کور / خبریال / فرانس

خبریال / فرانس

نوي امنیتي تدابیر، په کابل کې دټلیفون، کمپیوټراو کتابونو تلاشي

نن ورځ د نومبر ۳۰مه ۲۰۱۴، کابل ښار کې سخت امنيتې تدابیر نیول شوې، په هر چوک کې د بېلابېلو امنیتې ادارو کسان ولاړ دي، دومره سخت چیک او تلاشي کوي چې مايې ساری له دي مخکې نه ؤ لیدلی، د موټر څخه خلک کښته کوی البته هغه موټر چې دوی د دریدو او ګوښه کيدو امر ورته کوی، د خلکو د تلاشي سربیره د لومړی ځل له پاره ما …

بشپړ متن

له بهر نه افغان پوهانو ته نه؛ بلکه هیواد ته د ناپوهانود راتګ اړتیا ده

پرون له يوه مشر دوست سره ملګری شوم د پوهاند محمد هاشم کمالي لیدو ته ورغلو، دلیدنې، نظریاتو او خبرو بحث بېل دی، خو دهغه په اړه ډاکټر قیوم مومند وویل چې د مالیزیا په اسلامي پوهنتون کې استاد او د کومې څانګې رئیس ؤ. بیا د قطر هیواد آمیر چې دده لیاقت لیدلی ؤ البته په ځینو نړيوالو کانفرانسونو کې، له کمالي صاحب نه يې غوښتنه کړي وه چې …

بشپړ متن

زما ځای پښتون ته مه ورښیه – رشید دوستم

عبدالرشید دوستم چې په شمال کې د طالبانو سره په  جګړو کې ماتې وخوړه، ترکيې ته ولاړ او هلته يې استوګنه کوله. په ترکیه کې ډیر پټ ځای اوسیدی، دومره ویریدلی ؤ چې خپلو نږدې ملګرو يې هم ځای  نه شو پيداکولای. د ترکي چارواکو په وساطت يو ترکي ژورنالسټ ته د عبدالرشید  دوستم سره د مرکې کولو زمینه برابره شوله. ښاغلی امام الدین ساپی وايې : ناوخته مازیګر مهال  …

بشپړ متن

د اوباما او اشرف غني تر منځ د نظر د بېلوالي څرک

د نیویارک ټایمز راپور هغه انديښنې نورې هم قوې کړي چې په افغانستان کې به سوله او امنیت ډیر وخت وغواړي، ځکه اوباما او اشرف غني لاهم په پټه د جګړې پلوي او پر جګړه عقیده لري چې له دي لاري به کامیاب شي. په ښکاره ډاکټر اشرف غني ځینو هغو کسانو ته چې ده ورته د سولې وعده ورکړي وه، او د واک درسیدو په وخت يې دهغوئ ملاتړ …

بشپړ متن

د پنجشیر متحده ایالات

د پنجشیر هیواد مې ولیدی –  درېيمه برخه پنجشیر ټول ټال يوه کم بره دره ده، د ذراعت له پاره ډيره کمه ځمکه لري، خلک يې ډیر خواریکښ دي، په غرونو کې هم په ډیر تکلیف کښت کوي، د چهار مغز (غوزانو) لويې لويې ونې لیدل کيږي. له همدې کوچنیوالي سره سره دغه سېمه چې د پروان ولایت اړوند ولسوالۍ وه، د کرزي د حکومت پر مهال ولایت ته لوړه …

بشپړ متن

«شهر العصل» پای ته ورسېد…

تېره میاشت وال سټرېټ ژورنال په کابل کې د یوه امریکايي دیپلومات له قوله ویلي و چې د کابینې تر تشکیله پورې دوره «شهر العصل» ده. دغه لوېدیځ دیپلومات دا هم ویلي و چې د کابینې د تشکیل پیل به یو ځل بیا د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله ترمنځ د لانجو پیل وي. اوس چې رسنۍ د لانجو راپورونه ورکوي، نو د دیپلومات وړاندوینه کره او …

