کور / کابل څانګه (پاڼه 2)

کابل څانګه

  بشري حقونوخپلواک کمېسیون دایشچي دقضیې سولیزحل غوښتی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولوي عبدالرحمن هوتک د احمد ایشچي قضیه د اندېښنې وړ ګڼي اوله افغان دولت یې ددې قضیې په اړه جدې اوشفافه څیړنه غوښتې ده. دبشري حقونودخپلواک کمېسیون کمېشنر عبدالرحمن هوتک نن یوې سرچنې ته ویلي چي  دولت باید د احمد ایشچي قضیې په اړه بې طرفانه څېړنه وکړي او نتیجه یې له ملت سره شریکه کړي . دولسمشرلومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او …

بشپړ متن

دهیواد د ۳۴ ولایتونوپه ۱۱۶ ولسوالیوکې ۵۰۱۳ښوونځۍ فعال دي

 دپراختیاوزارت دسږکال ۱۰۰۷ښځیومعلوماتي راپوروړاندې کړل چي نوموړي مسؤلینو ولسمشرښاغلي اشرف غني ته دیاد راپورپه اړه مفصل معلومات وړاندې کړی دی. دکلیو پراختیا وزارت د انسټیيوټ رئیس مختار غفارزوی، د تخنیکي کمېټې په استازیتوب د ۱۰۰۷ ښوونځیو په اړه د ترسره شوې سروې او ارزونې موندنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ښاغلي غفارزوی وویل، دغه سروې او ارزونه په ټول افغانستان کې د  سروې شویو ښوونځیو له لارې د …

بشپړ متن

کندزکې ۵ وسله والودماین ښخولوپه مهال وژل شوی

دکندز امنیتي چارواکوویلي چي تیره ورځ غرمه مهال دوسله والو طالبانو ۵تنه دماین خښولو په مهال وژل شي . چارواکوویلي چي وسله والوطالبان هغه وخت دخپل ماین ښکارشول چي کله یې په عام لاره د دولتي ساتونکولپاره ماین خښاوه ورباندې چاودلی دی. په همدې اړه په کندوز کې د پولیسو د  ۸۰۸ سپین زر زون مطبوعاتي دفتر مسئول محفوظ الله اکبري وایي، چې تېره ورځ له غرمې وړاندې د کندز …

بشپړ متن

دایکندي په نوه میش کې دموټرچپه کيدوله امله ۸تنه وژل شوي

تیره ورځ په دایکندي ولایت کې دسړک دخرابوالي له امله د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې  لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول اودوه تنه نورژوبل شوي دي . په همدې اړه د دایکندي د والي ویاند شیر محمد انتظار پرون سې شنبه یوې سرچنې ته ویلي  چې پېښه په نوه میش ولسوالۍ کې شوې چې ۲ تنه په‎کې زخمیان شوي دي هغه زیاته کړه چې موټر …

بشپړ متن

ملګروملتونودشمال ۱۰ولایتونوکې له کډوالوسره مالي مرستې پیل کړې

دژمي یخ او ورښتونو په رارسیدوسره دبې ځایه شوو کډوالو لپآره دملګرو ملتونونو عالي کمېشنرۍ دهیواد ۱۰شمالي ولایتونوته مالي مرستې رسوي . په شمال کې د دې ادارې د سیمه ییز دفتر مشر ریچارد ایوېلا پرون سې شنبه یوې ځايي سرچنې ته ویلي چې دا مرستې دوه میلیونه ‌ډالرو ته رسېږي چې له بلخه یې وېش پیل شوی دی خو دالړۍ اوس هلته دوام لري. په همدې اړه دیادې اداري …

بشپړ متن

ملګروملتونو اودعفوي سازمان دایشجي دقضیې دڅیړنې هرکلی کړی

دملګروملتونو نړۍ والې ادارې اودعفوي سازمان په یوه ګډ اعلامیه کې ویلي چي دافغان دولت ددې پرې کړې هرکلی کوي چي دایشجي په اړه دڅیړنې اوپلټنې کمیسیون جوړوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر"یوناما" د احمد ایشچي د ادعاوو په اړه د ملي وحدت حکومت د څېړنو د اعلان هرکلی وکړ. دجوزجان پخواني والي ویلی چي دوستم په ناقانونه توګه نوموړی نیولی او ورسره غیرانساني چلندشوی دی،هغه …

