کور / کابل څانګه (پاڼه 5)

کابل څانګه

روسي چارواکوافغان دولت ته منلې چي له طالبانوسره اړیکې لري

افغان دولت له روسانوڅخه دطالبانو دمرستې په اړه سپیناوی غوښتی چي په همدې اړه دروسيې سفیر الکساندرمانتیڅکي ویلي چي دوی له طالبانو ډیپلوماتکې اړیکې لري خو مالي اوځاني مرسته یې ورسره نه ده کړې.  ښاغلي مانتيڅکي نن د مشرانو جرګې د نړیوالو اړېکو په کمېسیون کې وویل چې له طالبانو سره د دوی اړیکه په افغانستان کې د روسانو د خوندیتوب په هدف ترسره شوې ده موږ له وسله والو …

بشپړ متن

په لغمان ولایت کې ۱۲زره کډوالوته دکورنیودنمرو ویش پیل شوی

په لغمان کې د دولس زرو کډوالو کورنیو لپاره د بابا صیب د نوي ښار ګوټي پروژه پرانېستل شوه. دلغمان ولایت مطبوعاتي دفترڅخه په یوه لیږدول شوي خبرپاڼه کې خبریال ویب پاڼه کې ویلي شوي چي په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له …

بشپړ متن

 داعش غواړي له ننګرهار نورستان ته وتښتي

 افغان دولت ویلي چي داعش نور په ننګرهارکې دځالګیوپه ځپلوسره غواړي کومونورولایتونوته وتښتي ،خواحتمال شته چي کونړنورستان اولغمان ولایتونوته وتښتي ،خودنورستان ولسي خلکو ویلي چي دننګرهار په لیدوسره به هیڅکله داعش ته دخپلوغرونو اوسیموکې داوسیدولواومرچلو ځای اوموقع ورنه کړو. حکومت له دې لارې هڅه کوي د هغو داعش وسله والو مخه ونیسي، چې له ننګرهار او کونړ ولایتونو نه دغه ولایت ته د ورتګ هڅّه کوي په دې وروستیو ورځو کې د نورستان والي له قومي مشرانو سره …

بشپړ متن

پاکستاني رسنۍ:طالبانومشرفضل سعیدخپل ملګري وژلی دی

پاکستاني رسینوویلي چي د طالبانو  مشهور قوماندان  فضل سعید حقاني‌ د خپل  نږدې  ملګري  لخوا وژل شوی دی.  د طالبانو مشهور  قومندان  فضل سعید حقاني‌ د پاکستان  د کرمې ایجینسۍ په سیمه کې  د خپل یو تن بل نږدې  کس  سره ووژل شو. د پاکستان د خبري‌ رسنیو د خبر له مخې  فضل سعید حقاني‌ د پاړه چنار په سیمه کې  د خپل کور تر څنګ  د خپل  یو تن …

بشپړ متن

ننګرهارپه پولیسو کې دښځینه قشر لړۍ پراخه شوې

په ننګرهارکې دښځینه پولیسو لړۍ پراخه شوې په همدې اړه ددې ولایت امنیتي چارواکوویلي چي  سږ کال ۵۰ ښځینه پولیسې پر دندو ګمارل شوي. په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو لیوالتیا زیاته شوې، چې یوازې سږ کال يې ۵۰ ښځینه پولیسې پر دندو ګمارلي دي. د مرسل په نوم د پولیسو په لیکو کې یوه څارنمنه ده، دانعکاس سره دخبروپه مهال ویلي …

بشپړ متن

دامریکادفاع وزارت پاکستان ته دوسله والو ځپلوخبر ورکړی

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټرپه دې ۳ ورځوکې ځینې هیوادونوته یوڅو ځغلنده سفرونه کړې چي دهغوی له جملې څخه افغانستان ،جاپان اوهند دی ،نوموړی دافغانستان اوهندپه اړه څرګندونې کړې چي پاکستان د دواړو هیوادوپه وړاندې دوسله والو مرسته کوي اوباید دهغوی ځالګۍ دپاکستان له هیواد څخه دتل لپاره وکښل شي اوپاکستان ته یې هم په دې اړه خبرداری ورکړي چي دوسله والوپټنځایونه دې ختم کړي. هغه ویلي چي …

