کور / بریتانیا (پاڼه 3)

بریتانیا

جاپان : دچاقو په برید کې ۱۹ وژل شوي‌۴۵ ټپیان

دجاپان په پلازمېنې ټوکیو ته څېرمه یوه کس دمعیوبینو پر یوه مرکز برید کړی . جاپاني رسنۍ وايي چې تر دا مهاله په دغه برید کې (۱۹) کسان وژل شوي‌او لږ ترلږه (۴۵) نور ټپیان دي‌.  برید ګر دغه کسان دچاقو په وسیله وژلي دي‌. دا برید د پلازمېني ټوکیولوېدیځ ته د جوساګامیرا  په ښار کې شوی دی .  دبرید علت لا تر دامهاله نه دی روښانه ،خو پولیسو شکمن …

بشپړ متن

دمذهب په نوم دا څه دي ؟ تاج محمد تمکین

  افغانستان داسې یو هیواد دی چې په مختلفو نومونو پکې افغان وژنه صورت نیسي.دلته وژونکی هم د وژلو پوخت د الله اکبر چیغه وهي او قتلیدونکی هم د وژل کیدو په وخت د شهادت کلمه په خپلو شونډو څرخوي.دلته قاتل هم د اسلام نوم کاروي او مقتول هم د اسلام نوم کاروي.د ګاونډیو ناوړه سیاست، د افغانستان د دایمي دشمنانو منافقت او ټګي او همدارنګه د داخلي دشمنانو وژنیز …

بشپړ متن

په جرمني کې افغان بریدګر ترهه ګرو وو!

د اسلامي دولت په نامه تندلارې ډلې چې په داعش هم مشهوره ده، د یو تنکي افغان ځوان ویډیو خپره کړې چې په وینا یې، د جرمني د وروستۍ خونړۍ پیښې بریدگر و. په دې ویډو کې، اوولس کلن هلک چې په پښتو خبرې کوي او ویل کیږي چې ریاض احمد دی، یوه چاړه په لاس کې خوځوي او وایي داسې برید یې پلان کړی چې د فرانسې پیښه له …

بشپړ متن

بي سرپرسته ماشومان چاته وژاړي ؟ 

په سلګونو زره افغان ماشومان چې مور او پلار یې د جګړو  پر مهال له لاسه ورکړي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې دې ته اړ شوي چې په سختو کارونو لاس پوري کړي تر څو ژوندي پاتي شي. یاد ماشومان چې عمرونه یي ډیر واړه دي د واټونو له غاړي موټر مینځي، د خښتو په بټیو کې کار کوي، د خلکو بوټونه رنګوي، په بازارونو کې پلاستیکي کڅوړي …

بشپړ متن

بې پولي‌ ډاکترانو دمحاکمې غوښتنه وکړه

د بي پولو ډاکټرانو ټولنه په کندز کې د دوي پر روغتون د امریکايي ځواکونو د شوي برید په باب د نړیوالو بي پرې تحقیقاتو غوښتني تر څنګ اوس د هغو کسانو محاکمه غواړي چې دا برید یې تر سره کړی وو. دغه برید د تیر کال د  اکتوبر میاشت  په دریمه نیټه هغه مهال تر سره شوه چې وسله وال طالبان د کندز ښار ته د ننوتو په حال …

بشپړ متن

عبدالستار ایدهي / ډاکټر محمداکبراکبر                                                 

یوه لاره، یولورې – درحم یوسیورې ما د اروادښاد ایدهي په مرګ ونه ژړل ،خو یوې خبرې يې زما سترګې راډکې کړې او داوښکو ډب ته یې ورخ مات کړ. دهغه وینا ده کلونه کیږي چي زه په خپل کاراخته یم او اوس هم ډیرداسي خلک شته چي ګیله من دي، ما پوښتي اوراته وايي چې دا رنځورهندوان اومسیحیان او د دوی دامړي ولې په خپلوامبولانسونو کې وړې؟ اوزه ورته …

