کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره

د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر وخت او هره ورځ خپل کار له لاسه ورکولای شي . دنوري‌ نړۍ برعکس په افغانستان کې دخبریالانو  ژوند بیمه نه دی .  ځیني نړېوالې رسنۍ چې په ډېرو هیوادونو کې خپلو کارکونکو ته Life insurance یا دژوند بیمه ورکوي په افغانستان کې خبریالان له دغه راز آسانتیاو بې برخې دي.  په ځینو نړېوالو رسنیو …

بشپړ متن

دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

سیمه په دې وروستیو کې دځینو جغرافیايي سیاسي بدلونونو شاهده وه . په دې کې دپام وړ پرمختګ دچابهار بندر دپراختیا تړون وو چې دهند،‌ایران او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو .  له دې سره هند مخامخ دافغانستان او دمنځنۍ اسیا بازارونو ته لار ومونده .  په هند کې د«کارنیګي‌ څېړنیز بنسټ» مشر وايي ‌چې له ۱۹۴۷ میلادي کال وروسته دپاکستان له بیلېدو او له ځانه سره دکشمیر دیوې برخي‌ رانیولو …

بشپړ متن

دطالبانو نوی مشر او دافغانستان راتلونکې !

  کله چې تېر کال دطالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر اخوند مړ اعلان شو ،نو د ملا عمر پر ځاى د ملا منصور ټاکل کېدو ته د طالبانو ګڼو پياوړو قوماندانانو دشک او حتا ځینو د کودتا په سترګه کتل او دا مسئله په افغانستان کې د طالبانو د سيالو ډلو ترمنځ د خونړيو شخړو سبب شوه ، چې په پایله کې دملا دادالله اخوند دوه وروڼه او ډېری …

بشپړ متن

په کندهار کې دوخت د «زرداد» سپی / میرویس افغان

دلندن نه ختیځ لورته دفرانسې سمندري سرحد ته څېرمه ډوور ښار ته نېژدې دیوه ښارګوټي سره په خواکې یوه ډبرینه کلا جوړه ده . هلته دبریتانیا تر پارلمان هم سخت امنیتي تدبیرونه دي . پر هرقدم دڅارکیمره ولاړه ده او هرلورته کږې وږې لاري دي‌ . که څه هم پاکه او صفا سیمه ده ، خو کلاوهشت ناکه او وېره ونکې ده .دموټر تمځای هم خورا لیري جوړ دی .  …

بشپړ متن

دطالبانو پاشلې خو خطرناکه جګړه! میرویس افغان 

دطالبانو دواکمني له ړنګېدو راهیسته اوس تر بل هروخت دغه ډله دافغانستان پر ډېرو لیري پرتو سیمو واکمنه ده . سږکال ژمی طالبان تر بل هروخت زیات وجنګېدل او دډېرو تېرو کلونو برخلاف یې سخت بریدونه او لويي – لويي جګړې وکړې .  دطالبانو جګړې او بریدونه هغه مهال لا نور ګړندي شول چې ددوی مذهبي پیشوا او دتحریک مشر ملا محمد عمر اخوند مړاعلان شو.  دانو داسي وخت وو …

بشپړ متن

دملا محمد عمر اخوند مړینه تېروتنې او اختلافات! میرویس افغان

دافغان طالبانو مشر او دافریقا،الجزایر،عراق،شام،فلسطین ازبکستان او یمن دتوندلارو ډلو روحاني پیشوا او امیر المؤمنین ملا محمد عمر اخوند مرګ په داسي ډرامايي ډول راڅرګند شو ،چې ښايي ددغو ډلو له غړو سره سره یې طالبانو هم اټکل نه کاوه .  له نېژدې شلو کلونو دیوې ډلي دواحد مشر په توګه پاتې شوي ملا عمر اخوند که څه هم یو منظم حکومت ته ورته یو تنظیم تر شا پرېښود ، …

