کور / بوټي

بوټي

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې خودلته  ددې ګټوري جنتي اوقرآني میوې دپوستکي په اړه مفصل څه لیکل غواړم : پردې مبارک پوستکي بیخي زیاتي څیړني شوي دي  اوزښته ډیري ګټي لري په لنډو ټکو کي یې رانغاړم : ۱ – اورۍ قوي کوي ، ۲ – چي وچ کړل شي اوبیا واړه شي له شاتو اوبوري سره یې هغه اوبه  …

بشپړ متن

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته چي په لنډوټکو کي ورځني  یادونه کوم ! دبادرنګ پوستکی دسر ددردلپاره غوره علاج دی که دچا پرسر درد وي نو دبادرنګ پوستکی دي  تازه وباسي اوپرتندي اونور سر دي کیږدي یوڅودقیقې وروسته به یې ان شاء الله  دردآرام شي .بادرنګ باید له پوست سره وخړل شي لکه له مخه چي مو یادونه  کړې وه …

بشپړ متن

دپټاټې پوستکي !

پټاټې ځان ته ډېري ګتي لري جلا بحث غواړي خویوه ګټه یې عمومي یادوم چي که څوک  ځان ډنګرول غواړي له خپله غټ لړمانه اوډیرو غوښو اووازګو په تکلیف وي نوپټاټې دي په اوبو کي ایشوي چي پخې شي خوري دې نور خوراک دي نه کوي ځان دي په پټاټو مړوي مالګه اونورهیڅ  شي دي هم نه وراچوي ډنګر به هم شي اونور هیڅ قسم تاوان هم نه ورته کوي …

بشپړ متن

دخټکي پوستکي!

دخټکي پوستکي که لامده په ویښتانو وموښي ،یایې وچ کړي چي ښه کلک شي بیا یې نوواړه   اوړه کړي دسر په ویښتانو یې وموښي بیابیرته سر په پاکو اوبو پریولي چي ښه پاک شي یابل کوم صابون مابون یاشامپو مامپو هم ورکړي نوپروا نه لري ،نو دسر خانګره به بالکل ورکه شي اوویښتان چي چوي دوه یادرې سرونه کوي هغه به بیا نه کوي ،که یې څوک په هغو …

بشپړ متن

دهنــــــــدوانې پټوکی دپنځوناروغیو درمل

هندوانه په خپله هم  دبې شمیره ناروغیو لپاره دواده خوپه دې فصل کي بحث پرپوستکیو باندي کیږي نوپوستوکی یې دپنځو ناجوړیولپاره دوادی! دویني دلوړ فشار دټیټولو لپاره: هندوانه چي  ماتوي نوله مخه یې ښه پاکه پریوله چي ماته دي کړه نوښه یې پربیخ وتوږه چي په پټوکي باندي یې سره غوښه پاته نه شي تش پټوکی یې راواخله لمر ته یې کیږده چي ښه وچ کلک شي  بیایې واړه کړه …

بشپړ متن

دمالټې پوستکی !

دمالټې خپلي ګټي خوبیلي دي ،که څه هم موږ په قرآني بوټوکي ورځني بحث نه دی کړی په نبوي طب کي به ان شاء الله  یولاره ورته جوړه شي چي ورکي داخله شي که نه وه نوپه عمومي ،طب الاعشاب یاالطب البدیل کي موڅوک مخه نه نیسي ،خواوس به یې دپوستکي ځیني هغه ګټي بیان کړو چي دپام وړ دي ترڅو له دې وروسته یې څوک هسي خوشي چټي ونه …

بشپړ متن

دخرما زڼي !

دخرما زڼي چي پراور وسوځول شي اوسکاره شي ،بیاښه واړه کړل شي نودسترګولپاره ترټولو ښه رانجه دي چي سترګي ورباندي توروي نودسترګو ځیر (نظر) تیزوي ،باڼه راشنه کوي اوټينګوي یې اوسترګي ښې ورباندي توریږي . همداراز جدید طبي تحقیقات وایی :چي سترګي غټوي اوښائست ورته بخښي ، ۲ -که هغه ښځه یې چي ماشوم ته تی ورکوي دقهوې په ډول په اوبو کي ایشوي هغه داسي چي ویې نه سوځوي …

بشپړ متن

ښــــــــــوره ګـــز ! (الاثـــــــل)

دعظیم الشان قرآن په بوټو کي یوهم ښوره ګز دی چي دالسباء په سورت  کي یوځل ذکر شوی دی  آیت شریف (۱۶) سورة سباء   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ (١٦) ترجمه: پس وګرزیدل (له شکره اوله دعوته دانبیاؤاهل دسبا) پس ومولیږه پردوی سیلاو دیوه زورور خوړ اوبدل  ورکړ موږ دوی ته په ځای ددوو …

بشپړ متن

زقـــــــــــوم ! بې ګټي بوټی !

په عظیم الشان قرآن کي دزقوم بوټی په ډېرو سورتونوکي یاد شوی دی خوټول ترټوله دقهر اوعذاب په آیتونو کي لوی رب ﷻ دي موږ ته په خپل لوی فضل اورحمت سره نجات راکړي (آمین) په عظیم الشان کتاب لوی قرآن کي دالواقعه –الاسراء- الدخان په سورتونوکي دزقوم ونه یاده شوې ده چي العیاذ بالله په دوزخ کي راټوکیدونکې ونه  ده اودکافرانوخوراک ده – العیاذبالله ! په سورة الاسراء کي …

بشپړ متن

کــــــــــــــاپور!(کافور)

له قرآني بوټو څخه یوهم کافور دی چي یوځای دلوی رب ﷻ په کلام کي راغلی دی  سورة الدهر آیت (۵) بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  إِنَّ الأبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (٥)عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا (٦) ترجمه :بیشکه ابرار نیکان څښي (په جنت کي) له جامونو دشرابو ځني چي وي ګډ له هغو سره (جنتي) کافور چینه چي څښي به له هغې څخه (نیک ) …

بشپړ متن

اوری (خـــــــــــــــــــردل!) پېژنۍ ؟

یوهم له قرآني بوټوڅخه :اوری (خردل ) دي په عظیم الشان قرآن کي په دووځایونوکي لوی رب ﷻ داوری ذکر کړی دی ، لومړنی آیت (۴۷) سورة الانبیاء   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ (٤٧) ترجمه: اوکیږدو تلي دانصاف دپاره د(اهل د) ورځي دقیامت پس ظلم به نه وکړ شي په هیڅ …

بشپړ متن

پیاز ! (البصـــــــــــــــل)دقراني بوټو په شمار کې راځي

په ذکر شوي آیت شریف کي پنځم اووروستنی شی چي بني اسرائیلو یې غوښتنه کړې وه یوهم پیاز دی .قرآني بوټی پیاز چي په عربي کي  ورته (البصل) په پارسي اواردو کي هم ورته پیاز په بلوچي کي یې لږنوکی نامه ته تغیر ورکړی دی پیماز ورته وایي په انګریزي کي Onion  ورته ویل کیږي اوعلمي نوم یې Alliumcepa دی  دهوږي له فصله څخه شمېرل کیږي .داسي کوربه نه وي …

بشپړ متن