د هند په جهاړ کهنډ کې ترهګرې ډلې "بجرنګ دل" اعلان کړى دى چې څوک يې د ويلنټائن ډى په لمانځلو ونيول نو د هغوى واده به په هم هغه ځاى کې کوي. د هندي رسنيو د راپورونو له مخې په جهاړ کهنډ کې هندي ترهګرې ډلې "بجرنګ دل" دغه اعلان کړى دى چې که په ١٤مه فرورۍ څوک د ويلنټائن ډى په لمانځلو کې ګېر شول، نو په هم …
بشپړ متنپه ټول هېواد به کنټرول ترلاسه کړم، بشارالاسد
د نړيوالو قوتونو په شام کې د جنګ د بندولو د پرېکړې نه يوه ورځ وروسته د شام ولسمشر بشار الاسد وويل چې په ټول هېواد به خپل کنټرول ترلاسه کړي. د جمعې په ورځ د فرانسيسي خبري اژانس سره په مرکه کې هغه وويل چې په شام کې وسله والو ته په ماتې ورکولو کې به لږ وخت لګېږي، ځکه چې وسله وال مرستې د بهر نه ترلاسه کوي. …
بشپړ متنټوله نړۍ کې دمیني ورځ خو په پېښور کې لمانځل جرم
د خېبر پښتونخوا د سر ښار پېښور ضلعي حکومت په ويلنټائڼ ډى (د مينې ورځ) باندې د بندېز لګولو لپاره قرارداد منظور کړى دى، له دې مخکې د کوهاټ ناظم هم په ښار کې په ويلنټائن ډى باندې بندېز لګولى دى. د ضلعې د کونسل په هال کې د ځايي حکومت په غونډه کې د جماعت اسلامي د پارليمان غړي خالد وقاص څمکني يو قرارداد وړاندې کړى، په دې قرارداد …
بشپړ متن“جسم ٣” فلم به ډېر بې باکه وي
په هندي سينما کې د بې باکه يا فحش فلمونو په جوړولو کې لوى نوم د بټ کېمپ دى، اوس د دې کېمپ غړې پوجا بټ د خپل مشهور بې باکه فلم "جسم" د دريمې برخې جوړولو اعلان کړى دى. په ٢٠٠٣م کال کې د "جسم" په وړومبۍ برخه کې بپاشه باسو او جان ابراهيم کار کړى وو او په دويمه برخه کې يې چې په کال ٢٠١٣م کې ريليز …
بشپړ متند کور کار نه کولو په وجه خاوند په خپله ښځه عريضه وکړه
په ايټاليه کې يو خاوند په خپله ښځه عريضه کړې ده چې د کور خيال نه ساتي، نه د کور صفايي کوي او د ډوډۍ او کټوۍ د پخولو نه هم څنګ کوي، کېداى شي چې په دې جرم کې يې ښځه زندان ته لاړه شي. د برتانيې ورځپاڼې ټيلي ګراف د راپور تر مخې چې د دغه ښځې خاوند سيمه ايزو پوليسو ته عريضه کړې ده او دا خبره …
بشپړ متند سلمان خان مينه وال “سلطان” ته ډېر په تمه دي
هسې خو د سلمان خان هر يو فلم د ريليز کېدو نه پس کاميابېږي، خو په روان کال کې د سلمان خان راروان فلم "سلطان" يو داسې فلم دى چې مينه وال يې ورته د اوس نه ډېر په تمه دي. د "اورميکس ميډيا" له لوري يوه سروې شوې ده چې په روان کال کې د فلمونو مينه وال له ټولو زيات د کوم فلم په تمه دي، نو په …
بشپړ متنپه اسلام اباد کې تښتول شوی پخوانی افغان والي لا نه دی موندل شوی
دافغانستان د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله واحدي ، دجمعې په ورځ په اسلام آباد کې وتښتول شو. هغه دیوه اروپايی هیواد دوېزې دترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته تللی وو. نوموړی داسلام اباد په تر ټولو امنیتي سیمه جناح سوپر مارکیټ کې تښتول شوی دی . له ښاغليواحیدي سره دهغه کوچنی لمسی هم وو چې تښتونکو نه دی بېولی . که څه هم په …
بشپړ متنپه لابراتوار کې د غوښې جوړولو کاميابه تجربه
د سان فرانسسکو يوه کمپنۍ د غوښې د جوړولو په ازمېښت کې کاميابه شوې ده او اعلان يې کړى دى چې اوس به د ځناورو د کموالي ستونزه ختمه شي. دغه کمپني وايي چې د دې سره به نه صرف دا چې ځناورو ته زمونږ اړتيا ختمه شي، بلکې دا غوښه به د صحت لپاره هم ښه وي، ځکه چې ځناور کله څر کوي نو ورسره په ناروغيو هم اخته …
بشپړ متنپښتو ژبه او پېرنګى / رحمت ديوان
"چاته چې خپله ژبه سپکه شي هغه سپک شي، څوک چې خپله ژبه ورکه کړي هغه ورک شي"، د حضرت باچا خان دا خبره په سلو کې دوه سوه فيصده رښتيا ځکه ده، چې اوس ټولې نړۍ منلې ده چې هر قوم ته دې په خپله ژبه کې تعليم ورکړى شي چې ژبه يې ژوندۍ وي. که د پښتو ژبې تاريخ او ادب ته ځير شو نو د انجمن اصلاح …
بشپړ متنجاپان د نړۍ تر ټولو اوچت عمارت جوړوي
جاپان د سکايي ماييل ټاور په نوم د نړۍ تر ټولو اوچت عمارت د جوړولو اعلان کړى دى، دا عمارت به د برج الخليفه نه دوه چنده اوچت وي. جاپان وايي چې مونږ د برج الخليفه نه اوچت عمارت جوړوو او د دې اوچتوالى به پنځه زره پنځه سوه اووه اويا فټه وي. د دوبۍ د برج الخليفه اوچتوالى دوه زره اووه سوه اولس فټه دى. د جاپان ډوېلپر وايي …
بشپړ متنښځې دې د وزن کمولو لپاره غوزان وخوري
زياتره ساده سبزي د صحت لپاره ډېره ښه وي او دا خبره د وچو مېوو لپاره هم کېداى شي، ځکه چې پکې پروټين، فائبر، اينټي آکسيډنټس او نور ګڼ شمېر وټامن او معدنيات شامل وي. خو چې کله خبره د وچې مېوې شي، نو د وزن کمولو او د زړه د ناروغيو لپاره په غوزانو شوې څېړنې ښيي چې غوزان د وزن د کمولو لپاره ډېر ښه کار کوي. د …
بشپړ متنپه برتانيه کې ښوونځو ته تيليفوني اختارونه
د تېرو څو اونيو نه په لندن، برمنګهم او ګلاسګو کې ښوونځو ته ګڼ شمېر تيليفونونه شوي دي او اختارونه ورکړل شوي دي چې ښوونځي به په بمونو والوځول شي. په برتانيه کې د يهوديانو اته ښوونځو ته او په لندن کې شپږو ښوونځو ته د دوشنبې په ورځ ناپېژاندو خلکو تيليفونه کړي دي او اختارونه يې ورکړي دي، چې ښوونځي به په بمونو والوځوي. د راپورونو له مخې چې …
بشپړ متن