کور / راپورونه

راپورونه

دامریکا سفیر دغازي وزیراکبر خان مډال ترلاسه کړ

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل ميکنلي ته د غازي وزیر محمداکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امریکا د متحدوایالتونو سفیر مایکل ميکنلي ته د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان او امریکې ترمنځ د ښو او هر اړخیزه دوستانه اړیکو په ټینګولواو پراخولو، د دوه اړخیزه باور او …

بشپړ متن

د ایچشي قضیه تر څېړنې لاندې ده

لويه څارنوالي وايي، چې د احمد ايچشي قضيه تر څېړنو لاندې ده او د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا کې په بې پلوه توګه دا پېښه څېړل کېږي. د ملي جنبش ګوند پخوانى غړى او د جوزجان پخوانى والي احمد ايشچي څه موده مخکې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا ونيول شو او تېره شنبې له ١٦ ورځني بند وروسته خوشې شو. ايشچي رسنيو ته …

بشپړ متن

د دوستم اوایشجي قضیه به جهادي مشران حل کړي  

درشید دوستم ایشجي دقضيې په اړه ولسمشراشرف غني ویلي ، دا چې دغې پېښې په بېلابېلو دلایلو خلک متاثره کړي دي، نو لا زیاتو مشورو په ځانګړي ډول د جهادي، سیاسي او ملي شخصیتونو مشورو ته اړتیا لیدل کېږي. افغانستان  جمهوررئیس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې نن د افغانستان یو شمېر سیاسي، ملي او جهادي شخصیتونو سره وکتل. په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، …

بشپړ متن

په لوګرکې کډوالوته  دځمکودیش لړۍ پیل شوه

افغان کډوالوته په ۳۴ولایتونو کې ۵۹ ښارګوټي انتخاب شوی دي ،له همدې لړۍ څخه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټي کې د کورونو د ابادولو لپاره د ځمکو وېش پیل شو. تېره ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي د کډوالو د یاد ښارګوټي په پرانیست غونډه کې یوې سرچنې ته ویلي چې په دې ښارګوټي کې دوه زره نورو …

بشپړ متن

ننګرهارکې د ۲خوندودنکاح په تورځینې کسان نیول شوي

تیره ورځ په ننګرهارکې یومحلي پولیس قوماندان په زوره سره دوې خوندې ځانته نکاح کړې وي چي دنجنو پلارددې ولایت اړوندومسؤلینوته خپل فریاد رسولي اوبیايي له هغه ځایه کابل مشران هم خبرکړي دي. په همدې اړه د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ښېوې ولسوالۍ کې یوه سړي ته د د دوو نجونو د جبري نکاح قضیه په جدي توګه څېړي. خوبل پلو بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله …

بشپړ متن

په اروزګان کې لا هم ښوونځي تړلي دي

په ارزګان کي روانو ناامنيو د دې ولايت ټول ښوونځي تړلي دي او شپيته زره زده کوونکي ښوونځيو ته نه سي تللای.  د دغه ولایت د شورا رئيس وايي، چي د ارزګان روان حالت له زغمه وتلی دی او دلته هره ورځ د  شديدو جګړو له امله خلک کلي او کورونه پريږدي.  د پوهني رياست هم وايي، چي روان امنتي حالت پر پوهني سخت منفي اثرات شيندلي او د سړو …

بشپړ متن

د کابل هوايي ډګر کې یوه پولیس په مساپرو ډزې کړې

د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې پولیس یو تن بهرنی مساپر په ډزو وواژه د افغانستان پلازمینې کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې یو تن پولیسو په مساپرو  ډزې وکړې. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې یو تن بهرني مساپر  ژوند د لاسه ورکړی دی . ویل کیږي نن په کابل کې  د حامد کرزي په نړۍوال هوايي دګر کې  یو تن پولیس  په …

بشپړ متن

عطا محمد نور وايي د بلخ سرپرستي پریږدي

  د بلخ سرپرست والي وايي، نور نه غواړي د والي په توګه دنده پرمخ يوسي او ژر به د ولسمشر غني او د جمعيت ګوند ترمنځ يو هوکړه ليک په ډاګه شي. نوموړي دغه څرګندونې، تېره ورځ په مزارشريف کې د الکوزي شرکت له خوا د روضې له نوي جوړېدونکي جومات سره د ٥٠٠زرو ډالرو د مرستې د ترلاسه کولو پرمهال رسنيو ته وکړې. سرپرست والي عطامحمد نور وويل، …

بشپړ متن

ملي امنیت د داعش د انتحاري حملو تنظمونکي ډله نیولې

د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د داعش وسله والې ډلې لس کسېزه ډله نیولې ده د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې چې نن پنجشنبه‌یې رسنیو ته لېږلې ویل شوي چې نیول شویو کسانو د عبدالله په مشرۍ په کابل کې د سخي زیارت او د رجال برجسته کسانو پر موټر باندې په انتحاري حملو کې لاس درلود. اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو د دې تر څنګ په …

بشپړ متن

د جوزجان پېښه دې په قاطعیت او بي طرفۍ سره وارزول شي

ځينو سياسي، ملي او جهادي شخصيتونو له ولسمشر غني سره په کتنه کې ټينګار کړى، چې د جوزجان پېښه دې په قاطعیت او بي طرفۍ سره د عدلي او قضايي مراجعو له‌خوا وارزول شي او پايلو ته دې درناوی وشي. له ارګ څخه خبریال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې، نن سهار د هېواد یو شمېر سیاسي، ملي او …

بشپړ متن

په لوګر کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول ووژل سو

په لوګر کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول مدير د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل چې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د محمداغې ولسوالۍ په کتب خېلو کلي کې د "ملي پيغام" خصوصي راډيو مسوول مدير قاضي نصير مدثر له دفتر څخه په موټر کې د کور په لور روان و، چې وسله والو پرې ډزې کړې دې. …

بشپړ متن

له آلمان څخه ایستل سوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

  لسګونه افغانان چې له المان څخه ايستل شوي وو، نن سهار کابل ته را رسېدلى دي. دوه مياشتې مخکې د افغانستان او المان حکومتونو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې هغه افغانان له المان څخه ايستل کېږي چې قبول شوي نه وي. د دې پرېکړې له مخې، المان به دغه کسان يو ځايي نه وباسي، بلکې د پنځوسو، پنځوسو کسانو په ډلو کې يې …

بشپړ متن