کور / تاج (پاڼه 3)

تاج

سیاسي افراط / تاج محمد تمکین

ټولنیزې اړیکې وې او که سیاسي یا اجتماعي اړیکې ، تعادل په ټولو کې هغه حالت دی چې د تلې دواړه خواوې برابرې ساتې. اکثره وخت په سیاست کې د یو سیاستوال په محبت کې خلک دومره افراط نه کار واخلي چې وروسته پښیمانه شي او یا هم ځینې وخت په ټولنیزو اړیکو کې سړی دومره د افراط نه کار واخلي چې کله یې بیا کار د توقع خلاف وشي …

بشپړ متن

که اجازه وي نو/ تاج محمد تمکین

که اجازه وي نو یو څه به د نوي حکومت باره کې وغږیږو ، د نوي حکومت د رامنځته کیدو سره سم په ټول هیواد کې د مثبت والي یو قسم رڼا خپره شوېده او غټ دی که وړوکی ، ځوان دی که سپین ګیری د ټولو سره نوې هیلې پیدا شوي دي او په دې باوري شوي دي چې وطن په جوړېدو دی. د ولسمشر غني د شپې څو …

بشپړ متن

چارواکیزم او مهمیزم /تاج محمد تمکین

د پوهنتون په دوران کې به مو له ملګرو اوریدل چې د هر څه سره ایزم یو ځای کړې نو سالم مکتب ترې جوړیږي لکه کمونیزم، رشوتیزم وغیره وغیره نو د همدې قاعدې په بنسټ چې د چارواکو سره ایزم یو ځای کړې نو چارواکیزم ترې جوړیږي. د چارواکیزم نه موخه هغه مکتب دی چې ټول چارواکي په کې شاملیږي او مهمیزم کې ټول هغه کسان شاملیږي چې د فیرنګیانو …

بشپړ متن

خبره ګلجانئ شوه / تاج محمد تمکین

د انتخاباتو شرمیدلې پروسه چې د تیرکال د عقرب میاشت کې د نوم لیکنې څخه شروع شوې وه تر اوسه یانې د سنبلې د میاشتې پورې یې نتیجه نده ورکړې.په اغلب ګومان سره دا به د نړئ په تاریخ کې په کوم هیواد کې اولني انتخابات وي چې دومره وخته پورې یې نتیجه نده راوتې . هرو څو ورځو کې دواړه نوماندان یو بل سره ګوري خو پایله یې نه …

بشپړ متن

دترخو ورځو خوږ ولسمشر ! تاج محمد تمکین

حامد کرزی ، د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زیات ستړی او خواري کښ ولسمشر.د غازي امان الله خان نه وروسته ښایي حامد کرزی دوهم داسې انسان وی چې پخپله پاچاهئ کې یې ډیرې سختې ستونزې ګاللې دي .حامد کرزی چې کله د ارګ د مشر په توګه ټاکل شوی ، د هغې ورځې نه نیولې تر ننه پورې یې ډیر چلنجونه برداشت کړي دي . حامد کرزی دداسې …

بشپړ متن

سیاست کې د پای ټکی نشته / تاج محمد تمکین

که چیرته د هیوادونو سیاسي نظارو ته وګورئ نو جوتیږي چې یوه ورځ دوه سیاستوال سره مخالفین وی او یو دبل وینو ته ناست وي ولې بله ورځ همدغه کسان یو بل نه زاریږي او سره خاندي.دا په دې مانا چې په سیاست کې ګټې ډیرې مهمې دي ، د پارټي  او سیاستوالو په سیاسي کاروان کې د ګاډي مخه تل هغه لور ته وي چیرته چې هغوی ته خپلې …

بشپړ متن

د موزیګي شليدلي کټه

سپینه خبره ! په پښتنه ټولنه کې لنډئ او ولسي ټپې د کاڼي د کرښې مثال لري او هر یو کار لپاره څه نا څه فوق العاده لنډئ شتون لري چې زیاتره یې د مشرانو یادې وي . اوس دې لنډئ ته وګورئ چې  د موزیګي شليدلي کټه  چې زه د ې لنګه ټینګوم ، بازو  دې ځینه د افغانستان انتخاباتو ته که نظر وکړئ نو د موزیګي شلېدلی کټ …

بشپړ متن

زده کړه کول د هر افغان اساسي اسلامي حق دی

تعلیم یو داسې رڼا ده چې له امله یې تیارې روښانه کیږې او همداشان د هغې ډیوې شکل لري چې د رڼا د خپریدو له وجې ویده ذهنونه ویښوي او خپلو مسولیتونو او کړنو ته یې متوجه کوي چې باید یې په ښه طریقه تر سره کړي . زده کړه کول د اقتصادي پرمختګ سره ډیرې نزدې اړیکې لري او که په بله اصطلاح ووایو چې پرته له زده کړې …

بشپړ متن

انتخاباتي ناندرئ : تاج محمد تمکین

د جوزا په ۲۴ نېټه دوهمه پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا د افغانستان ملت ثابته کړه چې په تمامه مانا د ولسواکئ غوښتونکي دي او د ټولو خطرونو د قبلولو سره سره یې په انتخاباتي مراکزو کې خپلې رایې وکارولې او د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره یې هڅه وکړه ، د وطن دښمنانو اګر چه په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د سپین ګیرو په شمول …

بشپړ متن

افشاګیري : تاج محمد تمکین

زمونږ د هیواد د سیاست په  ډګر کې خامیانې د نورو هیوادونو په پرتله زیاتې دي ، لامل یې شاید دا وي چې زمونږه هیوادوال د خورا زیاتې مودې راهیسې په جنګونو کې ښکیل شوي ول او د سوله  ایز سیاست چانس ورته چا نه وو ورکړی ، د تیرې یوې لسیزې راهیسې اګرچه خرپ او ترپ ځینې ځینې وختونه وي خو د تېر دور په پرتله ویلی شو چې …

بشپړ متن

د بدخشان غم د هر افغان غم /تاج محمد تمکین

طبعي افتونه یو د هغو بلاګانو څخه دي چې د انسانانو د ژوند حالت له صفر سره ضربوي او د زیان کچه یې هم په دقیقه څوک نشي مالومولای.په تیرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي ولایتونو د سیلابونو له لاسه داسې وځپیدل چې ګن شمیر خلک یې نه یواځې د ژوند د ستر نعمت نه خلاص کړل بلکه زیات یې له خپلو ځایونو څخه کوچیدلو ته مجبور شول او …

بشپړ متن

قانون او جنون / تاج محمد تمکین

یوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې خلک یې د قوانینو نه سرغړونه ونه کړي او خپل ټول ژوند په منظمه توګه د قوانینو د چتر لاندې تیر کړي. بشري ټولنه هغه ټولنه ده چې چارې یې د قواعدو او مقرراتو په واسطه تنظیمږی او دغو قواعدو او مقرراتو ته قانون ویل کیږي خو زمونږه افغان ټولنه کې قانون د غریب لپاره یو حیثیت لري او د مالدار لپاره بل …

بشپړ متن