کور / تاج (پاڼه 5)

تاج

راروان انتخابات څلورمه انتخابات / تاج محمد تمکین

نن جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ته د کاندیداتورئ اخري ورځ ده او تر دې دمه شاوخوا لسو کسانو د ولسمشرئ د چوکئ لپاره ځانونه نوماندان کړي دي ، سره له دې چې طمع کیده دا ځل به ډیر کم کسان په میدان پاتې شي ځکه چې د نوماندئ شرایط هم لږ د پخوا په نسبت سخت شوي وو او دا هیله کیده چې ډېر کسان به د نورو لپاره …

بشپړ متن

راروان انتخابات دریمه برخه / تاج محمد تمکین

د ولسمشر کرزي په هغه پروګرام کې چې د ځوانانو سره یې د ملي مسایلو په تړاو درلوده دا خبره په جدي توګه وکړه چې د انتخاباتو دایریدل د افغانستان د راتلونکي لپاره څومره اړین دي ، هغه ویل انتخابات شاید چې ستونزې ولري خو د نه کولو څخه یې کول په څو چنده د افغانستان لپاره ګټه لري ، د دې نه خو دا مالومیږي چې ولسمشر کرزي په …

بشپړ متن

راروان انتخابات دوهمه برخه

د  انتخاباتو لپاره تیاریانې درز او دروز کې شروع دي ، پرون د وږي په اتلسمه چې مارشال صیب فهیم خان په یو پروګرام کې پخپل یو تقریر کې وویل چې راتلونکی ولسمشر نه یواځې باید مجاهد واوسي بلکه مقاومت یې هم باید کړی وي ، دې خبرې خو یو شی څرګند کړ چې دغه خلک غواړي چې په تحمیلي بڼه یو څوک رامخته کړي او دې نه دا څرګندیږي …

بشپړ متن

نوې دیني ډیکشنري / تاج محمد تمکین

په افغانستان کې د فېسبوک د ټولنیزې شبکې د زیات استعمال له وجې ځوان او زوړ او په خصوص تعلیم یافته طبقه ډیره زیاته بوخته ده ، کله چې فېسبوک ته کینې نو داسې ښکارې چې ډیر ستر جنګ روان دی او په دې جنګ کې چې کله ورداخل شې نو داسې د څو لحظولپاره ښکاري چې ته پخپله دې جنګ کې ژور دخيل یې او ورسره څنګ کې د …

بشپړ متن

د خپلواکئ ورځ د خوشالئ ورځ

د زمري 28 نیټه چې د اګست د میاشتې له 19 نېټې سره سمون خوري د افغانستان د خپلواکئ ورځ ګڼل کیږي ، دا هغه ورځ ده چې په دې ورځ غازي امان الله خان د انګلیسانو نه د خپل ګران هیواد افغانستان لپاره خپلواکي اخستې وه او د انګلیس بدمعاشئ او د هغوی د غلامانو جاسوسئ ته یې د پای ټکی ايښی و. د خپلواکئ ورځ د هر افغان …

بشپړ متن

زما ګناه څه ده / تاج محمد تمکین

د سولې او امن کور ننګرهار کې د بم درز تر غوږه شو ،هرې خواته د ماتو شیشو ګړز شو،  درز هم داسې چې هر سړی یې په لړزه کړه ، اوازه ده چې د هند قونصلګرئ په نښه شوې ده خو نه خو د قونصلګرئ کوم کس ته مامولي زخم رسیدلی او نه هم د قونصلګرئ تعمیر ته ، که ښکار شول نو هغه ماشوم افغانان د حملې ښکار …

بشپړ متن

ایا دوسلې کلچر به ختم شي؟

د جنګ او جګړو څخه ملت دومره ستړی شوی دی چې د هر کس په معصوم مخ له ورایه ښکاري چې هیڅوک نور په دې وطن او سیمه کې جنګ نه غواړي او نه هم بدامني غواړي ،د تیرو دیرشو کلونو جنګ جګړو د هیوادوالو ذهنونه دومره متاثره کړي دي چې زیات وختونه ورته بریدونه او حملې ډیرې عادي خبرې ښکاریږي . دلته دې هیواد کې د قلم په ځای …

بشپړ متن

زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ

وطن زمونږ تن دی ، چمن دی ، دا چمن بلبلان غواړي مالیاران غواړي مخلصه خدمتګاران غواړي ، د دې وطن سیندونه د مستئ سندرې وايي ، د دې چمن بلبلان د خوښئ چیغې وهي . دا وطن شر نه خوښوي ، پردی در نه خوښوي . په دې وطن نور رحم پکار دی ، دا وطن نور رغول غواړي.ابادول غواړي د پارلمان وکیل جانه ! تا ته وایم ، …

بشپړ متن

بېکاري یوه ستره ستونزه / تاج محمد تمکین

وچې شونډې ، خفه مخونه او د کار په انتظار ناست خلک ، دا هغه سحنه ده چې هره ورځ یې تاسو د هیواد د ولایتونو په مرکزونو کې هر سهار لیدلای شئ چیرته چې سلګونه خلک یواځې د دې لپاره راغونډ شوي یي چې یو څوک به راځي او دوی به ځان سره د کار لپاره بوځي . دغه خو به د شمیر وړ خلک وي خو د دوی …

بشپړ متن

درباري ژورنالستان::تمکين

ژورنالیزم هغه سپیڅلي ډګر دی چې د ملت او دولت تر منځ د یو پل رول ادا کوي ، د ملت له ستونزو څخه دولت خبروي او د دولت د کړنو څخه ملت خبروي او دا ډګر تر هغه  وخته پورې سپیڅلي پاتې کیدای شي چې د دولت ، خانیت او بدمعاشیت تر اغیز لاندې رانشي او پرته له کومه ډاره هر ژورنالیست خپل مسولیت سرته ورسوي که وګورئ نن …

بشپړ متن

په قطر کې د طالبانو دفتر یو نوی ګام

څو ورځې وړاندې د ډیری شمیر رسنیو په مخکې په قطر کې د طالبانو دفتر په رسمي  توګه پرانیستل شو او له دې سره سم د سولې د عالي شورا لپاره چې مخکې به طالبانو پسې او یا طالبان دوی پسې ګرزیدل یوه دقیقه پته هم پیدا شوه . مخکې داسې یو حالت و چې هر چا سره دا تشویش پیدا کیده چې د سولې عالي شورا خو خبرې غواړي …

بشپړ متن

شجاعي او د قانون ضعیفې منګولې

دا کومه نوې خبره نده چې په افغانستان کې د قانون منګلې څومره ضعیفه او کمزوري دي ، دلته یو څوک قتل وکړي نو خلاص ګرځي ، دلته په زرګونه جریبه ځمکه ښکاره غصب کړي توپک په لاس ګرزي ، دلته په ښکاره ورځ څوک غلا وکړي بیا هم بې وسواس ګرزي . وطن کې قانون لا دومره پیاوړی نه دی چې د دغو ظالمو او زورواکو پهلوانانو سره ډغره …

بشپړ متن