بشپړ متن

سامسونګ۲۰۱۷کال دګلکسي په ځای نوی ځیرک تلیفون وړاندې کوي

سامسونګ دګلکسي ۷پرځای د۲۰۱۷کال فبروري میاشت ځیرک تلیفون وړاندې کوي د سامسونګ  کمپنۍ  د ګلکسي  نوټ  ۷ ټیلیفون لرونکو ماډل خپله ناکامه بللی چي نوربه یې دنړۍ بازارته وړاندې نه کړې هغوی اوس نوی سامسونګ نړۍ بازار ته وړاندې کوي چي تربل هرډول تلیفون یې امتیازاتو ډیرډي . د سامسونګ  کمپنۍ  په پام کې لري  چې  په بازار کې پاتې  ګلکسي نوټ ۷ ټیلیفونونه  د تل لپاره  د خپلو سترګو …

بشپړ متن

داوبواوانرژۍ وزارت دلمرانرژۍ دتولید پروژې پیلوي

دابواو انرژۍ وزارت ویلي چي ، له لمره د انرژۍ د تولید «سولرانرژي» پر پروژو کار پيلوي،هغوی ویلي چي افغانستان کې داوبودبرېښنادتولید چارې په بیړه روانې دې چي دې سره جوخت به دلمرانرژې دتولیدپه برخه کې هم له نړۍ والومرستوڅخه په ځينوسیموکې پراخه برېښناتولیدکړي. دافغانستان اوبه داسیايي هیوادوترکچې دبرېښنالپاره ترټولو ستره زېرمه جوړوي ،داچي نن پاکستان ته کومې اوبه دکونړله سینده روانې دې همدااوبه دافغانستان لپاره بس دي که پاکستان …

بشپړ متن

اسیا پراختیايي بانک د افغانستان برېښنايي پروژولپاره ۴۵۰میلیونه ډالر ورکوي

د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان له حکومت سره د برېښنا د څو پروژو لپاره د مرستې قرارداد لاسلیک کړ دهمدې خبردتوضح لپاره  د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال امان‌الله غالب وايي، د اسیا له پراختیايي بانک سره د قرارداد پر اساس به درې سترې او څو فرعي پروژې پیل شي. ددې وزارت چارواکو ویلي چي یاده پروژه کې  ۴۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۳۰۰ میلیونه ډالر …

بشپړ متن

لوګر کې د۱۸میلیونوپه لګښت د پنځو ښوونځیو چارې بشپړې شوې

په لوګر ولایت کې د څه کم اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو ښوونځيو د احاطې دیوالونه اونور اړوند ملحقات ورغول شول. د لوګر ولایت رسنیو دفتر په یوه لیږدول شوي خبرکې ویلي چې یاد شمیر ښوونځيو ته د احاطې دېوالونو، د اوبو څښلو څاه ګانو، کانکریټي کثافت دانیو، تشنابونو او نورو ضروري ملحقاتو د جوړونې چارې بشپړې شوې. خبرکې ویل شوي چی دښونځیوټولې رغنیزه چارې بشپړې شوې …

بشپړ متن

دامریکاپه پولیسو وسله وال بریدشوی

د امریکا  متحده ایالتونو د جورجیا په ښار کې  په پولیسو وسله وال برید وشو. دامریکا رسنیزو سرچنې تائده کړې چي د امریکا  متحده ایالتونو د جورجیا په ایالت کې  په پولیسو وسله وال برید وشو د جورجیا امنیتي چارواکیو په وینا  په پولیسو د ټرافیک څراغونو ته د دریدو پر مهال ډزې وشوې.   برید کوونکی چې د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی وو  د پولیسو لخوا نیول …

بشپړ متن

 طالبانوادعاکړې چي پکتیکاکې یې دروغوني پروژې پیل کړې

 طالبان وايي دپکتیکاپه ډیله کې یې ۳کیلومټره سړک له رغولو وروسته دعامه خدمت لپاره ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. له پکتیکا ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، چي د اسلامي امارت د مؤسساتو د کمیسیو په هلوځلواو ابتکار د یاد ولایت په ډيله ولسوالۍ کې ۳ کیلومتره سړک جوړ او ګټي اخیستني ته چمتوشو دغه سړک چي د یادي ولسوالۍ له بازار څخه د خوازي ترکلي پورې غزیدلی …

بشپړ متن