بشپړ متن

په لوګرکې ۶لکه ډالروپه لګښت سپورټي سټیډیوم جوړشو

دلوګرپه ولایت کې دشپږلکه ډالروپه لګښت په اتلس جریبه ځمکه ې یوپراخ سپورټي سټیډیوم جوړشوی چي نن به ددې ولایت دچارواکوله خواپه رسمي ډول پرانستل شي. دلوګروالي په ویناچي  پر دغه سټیډيوم چې پر يوه مهال څلور-زره کسان په کې ځاي ېږي، شپږلکه امريکايي ډالره لګښت راغلى دى په مرکز پل علم کې په په دغه جوړ شوي سټیډيوم کې د فوټبال، واليبال او باسکټبال لوبې ممکنې دي. په همدې …

بشپړ متن

ارزوګان چارواکي دوسله والو دوژلو ادعاکوي

ارزوګان چارواکي دوسله والو دوژلو ادعاکوي دارزوګان ولایت ځايي چارواکو ادعاکړې چي په یوه اوونۍ کې دعملیاتوپه ترځ کې ګڼ وسله وال وژلي دي. د ارزګان ولايت چارواکي وايي، د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې د روانو پوځي عملياتو له کبله په يوه اوونۍ کې تر ٢٠ ډېر   وسله وال وژل شوي دي. د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، د دغو عملياتو په نتيجه کې د مرکز …

بشپړ متن

ننګرهاریان: دحکمتیارپه ننګرهارکې مېشت کیدل نه منو

ننګرهاریانو وايي چي له یوې خوا داعش ،له بل پلوطالبانو اودریم به حکمتیار را درومي کیدای شي ننګرهارنور دژوند کولو ونه اوسیږي .   دوی ویلي،چې ننګرهارد حکمتیارد استوګنې ولایت نه دې او نه هم حکمتیارته په ګټه تمامیدای شي . وروسته له هغې چې په ننګرهارکې ګلبدین حکمتیار ته د استوګنې برابرولو د امادګۍ خبر ورکړل شو، د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکو په دغه ولایت کې د هغه له اوسیدو …

بشپړ متن

د عثماني امپراتورۍ په اړه د هاليوډ نوى فلم نندارې ته وړاندې کیږي

د عثماني امپراتورۍ په اړه د هاليوډ نوى فلم ! یوې ترکي سرچنې د هاليوډ د سينما نامتو څېرو پتيله ده چې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د يوې نرسې په زړه پورې كيسه نندارې ته وړاندې كړي. دا فلم چې The Ottoman Lieutenant نوميږي د ۲۰۱۷م كال په لومړنيو درې مياشتو كې په نندارې ته وړاندې شي. فلم د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د يوې امريكايۍ نرسې د سترګو ليدلى …

بشپړ متن

نن به په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي

 نړۍ والو ادارو په افغانستان کې دبشري حقوقو حالت خراب بللی دی نن د بشري حقونو نړيواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د ١٦ورځني کمپاين وروستۍ ورځ ده. راپورونه څرګندوي چې په افغانستان کې ګڼې ښځې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخامخې دي. په بدو يا هم وړکتوب کې د نجونو ورکړه، اجباري ودونه او وهل ټکول په افغانستان کې د …

بشپړ متن

دننګرهارپه شپني عملیاتوکې دطالبانودمعارف مسول وژل شوی

دیوه خبرله مخې چي تیره شپه دننګرهار ولایت په خوګیاڼوولسوالۍ کې دکډوشپني عملیاتو په مهال د دطالبانو دیادې سمې دمعارف مسؤل وژل شوی دی. طالبانو منلې چي تیره شپه د دوی دمعارف مسول چي یادې سیمې ته یې کار کولو په شپنۍ چاپه کې وژل شوی دی. په همدې اړه دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دغه جنایت په داسې مهال ترسره کیږي چې د کابل اداره …

بشپړ متن