کور / بوټي (پاڼه 3)

بوټي

قراني بوټي / کیـــــــــــله (الطلح ـــ الموز)

دقراني بوټوپه لړۍ کي دکېلې نوم هم راځي دلته یوه خبره باید واضح کړو چي په ننۍ عربي کي کیلې ته موز ویل کیږي اواکثریت عربوته چي طلح ووایي نه پرې پوهیږي  اوپه عظیم الشان قرآن کي دطلح په نوم ورځیني یادونه شوې ده ،دموریتانیا هیواد یوه څیړونکي محقق حبیب حافظ یوه بهترینه تحقیقي رساله لیکلې ده چي د: الطب الاصلي والطب البدیل په عنوان اود(صدراية الطلح  ) په نامه …

بشپړ متن

دکدو ګټي

داهغه مقدسه ونه ده چي ددې په سیوري کي سیدنا یونس علیه السلام دآرام سا واخیسته قصه یې مشهوره ده چي حضرت سیدنا یونس  علیه السلام په سین کي ځان له کښتۍ څخه وغورځاوه نوکب( مهي) یوه مړۍ کړ ،لوی رب جل جلاله کب ته حکم وکړ چي پام کوه ! بیا ورته حکم وشو چي پروچه یې وغورزوه !څرنګه  چي دحضرت سیدنا یونس علیه السلان بدن مبارک ډېرنازک شوی …

بشپړ متن

دخرماځيني ګټي دپارسي ژبوحکیمانوله نظره :

پارسیان چي کله ذکرشي نومقصدورځني داوسني ایران یاپخواني فارس (پارس خراسان) حکیمان دي زموږدافغانستان پارسیان خواران اوس دنورو له پېښوکولو لاهم لویدلي دي پخوالاڅه ناڅه حکیمان دقلم خاوندان اوعلماء پکښي وو بلکه یووخت دعلم اومعرفت مرکزیت ددوی په ساحه کي وو په روان جریان کي دغرب تاړاک بیابیخي ډیر سیوری پردوی وغورزاوه  اواکثریت یې تطمیع ،تقطیع اوترصیع کړل ـــ الاماشاء الله ـــ دپارسي ژبویوسني عالم حکیم اوبوټي پیژاندی محمدمیرویس غیاثي …

بشپړ متن

خــــــــــــرما : نخیل ـــ نخلة ـــ نخلاً ـــ نخل ـــ لینة

                         پرهغه مقدسه قرآني ونه اومیوه باندي به بحث وکړو چي دلوی رب جل جلاله په عظیم کتاب قرآن کریم کي ۲۱ یوویشت ځایه ورځني یادونه شوې اوصفتونه یې بیان شوي دي چي  هغه خرما ده  خرما په عربي ژبه کي متعددنومونه لري چي ځیني یې دادي نخیل :په دې نامه سره په عظیم کتاب کي اوویه ځایونه ذکرشوې …

بشپړ متن

قراني بوټي / بـــــــــېره »مبارکه ونه »

دبېري دمبارکي وني یادونه په عظیم الشان قرآن کي درې ځایه راغلې ده  چي دوه ځایونه دالنجم په سورة کی پرله پسې که دواړه یووګڼل شي نودرې ځایونه ګني  نوڅلور ځایونه یې په قرآنکریم کي ذکر شوی دی اودریم ځای دواقعې په سورة کي  . لومړی آیت  آیت ۱۴ دوهم آیت۱۶ وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى (١٣)عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى (١٤)عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى (١٥)إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى (١٦)مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا …

بشپړ متن

قراني بوټي / شونډ ـــ زنجبیل ـــ ادرک

اویوهم له قرآني بوټونه شونډدی شونډیاسونډ چي لوی وکم یې ګرده پیژني اوسپین سري اوسپین ږیري یې څه ناڅه له طبي خواصو سره هم بلد دي،په عربي ژبه کي ورته زنجبیل اوپه پاړسوکي ورته ادرک ویل کیږي .دې مبارک بوټي ته هم دعظیم الشان قرآن دیادولو اونوم اخیستلو شرف حاصل دی،اوهم داراز دنبوت دسالار صلی الله علیه وسلم په لاس مبارک یې دتناول مقام خپل کړی دی .زنجبیل په عظیم …

بشپړ متن

قراني بوټي / انــــــــــــــــــــار!

انارهم له هغوپاکومیووڅخه یوه ده چي په عظیم الشان قرآن کي یې دنامه دیادیدلوشرف حاصل کړی دی . اوهمداراز درسالت خاتم صلی الله علیه وسلم یې صفت فرمایلی دی ! له ډېرواوږدواوسوروروخبرو به تیر شو دعظیم الشان کلام په باغچوکي به دانارڅرک ولټوو لوی رب جل جلاله په خپل رښتوني کتاب لوی قرآن کي درې ځایه دانارذکرفرمایلی دی . دالانعام دسورت په دووآیاتونو کي یې ذکرراغلی دی آیت ۹۹ اوآيت …

بشپړ متن

قراني بوټي / ســــــــرکه

۱ ـــ  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :نعم الادام الخل  ـــ الحدیث  رواه مسلم والامام احمد رحمهماالله ۲ ـــ وقال :اللهم بارک فی الخل فانه کان ادام الانبیاء قبلي . رواه ابن ماجه  کتاب الفوائد الصحیة للخل حکیم فارس عدیل ص ۲  ۱ ــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : سرکه ښه کتغ ده! ۲ ـــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي یاالله …

بشپړ متن

قراني بوټي / عنب (انــــــــــــــګور )

دتیروڅومبارکو نومونوپه څېر دانګورنوم هم په فصیح کلام الله المجید کي په تکرار راغلی دی چي په عربي ژبه کي (عِنَب) ورته ویل کیږي اوانګورهم دجنت میوه اوبندګانوته په دنیا کي دیوه عظیم  اوخوندور نعمت په ډول ورکول شوی دی ،په عظیم الشان قرآن کي انګور یوولس ځایه ذکر شوی دی پرعثماني ترتیب به هغه آیتونه راوړو چي دانګوروذکر ورکي راغلی دی البته هغو آیتونو ته به یواځي اشاره وکړو …

بشپړ متن

الزیتون :«خوونه ــ ښون »

څرنګه چي دانځر په اړه بحث کي دزیتون مبارک نوم هم ذکرشو،نوورسره متصل به له دې مبارکي مېوي هم دلوی خداي جل جلاله په توفیق سره بحث وکړو ! زیتون په عظیم الشان قرآن کي ۷ اووه ځایونه ذکرشوی دی په تفصیل سره به ټول آیاتونه پرعثماني ترتیب رانقل کړو اوژباړه به یې هم ورسره ضم کړووروسته به یې پر تخلیق ،تغریس،اوطبي ګټوخبره وکړو  ـــ (۱)دغه دامام ابوبکررازي رحمة الله …

بشپړ متن

قراني بوټي / انځر

 وَالتِّينِ  وَالزَّيْتُونِ (١)       قسم دی په انځر او،ښون «زیتون»باندي    وَطُورِ سِينِينَ (٢)  وَهَذَا الْبَلَدِ الأمِينِ (٣) اوقسم دی په غره چي نوم یې طورسینین دي ،اوقسم دی په دې ښــــــــار امان ورکوونکي «دمکي مکرمي»باندي    لَقَدْ   خَلَقْنَا الإنْسَانَ  فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (٤) چي خامخا په تحقیق پیداکړی دی موږ انسان بني آدم په ډېرښه اعتدال سره  ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ (٥) بیا وګرزاوه موږهغه (انسان …

بشپړ متن