بشپړ متن

دملا محمد عمر اخوند امارت او دهغه نېژدې پلویان / میرویس افغان

تاسو به هم اورېدلي وي چې اکثره غله پیر پرسته ، خراباتیان او ځیني ځیني خو یې په پیر پرستي کې دموریدي ومقام ته رسېدلي وي .« البته زه دفتري غله نه یادوم بلکه دهغو غلو خبره کوم چې لاري به یې نیولې او ځانګړي‌ اصول یې هم لرل .» دا کیسه مشهوره ده چې غلو یوه ورځ لار نیولې وه او پر لاري یو سید(اغاصیب) راروان وو چې پر …

بشپړ متن

دملا محمد عمر اخوندمړینه او دطالبانو تحریک! میرویس افغان

څه دپاسه دیارلس کاله وسله وال طالبان په افغانستان کې دامریکا په مشري دناټو ځواکونو سره وجنګېدل . دا جګړه له یوه لوري هم افغاني‌ نه بلل کېده .  افغان حکومت پلوه کړیو طالبان دپاکستان لاسپوڅي او دپردیو دګټو پالونکي‌ بلل، خو طالبانو او دهغوی پلویانو بیا خپلو مخالیفینو ته دامریکا دګټو ساتونکې او دپردیو غلامان ویل .  دغې بدمرغي جګړې چې په اساني ورته دسولي‌ لار نه موندل کېده …

بشپړ متن

ولې دخوست والي‌ عبدالجبار نعیمي ؟ میرویس افغان

دافغانستان په خوست کې چې دډیورنډ پرپوله پروت ولایت دی دتېري‌اونۍ راوروسته احتجاجونو زور اخیستی . خلک راغونډ شوي دي‌او هڅه کوي‌ چې دخوست والي عبدالجبار نعیمي‌له دندي‌لیري کړي .  دوی پر ښاغلي نعیمي تور پوري کړی دی چې ګواکې په اداري فساد کې لاس لري او دځمکو په غضب او دقومونو په جنګولو کې ښکیل دی .  دولایتي شورا ځیني‌ وکیلان او ځیني مخور کسان دیوه جوړپلان له مخي …

بشپړ متن

ټول عمر(۱۸) ساعته بې تنخوا کارېګر! میرویس افغان

ښايي زما ددې لیکنې لوستونکي‌ ارو مرو په یوه نه یوه کار بوخت وي‌، څوک به دفترونو ته ځي او څوک به پلورنځیو کې کار کوي ، ځوک به خپل کاراوبار لري او ځیني نور به بیا دنورو دکارونو دښه والي لپاره هڅي کوي .  ځیني به ښوونځیو ته ځي او ځیني نور به دژوند په یوه نه یوه چاره بوخت وي‌.  هر څوک دخپل دغه کار سره سره یوه …

بشپړ متن

ملامحمد عمر مجاهد مړ که ژوندی ؟ میرویس افغان

دافغانستان ملي امنیت داسي انګېري‌ چې دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد مړدی او دطالبانو دتحریک مشري ملا اختر محمد منصور کوي . دافغانستان ملي‌امنیت دملا محمد عمر دمړیني‌شواهد هم په لاس کې نه لري چې افغان ولس ته یې وړاندي‌کړي .  له بله لوري دطالبانو ویندویان ټینګار کوي چې ملا صاحب ژوندی دی او دتحریک مشري په غاړه لري ، البته دطالبانو ویندویان هم داسي‌ هیڅ یو ثبوت په …

بشپړ متن

راتلونکی حکومت اودولسمشر واک ! میرویس افغان

دحامد کرزي‌ یو اکا(تره) چې موږیې شاه کاکا بولو، ډېر زیات ټوکي‌او په ژبه او دماغ تېز سړی دی ، هغه دکرزي دواکمنۍ ‌پر مهال په بیا بیا دا یوه ټوکه همېشه تکراروله چې هغه دخدای پاک له لوري دقومونو دوېش خبره وه . شاه کاکا به ویل : «الله پاک خپل دربار ته دافغانستان دټولو قومونو استازي ‌وربللي وو او هریوه ته یې خپله خپله ونډه ورکوله ، په …

بشپړ متن