کور / دسعید زابلی دنورو لیکنو لپاره دلته کلیک وکړئ

دسعید زابلی دنورو لیکنو لپاره دلته کلیک وکړئ

د نړۍ تر ټولو بې وزلي ماشومان

…تيره شپه مې ماشومتوب په خوب كې ليده، د هجرت سيمه، تور غرونه، د خاورو بې ډوله جوړ شوي كورونه، خو ماشومتوب د باچاهى ژوند و، په غريبۍ كې به باچا يې، دا لكه له نابلدې ښاپيركې پيغلې سره چې مخ شې، ناڅاپي كتو كې له مينې ډكه موسكا وكړي او د تل لپاره دې له سترګو نيهامه شي، بيا يې تكراريدل ناشونې وي. خو زړه دې داسې پسې كوږ …

بشپړ متن

د پښتنو او بلوڅو خواخوږئ رخصت شو/ سعيد زابلى

*** د شمشاد له هسکې څوکې د خــيـبــر د زړه لــه نوکې هـــرې خواته وهم کوکې څوک يې اوري او که نه؟                           حافظ هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو …

بشپړ متن

د دعبدالباري جهاني د جهاني كېدو راز

د مشاعرې مينه وال چې ډيرى يې  كليوال كسان و، داسې ساړه نګاړه او غلي ناست و تا به ويل چې په زوره مشاعرې ته راغوښتل شوي دي!!!!! كوم ځوان  شاعر چې به سټيج ته جګ شو، سره له دې چې  د غزلې محتوا به يې ښه وه، خو ډېره ثقيله او د هغو خلګو لپاره خورا له تكلفه ډكه وه چې د مينه والو په ليكه كې ورته ناست …

بشپړ متن

زرملوال له كومه رنځه كړېدى؟؟؟

ارواښاد ليكوال او د بي بي سي د پښتو نړیوال سرویس پخوانى ویاند، شنوونکى او ژباړونکى، د يو موټي لروبر پښتون ارمانجن، انجينرغلام محمد زرملوال، د يوه جنرال د خبرې په ځواب كې، چې د كابل هوا ككړه ده، ناروغي دي زياته نه شي ويلي و:(( د هوا د ککړوالي له امله نه ناروغه کېږم، خو د خرابو او منفي ذهنیتونو له امله شاید ناروغ شم.)) يوڅوك چې له ځوانۍ …

بشپړ متن

دوه ستوري را پريوتل / سعيد زابلى

د پښتنو په مالت كې دوه ستورې را پريوتل… دوې ډيوې مړې شوې… دوه ښوونځي وتړل شول…  هيڅوك  پوه نه شول خو عجيبو او غريبو حالاتو خپله لوبه په دې برخه كې نوره هم فاينل ته نيږدې… او  د پښتانه برخه اسمان نور هم ځان تيارو ته سپاري!!  د پښتانه دوست به نن ورټ ـ ورټ ژړلي وي او دوښمن به يې كټ ـ كټ خندلي وي چې د پښتانه …

بشپړ متن

زړور افغان ماشوم – سعید زابلی

دا ماشوم يو افغان ماشوم دى، دا چې چيرته او ولې په ماين الوتى خداى خبر دى، هغه به ډير ارمان لري چې توپ سره منډه كړي، د حميد حسن غوندي ويكټې واخلي، د شهزاده غوندي په اسمان كې د توپ مرغى په هوا كړي، په ښوونځيو كې د تفريح پر مهال له كوم همزولي خولۍ په منډه كړي، د سيكل زده كولو پر مهال دپښې پنډۍ په وينو كړي …

بشپړ متن

له چپرهاره ، د جنت تر مناره

د دولتزو د شعيب د كلي يولس كورنۍ به نن د غرمې د ډوډۍ پخولولپاره خځلې نه لري، دوى ماښام  په تمه و چې كور كې يو څه ورك دي پيدا به شي، خو دا تش خيالونه و، ځكه تيره ورځ حقيقت بل څه و، د دې كلې روح تېره ورځ سخت ټپي شوى و، دومره ټپي شوى لكه د خپل وطن افغانستان جسد… پر دې كلي تيره ورځ اسمان …

بشپړ متن

د ژوند خبر… سعید زابلی

د فيس بوك پاڼه مې راخلاصه كړه. استاد شپون انلين و، استاد ډيرې خبرې نه كوي، تل چې په چيټ كې ورسره مخ شوى يم، لكه په كومه وركه پسې چې ګرځي… نن يې هم د تېر په څېر په دوو ټكو كې رانه  وپوښتل: ـ  د ژوند خبر لرې؟ـ بخښه غواړم استاده، نه يې لرم. ـ له لږ ځنډ وروسته يې بيا وويل: ـ  وايه سعيد لالا د ژوند …

بشپړ متن

د سونامې مخه ونيسئ! / زابلی

ملګروملتونو په خپل يوه تازه خپاره کړي رپورټ کي ويلي چي د اېډز(اېچ آى وي) ويروس په تېره لسيزه کي په هغو ٢٥ هيوادونو کي زيات خپور شوى چې وروسته پاتې او بې وزله دي، په دې اړه كه زموږ هېواد يادى شوى وي او يا نه خو موږ پوهيږو چې دلته د دغه ناوړه مرض په اړه زموږ ټولنه له كومو ننګونو سره مخ ده. تر ټولو لويه بختي …

بشپړ متن

بدر د لونګو په وږمينه درېڅه كې

كايزر(۱۹۶۸)  د نوښت په اړه ويلي: د خپلو ذهني امکاناتو او قوتونو څخه په کار اخستنې د یوه نوي فکر منځ ته راوړلوته نوښت ویل کېږي. نوښت په ادبياتو كې دومره ساده هم نه دى، موږ ډېر شاعران او ليكوال لرو، خو ډېر كم به وي، چې تراوسه ښه ځلېدلي دي، همدا علت دى چې هر  ليكوال او شاعر هڅه كوي چې خپلو ليكنو او شعرونو ته داسې بڼه وركړي …

بشپړ متن

سواتۍ ملاله ولې د سولې كوتره شوه؟؟؟

  په سوات كې پر ۱۴ كلنې پښتنې پېغلې ملالې باندې بريد، ځكه زړه بوږنوكى نه دى، چې په دې وروستيو كې مې ډېر خبرونه اورېدلي دي، چې د ملالې نورې پېغلې خوندې په لر او بر كې، حلالې شوې، زندۍ شوې، ويشتل شوې او په چړو وهل شوې دي، له لويه سره دا ټولې پېښې زړه بوږنوكې دي چې دا توره  لړۍ  ان د سوات تر ملالې هم ورسېده …

بشپړ متن

دا د سعيد او د صنم کيسه ده دا د سعيد او د صنم کيسه ده

  چې بې د ښکلو په زړه چک لکه سيتار لګاوو اوس دې غزل سعيده هغه شان تاثير نه لري سعيد زابلی په ذکر شوي بيت کې خپله اوسنۍ شاعري تر پخوانۍ هغې کمزورې يادوي خو زما په نظر چې د زابلي شاعري ورځ تر بلې پخېدونکې ده ځکه ما ته يې د(رمز) په پرتله (ستورو ته ناست يم له ستاره سره) شعري ټولګه ښه برېښي، په پورته بيت کې …

بشپړ متن