کور / ظریفي (پاڼه 7)

ظریفي

درباني په نوم د پوهنتون نومول د استاد درناوی که متنازعه کول ؟

دا یو ښکاره حقیقت دی چې په تیرو دریو لسیزو کې په افغانانو ډیرې ناخوالې رامنځته شوې دي چې یوه پکې د سیاسي نظریاتو ټکر او یو د بل نه زغمل دي ، چې د پردیو په قومانده د هغوي هدف ته د رسیدو په لار کې یو سیاسي ګوند یا جهادي تنظیم او ګوند په ضد جنګیدل دي ، چې د تخار په ولایت کې د حزب اسلامي او …

بشپړ متن

(جیره خوران ، دیگر بس است ، اینجا کابل است ، نه تهران و قُم)

په دې ورځو کې کابل کې ګرمه لوبه د حیات الله خمیني د مړینې د ۲۳ مې کلیزې لمانځل او د هغه د لویو عکسونو ځړول دي چې د کابل د شار د شریفو اوسیدونکو ملي روحیه ئې جریحه داره کړې ده او دې ته ئې اړ کړي چې سوله ایز لاریون وکړي ؛ ویل کیږي چې د ایران لاس وهنې چې تر اوسه دا درې لسیزې د پردې تر …

بشپړ متن

تاسو ماپيژنئ ؟دیوه افغان چارواکي په اړه معلومات! بادام ظریفي (فقیر)

 زه ستاسو خدمتګار لوړ پوړی چارواکی یم ، ما خپل عالي تعلیمات په بهر ملکونو کې کړي ، د اوسنيو پوستونو څخه مخکې مې په افغانستان کې کومه رسمي دنده نه ده ترسره کړې . په خامو سرکونو مې کله قدم نه دی ایښی ، د جهاد او مقاومت په وخت کې مې په خارج کې خپله مزدوري کوله ځکه چې خپل بادار مې راته څه هدایت نه و کړی …

بشپړ متن

د اعلیحضرت غازي امان الله خان وینا!!!

  پښتني رواجونه چې کولتوري رنګ لري مثبتې او منفي خواوې که ئې د څیړنې لاندې ونیول شي نو ډیر څه به ترې په لاس راشي ، سږ کال اختر کې زه هم د رواج د ادا کولو لپاره د خپل مرحوم ورور شاه ولي خان ظریفي او وریرې نرګس ظریفي چې د ۱۹۹۶ کال د نومبر په ۲۳ مه وفات شوي وو د لومړي اختر په نوم چې د …

بشپړ متن

د ثور اوومه د جدي شپږمه ، د ثور اتمه او د سپټمبر یوویشتمه

 لیکوال : بادام ظریفي (فقیر) د ګران هیواد په معاصر تاریخ کې پورتنۍ ورځې د افغانانو د بدبختۍ ، نادودو، ناخوالو ، بدمرغیو او د دوامدارو ستونزو کرغیړنې دي او هره ورځ ئې د ځان سره دې مجاهد ، باتور  ، میړني ، مسلمان او د ښه نیت لرونکي ، صادق ، پاک زړي ملت ته بدبختۍ راوړي دي د تاریخ په مطالعه کې د اتلسمې پيړۍ لوي ښکیلاکي او …

بشپړ متن

موندلی لیک !!! لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

قلم او کاغذ ډير لوي او عظیم مقام لري ، ځکه چې د ټولو مخلوقاتو ازل په قلم لیکل شوی او په قلم لوح محفوظ کې محفوظ دی ؛ هغه لوي ذات چې د ټولو مخلوقاتو خالق دی او د هر څه مالک دی او د ټولو کائيناتو رازق او پالونکی دی کله په انځر کله په زیتون کله په بیت المقدس کله د تور په غره (کوه تور) کله …

بشپړ متن

د عامې روغتیا یو نیک قدم اوچتول دي

  لیکوال : بادام ظریفي (فقیر) د ۱۳۹۰ لمریز هجري کال د کب د میاشتې په ۲۳ مه نيټه د جلال اباد د ټولو روغتیا (صحت عامه) په روغتون کې د روغتون د چارو د ښه سمبالښت او بیارغونې لپاره د یو ټولنیز بورډ جوړول ضروري ګڼل کیدل . نو په دې منظور د روغتون رییس ډاکټر شمس الرحمن له خوا يوه غونډه جوړه شوې وه چې د بورډ د اهدافو …

بشپړ متن

درې دريمې نيټې او درې بدلونونه

        دا زمونږ قسمت دی د وطن دښمنان تل وهو  یو وهو بيا بل وهو بيا بل وهو د افغاني روڼ ملي تاریخ په رڼا او مطالعه کې هر وخت ، هر دور  ، هرپاڅون او هره ودریدنه کې افغانانو په نظامي برخه کې ماتې  نه ده خوړلې خو د بده مرغه چې په سياسي ډګر کې ئي هيڅکله  هم بریالیتوب نه دی په برخه شوی مطلب …

بشپړ متن

لايتناهي سفر او نامعلوم جهت

لیک : بادام ظریفي (فقیر)\ زما یو ملګری او اډیالوژیکي ورور تقریباً د اوویشت اته ویشت  کالو راپه دې خوا چې چیرته د چا سره مخامخ شي بس د ډیرې  تشریح د اوریدویا ویلو په مقابل کې یوه خبره کوي چې لاتیناهي سفر او نامعلوم جهت چې د دې جملې په ډیرو ویلو سره اکثره  ملګري ورته لیونی وائي خو که څوک دې وینا ته ښه زیر شي  او د …

بشپړ متن

خط غلط ، انشاء غلط ، املا غلط ، ملا غلط از سر غلط ، تا پا غلط

لیک : بادام ظریفي فقیر د اعلیحضرت امیر امان الله خان د افغانستان ځوان پاچا په اړه ویل کیږي چې هغه ته افغانستان او افغانان ډیر ګران وو ، د تاریخ په مطالعې دا څرګندیږي چې دا یو وقعیت و ، غازي په رښتيا هم په افغانانو او افغانستان ميين ټولواک و . ما چیرته د تاریخ مطالعه کوله نو د غازي امان الله خان یو بیانیه چې په ۱۳۰۷ …

بشپړ متن

د څوکۍ مازیګری لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

ابله ورځ په کور کې پر کټ نیم ویښ او نيم ویده پورت وم ، چې د ټیلیفون غږۍ په اواز راغله ، د (بلې) په ویلو سره مې د سلام څخه وروسته دا ځواب واورید چې زه میاخیل یم ، د څوکۍ څخه تاسو ته مخاطب یم ، مونږ دلته یوه فرهنګي ټولنه جوړه کړیده ،ستاسو څخه د یو روڼ اندي سپین ږیري او فرهنګي شخصیت په توګه هیله …

بشپړ متن