کور / بوټي (پاڼه 2)

بوټي

نسک ، دال ! (عدس) هم دقراني بوټو څخه دی

دالبقرة سورت په (۶۱) آیت شریف کي په خپل پخواني نامه عدس هم یادشوی دی چي له ډېرو اوږدو زمانوڅخه یې کر کرهیله رواج اوخوړل یې دانسانانو عادت وو،نسک چي په عربي کي ورته عدس په پارسي کي هم  ورته عدس په اردوکي (دال) په انګریزي کي Lintil ویل کیږي اوعلمي نوم یې : Lensexculenta    دی  له ګتورو قرآني بوټو څخه شمیرل کیږي ،که څه هم حکیم ابن سینا …

بشپړ متن

چڼي (نخــــــــــــــود)هم دقراني‌ بوټو برخه ده

دعلامه شبیراحمد عثماني له تفسیرڅخه چي ما دالبقره دسورت د(۶۱) آیت شریف ترجمه رانقل کړې وه په هغې کي دفوم یوه مانا چڼه ده نودچڼوله طبي خواصوڅخه به هم لنډبحث وکړو وروسته به دعدس (نسکو) خبره راواخلو چڼي چي په عربي کي ورته حمص ،په انګریزي کي ورته Cicer په پارسي کي ورته نخود ،په اردو کي ورته چنا ویل کیږي اوعلمي نوم یې  Cicerietinum دی ،ددې تفسیر اوترجمې له …

بشپړ متن

هوږه هم په قراني بوټو کې شمېرل کېږي

لکه چي مخکي مي عرض کړی وو چي دفوم یوه مانا هوږه ده نوددې پرسنتي اوطبي اهمیت به هم څه خبره وکړو ،علامه دوکتور عبدالناصرکعدان الدمشقي په اوولس فصلونوکي بهترین کتاب لیکلی دی چي  له اوولسو بوټوڅخه ورکي مستندطبي بحث شوی دی چي یو هم په هغوی کي هوږه ده ، دکتاب نوم یې(الطب النبوي في مجال طب الاعشاب والنباتات )دی ،دشیعه ګانوپه کتابونو کي دهوږي په هکله ډېرجعلي اوموضوعي …

بشپړ متن

قراني بوټي / غنـــــــــــم !

غنم هغه کثیر النفع بوټی دی چي دانسانانو واړه زاړه نراوښخي دنړۍ په هرګوټ کي ورځني تغذیه کیږي په دې بوټي کي لوی رب ﷻ داسي کمال ایښی دی چي دزوکړي له ورځو یو څومیاشتي وروسته یې ماشوم په خوړلو پیل کوي بیادمرګ ترساعته پوري خوهیځ انسان ورباندي خواتوری نه شو که بل هرشی انسان ډیر وخوري نوڅه موده وروسته به یې پرخوړلو شوق نه راځي خوغنم چي غرمه ډوډۍ …

بشپړ متن

خیــــــــــــار اوبادرنګ!«ترې اوبادرنګ»

 خیار چي په پښتني سیمو کي ورته چمبر خیال هم ویل کیږي اوبادرنګ خومشهور شی دی چي په همدې نامه یې هرڅوک پیژني ځکه دادواړه په یوه بحث کي ذکر کوم  چي په عظیم الشان قرآن کي د(قثاء) تری څخه دواړه مراد شوي دي  دعلامه شبیراحمد عثماني  په ترجمه کي خوپه قطعیت سره له قثاء څخه بادرنګ مرادشوي دي هم داراز یې په قوس کي ورځني ترې هم مراد …

بشپړ متن

قراني بوټي / وریــــــــجي !

دبقل دمانا دعمومیت له امله وریجي هم په قرآني بوټوکي شمیرلای شو، څوک دي دغه اعتراض  راباندي ونکړي چي ابو احمد بیخي لاس اېله کړي دي څه چي په مخه ورځي هغه قرآنکریم ته منسوبوي یاالعیاذ بالله له ځانه په عظیم الشان کلام کي لاس وهنه کوي یاده دي وي چي : په عظیم  قرآن کي هرڅه شته  خوځیني شیان په تفصیل سره ذکر شوي اوځيني یې په مختصر ډول …

بشپړ متن

قراني بوټي / جــــــوار !