بشپړ متن

خيالي سوله او خيالي اقتصادي تړونونه

سوله راولم، سوله کوم، خامخابه سوله راځي، حکمتيار صاحب راولم، طالبان راولم، ملامحمد عمر آخند ته ورځم، دوی د دي وطن خلک دي، دلته به راځي، او موږ يو باامنه افغانستان جوړو، اقتصادې پروژو ته وده ورکوم، په اقتصادي برخه کې عملي کار کوم، له بهرنیو هیوادونو سره لوی اقتصادي تړونونه کوم، هیواد په خپلوپښو دروم، لس کلونه د امريکا غلامي کوم بیا وروسته به سلګونه کلونه ازاد یم، هیواد …

بشپړ متن

د پنجشیر هیواد مې ولیدی – دوېمه برخه

د احمد شاه مسعود قبر ته ورسیدلو، مخکې له دې چې سړی قبر ته ورشي، هلته څو دانې زاړه د روسانو د وخت ټانکونه چې خراب ؤ ولاړ  ؤ، څو دانې غټ د روسانو د وخت پاتې شوې خراب توپونه هم همدلته ولاړ ؤ، هغه خلک چې له بهر څخه راځي يا خو ددې شوق ولري چې له بې مرمیو او خرابو توپونو او ټانکونو سره انځورونه واخلي دلته ښه …

بشپړ متن

د لمبه ګروپ مشر راغلي

د ډير افسوس ځاي دې چې په ننګرهار کې د پوليسو د بې شميره حوزو په شتون کې بيا هم يو شمير لوفر او لوچکو هلکانو چې تل يې برچې او تفانچې پر بډو وهلي وې او د خلکو د لوټ کولو سربيره په کورنو هم اوړي او د خلکو مالونه لوټ کوي ولې بيا هم دغه خلک د پوليسو سره خاصې اړيکي لري او د پوليسو حوزو ته داسې …

بشپړ متن

د لیونیانو کلی

د لیونیانو کلی                                            زه آ لیونی یم د جهاد ګرمې ورځې وي، پېښور ته د مجاهدینو تګ راتګ په بېلابېلو لارو باندی کیدی، يوه کوچنۍ ډله مجاهدین چې له پېښور څخه بیرته راوګرځيدل، وروستې کسان يې درې نفره سره پاتې شول، شپه تیاره شوه، په لاره يوه کلي ته وروګرځيدل، ماښام ډوډۍ له پاره دهمدي کلي کوم کورته ولاړل. کوربه د ډوډۍ خوړولو پر مهال له مجاهد څخه پوښتنه …

بشپړ متن

د پنجشیر هیواد مې ولیدی

د  روان کال ۲۰۱۴ د اکټوبر  اولسمه د جمعې ورځ وه له ملګرو سره هغه ځای ته روان شوم چې له ډیرې مودې راهيسې مې يې د لیدو هوس درلود. په اړه مې ډیر څه اوریدلي ؤ. فکر کوم د ډاکټر اشرف غني حکومت تر اوسه نه دی خبر، هلته موږ بله پاچاهې ولیدله، چاریکار ته د ننوتلي دروازي  سره د ډاکټر عبدالله عبدالله لوی انځور ځوړند دی، لیکل شوې: …

بشپړ متن

آیا ولسمشريواځي د عسکرو مشر دی او که د ملت مشر هم دی ؟

ما داسی فکر کاوو چی ولس مشر به د ټول ملت مشر وي د هیواد ټول وګړي به خپل اولاد ګڼي خو دو لسمشر د ورستیو څرګندونو نه داسي ښکاره شوه چی ولس مشر د ټول ملت پروا نه ساتي، باید دی پیاوړی پوځ ولري چی ښه سلامي ورته وکړي او که د ښارونو د باندي دامریکایې عسکرو د بی رحمانه بمباریو په ملا تړ  واړه ماشومان ، میرمني ، …

بشپړ متن