بشپړ متن

په عراق کې داختر په رارسېدو ماتم اعلان شو

په عراق کې درې ورځنی ملي‌ ماتم اعلان شو . ددغه ماتم له اعلان سره سم دعراق ملي ‌بیرغ نیم ځوړند او دهغه هیواد ټول وګړي ‌دغم پر ټغر کښېنستل .  ملي‌ ماتم دعراق ولسمشر وروسته له هغه اعلان کړ چې په عراق کې تېره شپه سلګونه کورنۍ دغم پر ټغر کښېنستې .  داعش ترهه ګرو دیکشنبې په ورځ دعراق په پلازمېنه بغداد کې په بمي ‌چلودنو کې  (۱۶۷) کسان …

بشپړ متن

دکابل په ځانمرګي کې (۴۰) کسان وژل شوي‌

دنویو فارغ شویو پولیسو پر کاروان دغبرګو ځانمرګو بریدونو په پایله کې تر دا مهاله د (۴۰) کسانو دوژل کېدو او یو شمېر نور دټپي کېدو تایید شوی دی .  په کابل کې دخبریال ډاټ کام همکار ته عیني شاهدانو ویلي چې د پولیسو موټرو یو کاروان له میدان وردګو نه کابل ته پر لاره و چې د پلازمېنې په لویدیځه برخه قلعه حیدرخان سیمه کې پرې ځانمرګی برید وشو. …

بشپړ متن

پر ډیورنډ د شوې معاملې خلاف مدني‌ حرکت پیلېږي

د ډېورنډ کرښې په اړه تصمیم نیول د دې کرښې دواړو لوریو ته د پرتو ولسونو کار دی، خو حکومتونو پر دې کرښه پټه معامله کړې ده.  د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر فیض محمد ځلاند خبریال ډاټ کام ته په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د یوې پولې د رسمیت لپاره باید نړیوال شرایط او اصول په پام کې ونیول شي، خو دا چې …

بشپړ متن

د افغان نظام مازغه /تاج محمد تمکین

د ملي یووالي حکومت سر د اولې ورځې نه د مشکلاتو سره مخ وو،یو طرف نه د افغانستان نامناسب حکومتي شرایط، خرابیدونکی امنیت، د فساد سترې څټې او فسادیان هغه څه وو چې حکومت یې ننګاوه او د حکومت لپاره هم ستر ګواښ ګڼل کیده.د ملي وحدت حکومت پیل له ستونزو سره وکړ خو د بهرني سیاست په ډګر کې یې هغه څه وکړل چې ټوله نړئ یې حیرانه کړه.د …

بشپړ متن

د  سلما بند او په افغانستان کی د بريښنا ظرفیت!

په ۲۱ پیړی کی بریښنا د اقتصادی پرمختګ لپاره مهم او اساسی فکتور کڼل کیږی د یو هیواد د اقتصادی پرمختګ کچه د هغه هیواد د انرژی په تولید، لګښت او صادراتو پوری تړلی ده هر څومره چی یو هیواد د انرژي له پلوه بډایه او غنی وی په همهغه اندازه پرمختللی اقتصاد لری، چی خوشبختانه افغانستان د بریښنا د تولید لپاره کافی امکانان په لاس کی لری خو بیا …

بشپړ متن

له المان نه ژر(۳۰۰۰) افغان کډوال هیواد ته ستنېږي 

افغان سفیر حمید صدیق وايي چې  د هغو افغان مهاجروشمیره ورځ تر بلي زیاتیږی چې له آلمانه په خپله خوښه بیرته هیواد ته ستنیدل غواړی.  د افغانستان د کورنیو جکړو څخه وروسته 2015 کال د افغانانو د وطن څخه د وتلو او مهاجرت تر ټولو بې ساری کال وو چي په ترڅ کې یې لس ګونه زره افغانان د اروپا پر لوري را مات سول، د دغو مهاجرو تقریبا یو …

بشپړ متن