو د نړيوالو اړيکو د اصولو خلاف يې په يوه ناسته کې هم ګډون نه دى کړى. رسنیو داسې اسناد ترلاسه کړي چې په کې څرګندېږي چې دغه ټول بلنليکونه په روان زېږديز کال (٢٠١٦) پورې اړه لري او د لسو مياشتو په …

بشپړ متن

ارګ دایشچي په قضیه کي پلټني کوي

له ارګ څخه خبریال ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي وحدت حکومت د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې  پر ښاغلي احمدخان ایشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو ‎څخه، موضوع په جدیت تر تعقیب او هر اړخیزو څیړنو لاندې نیولې ده. سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېوادوالو ځاني خوندیتوب، انساني کرامت او مصئونیت د اسلامي ارزښتونو، د اساسي قانون د احکامو …

بشپړ متن

د کندهار د دريو ولسوالیو اوسيدونکو له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ

د کندهار د دريو مرکزي ولسواليو، پنجوائي، ژړۍ او ميوند اوسيدونکو د سې شنبې په ورځ د پوځي او ملکي ادارو د مسؤلينو سره د يوې ناستي پرمهال د ملي يووالي له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی وویل، د پرمختيايي چارو د پياوړتیا او امنیتي سکټور د ودي لپاره يې دغه پرېکړه د خپلو ولسوالیو له اوسيدونکو سره په ګډه کړې. د يادو دريو ولسوالیو د اوسیدونکو استازو …

بشپړ متن