دبقل دمعنی دعمومیت له برکته جوار هم دعظیم الشان قرآن له بوټو څخه شمیرل کیږي جوار یاجواري چي په عربي ژبه کي ورته (ذره) په پارسي کي هم ورته جوار یاجواري ویل کیږي په اردو کي مکئ اوپه انګریزي کي یې نوم   Amylomaize دی   اوعلمي نوم یې Zeamays   دی .  په غذایي شیانوکي دریم ځای لري چي لومړی مقام دغنمودوهم دوریجو اودریم دجوارودی دنړۍ په ګوټ ګوټ …

بشپړ متن

قراني بوټي / وربشــــــــي !

دعظیم الشان قرآن دالبقره سورت د(۶۱) آیت شریف دبقل دلفظ په مفاهیمو کي دوربشو دغلې تقدس هم څرګند شو لکه چي مخکي مي یادونه کړې وه چي دغنموبحث به وروسته دفوم په څیړنه کي وکړم  انشاء الله  خودځینو ګټورو بقولو (وښواوغلو دانو) په اړه به لنډ سنتي اوطبي ټکي وړاندي کړم : وربشي چي په عربي کي ورته (الشعیر) اوپه پاړسو کي ورته (جو) ویل کیږي علمي نوم یې په …

بشپړ متن

قرآنی واښه یادوم شنه شیان ! ترکاري ! سبزیات !

دحضرت سیدنا موسی علیه السلام  دقوم ګردي غوښتني ،پوښتني ګر وېږني پوښتني آښتني ،اودخپل نبي زوروني هم داغسي نادودي ناشولټي اوپه اصطلاح له عالمه وتلې وې چي یوه یې دترنجبین اومړځانو(مړزان) پرخوړو دصبر نه کول اونورو ډېروڅیزونو دغوښتلو په اړه موضوع وه چي دعظیم الشان قرآن په البقرة سورت کي (۶۱) ایت  شریف کي ورڅخه بیان شوی دی ،دبني اسرائیلو په یوه غوښتنه ترشل زیات واښه شنه شیان ترکاري اوساګ …

بشپړ متن

قراني بوټي / دمڼې ســـــــــــرکه

پردې موضوع دومره ډېري رسالې اومقالې لیکلي شوي چي سړی ورته حیران پاته کیږي خودمضمون حاصل  دګردو سره یوشان دي . په ټولو کي عمده رسائل دمحقق دکتور اسماعیل الکیلاني  د(خل التفاح) په نوم دفوائدالخل  په نامه رساله   دکتوره ریحانه د(الصحةوالتغذیة ) په نوم رساله  دانجینر محمد امجد قاسم الاردني  اودالسید فخري رساله د(الخل والصحة) په نوم ډېري جامع اوپه ډېر دقت سره پر سرکه اودهغې پرګټو په هراړخیځ …

بشپړ متن

مڼی ته خوپه عربي کي تفاح ویل کیږي

اوبله هم له قرآني میوو څخه  مڼه ده ،کیدای شي  خلګ خصوصا علماء کرام به راته خواشیني شي چي هلکه! مڼی ته خوپه عربي کي تفاح ویل کیږي چي دمراح الارواح دلوستلو له وخته مو لادغه نوم په یاد دی چي دهغه په خطبه کي راغلي وو (وهو للصبي جناح النجاح  وراح رحراح وفي معدته حین راح مثل تفاح اوراح …………..الخ)  نودتفاح توری خوپه عظیم الشان قران کي نشته اوپه …

بشپړ متن

ریحان (کشمــــــــــالو)

له قرآني بوټوڅخه یوهم ریحان دی چي په عظیم الشان قرآن کي ئ دوه ځله دنوم دیادیدو شرف ګټلی دی اوهم داراز په نبوي احادیثوکي ورځني نېکه یادونه شوې ده ،لومړنی آیت شریف دالرحمن دسورة ۱۲ دی : بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ (١٢) ترجمه: اوپه دې ځمکه کي دي ډول ډول دانې خاونداني دوښو او خاونداني دخوشبویي ورقي دښو وږمو «ریحان» دي  دوهم آیت ۸۹ …

بشپړ متن