کور / ظریفي (پاڼه 2)

ظریفي

ملا عمر اخوند مړ شوی که وژل شوی؟

موږ ماشومان وو او زموږ په علاقه کې یو محلي کمیډي و، چې محمد لال نومیده، ده به د خوښۍ په مراسمو، ودونو، کوژدنو او نورو محفلونو کې ټوکې ټکالې کولې او د خلکو د خندولو لپاره به یې د هر راز هنري حرکاتو څخه کار اخیست، تر څو محفل ګرم وساتي. محمد لال به همیشه دا خبره کوله چې زه به د خپل مرګ وروسته هم خلک وخندوم، رښتیا …

بشپړ متن

د مسټر جان کیري د ملي وحدت نخسه د دې ملت په درد دوا نه شوه

افغانانو د یو نیم میلیون انسانانو په قرباني او یو نیم میلیون انسانانو په معیوبیت او د پنځلس میلیونو افغانانو په هجرت د دنیا لوی مجازي قدرت سور ښامار سوسیال امپرالیزم غیر طبعي او غیر منطقي نظریې (کمونیزم) ته ماتې ورکړه او په نړۍ کې یې دغه مردوده اډیالوژي چې د یو کمربند په شکل د نړۍ څخه تاو شوې وه، پرې او ټوټه کړه. د افغانانو د جهاد او …

بشپړ متن

هیواد کې د پيښو ستونزو حل له ملت جوړونې پرته ناشونې دی.

موږ چې واړه وو، دا خبره ډیره مشهوره وه، چې چا به ښې معقولې خبرې او یا به چا داسې هوښیار کار وکړ، یا به چا په مهارت سره دوه کسه په جنګ واچول او یا به چا د خلکو سره ښې دوکې کولې؛ نو هغه ته به سم انګریز ویل کیده او هر چا به د پورته اعمالو سرته رسولو واله ته د انګریز بچې ویل او خپلو منځو …

بشپړ متن

د تورخم سوداګریز بندر که د مافیا ځاله

زما په اند مافیا هغه نامعلوم قوت دی، چې فزیکي تشکیلاتي او څرګند وجود نه لري؛ خو لکه د پیریانو اثرات یې محسوسیږي، مافیا لکه د بریښنا (برق) په شکل مخلوقات وژلی شي، نړۍ روښانولی شي او پرمختګ راوستلی شي. څه د پاسه یوه پیړۍ پخوا د امریکا په لویه وچه کې (۹) کورنۍ یهودیان سره په دې سلا شول، چې راځئ د زبیښاک یو نوې طریقه ایجاد کړه، چې …

بشپړ متن

افغانستان ځان غولوي او پاکستان جهان غولوي/ظریفي

د نړۍ ستراستکباری ښکیلاکي او زبيښاکي هیواد بریتانیا چې کله د کلچرز یانې د هیوادونو د فرهنګونو په نوم په ټوله نړۍ د مکر او فریب لویه امپراطوري جوړه کړې وه او ویل کیږي، چې په دې امپراطورۍ کې یې لمر غروب نه کاوه، که یو ځای کې به شپه وه، بل چیرته به ورځ او لمر و؛ خو دا چې افغانانو او په ځانګړي ډول پښتنو د لومړي ځل …

بشپړ متن

دوستي که دښمني؟

د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بابا ادم (ع) په اولاد کې د هابیل او قابیل ترمنځ د ګټې او تاوان جنګ پيل شو او تر دې دمه ټول جنګونه اقتصادي جنګونه دي، جنګونه په ټوله کې دوه ډوله دي چې یو جنګ ته روا او بلته ناروا ویل کیږي، روا جنګ د خپلو حقونو د لاسته راوړلو او د خپلو حقونو څخه د دفاع په …

بشپړ متن

دوه اتلې شهیدانې دوه ناهیدې

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه سلطنت پایله، چې د احمد شاه بابا د ټولواکۍ شاهي نظام د پيل څخه په پيړیو پيړیو شاهي نظامونه چلیدلي دي، د پاچاهۍ په سر جنګونه شوي؛ خو څوک په مټ قوي و، هغه مشري کړیده، د ظاهر شاه پلار اعلحضرت نادرشاه هم پاچاهي په زور نیوله وه او کابل یې د بچه سقاو د منګولو ژغورلی و، چې مارشال شاه ولي خان ته د کابل …

بشپړ متن

د ع او غ تعذیت که ازیت؟

د لمریز ۱۳۹۴ کال دغويي د میاشتې په ۳ نیټه غبرګوني حکومت مشران د جلال اباد ښار ته د تیرې غمیزې چې د جلال اباد ښاروالۍ او کابل بانک ترمنځ سرک باندې د ځانمرګي برید په پایله کې زموږ د وطن بچیان په سرو وینو کې ولمبیدل ۳۵ تنه یې شهیدان او ۱۲۵ کسه ټپيان شول په دې درد کې ټولو افغانانو ځان شریک وګاڼه او هم د نړۍ ټول …

بشپړ متن

یو وحشي‌عمل دانسانیت په وړاندي ګوزار

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي هغه سهار د کوره په دې تمه راوتی و، چې تر مازیګره به که مزدوري پيدا شوه؛ نو په اوجوره به یې کور ته چای، بوره، وړه او کچالو راوړم، هغه د کوره راوتلی و، چې نن به خپله د یوې میاشتې د قربانۍ چې هر وخت د وطن د ساتنې په سنګر …

بشپړ متن

د خوست پيښه مرموز او مجهول واقعات

د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ ۲۶ مه نیټه هغه مرموزه او مهجوله ورځ ده، چې د پرلپسې پيښو، واقعاتو ، تحولاتو او حوادیثو زیږنده ده، د همدې ورځې پيل کیږي ، په دې ورځ ، (KJB) او (CIA)  غبرګ لاسونه چې له پخوا ورته په لټه کې و هیواد ته داخل شول او لوبه د شهید محمد هاشم میوندوال د مرموز شهادت څخه پيل کیږي او د ملت ډيرې …

بشپړ متن

کمپ ډیويډ که د نړیوالې قوماندې مرکز

هغه وخت چې نړۍ یو قطبي شوې نه وه، د همدې کمپ ډیویډ څخه د نړۍ نیونې او په نړۍ برلاسي لپاره قومانده ورکول کیده او اوس هم کمپ ډیویډ چې د (CIA) مرکز دی، ټولې نړیوالې توطیې ، توسعې ، هدایات ، احکامات ، مجازات ، مکافات ، د همدې هاوس څخه صادریږي، د ډیرو لویو شخصیتونو د مرګ فیصلې همدلته شوي او کیږي، چې فقید ایف جان کنیډي، …

بشپړ متن

یو پټی شفتله یې وخوړه، دوی یې لا اوس هم مږه بولي.

له کلنه چې (KJB) په افغانستان کې ماتې وخوړه؛ (CIA) د جهان نیونې په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پروژو باندې کار پيل کړ، د ایران څخه د خپل کسات اخستلو، مرکزي او ختیځې اسیا ته د لاس رسي، د روس او چین، د مخنیوي پروګرامونه او پروژې یې ډیزاین کړې او ورسره سم یې د نړیوال کیدو غږ اوچت کړ او دا ځکه چې نړۍ یو قطبي …

بشپړ متن