کور / خبریال (پاڼه 617)

خبریال

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

ناټو د پنځه وېشتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ

ناټو ځواکونو په پکتيکا ولايت کې د پنځه وېشتو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ دغه خبرد ناټو ځواکونو قومانداني له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ورکړل شوى ده خبرپاڼه ليکي چې يوې لوى ډلې وسلوالو طالبانو پرون د پکتيکا ولايت برمل ولسوالى په مرغې سيمه کې د ناټو ځواکونو په نظامي پنډغالي بريد وکړى، خبرپاڼه ليکي چې ياده ډله وسلوال طالبان د ايساف ځواکونو هوايي …

بشپړ متن

په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې (۲۷۵۴) بهرنیان وژل شوي

پر افغانستان باندي لسکاله وړاندي دامریکا تریرغل وروسته ټول (۲۷۵۴) بهرني پوځیان وژل شوي دي. که څه هم دوژل شویو بهرنیانو شمېره هغه ده چې خبریال ویبپاڼې دامریکا ددفاع وزارت او دناټو دنورو غړو هیوادونو له رسمي پاڼو څخه را اخیستې خو وسله وال طالبان په افغانستان کې دناټو ځواکونو شمېره تر دې لوړه بولي . په وژل شویوپوځیانو کې ترټولو لوړه شمېره دامریکا يي پوځیانو ده چې یوازي سږکال …

بشپړ متن

بخښنه غواړو

درنو لوستونکو! لمړی بخښنه غواړو چې دخبریال ویبپاڼې دا برخه په بشپړه توګه نه ده پوره شوې . دکتابتون برخه تر کار لاندي ده ډېر ژر به انشاالله په سلګونو په زړه پوري کتابونه تاسو ته دلوستلو لپاره وړاندي کړو . په درنښت دخبریال اداره دخبریال ویبپاڼې دپخواني کتابتون لپاره دلته کلیک وکړئ

بشپړ متن

شاکر عزیزي درپېژنو

 ځوان ، تاند او تکړه ژورناليست او هغه کس چې د ژبي له لاري یې دې هيواد ته خدمت کړې . د 1366ه ش کال د ثور (غوایې) دمیاشتې پر 6 نیټه سهار 8:30 دقیقې د کابل ولایت د شهرنو په سیمه کې د ډګروال صاحب عزیزالله خان په درنه کورنۍ  کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، کورنۍ  ورته احمد شاکر نوم غوره کړ ځکه دی د دوی لومړنی اولادوو.  احمد …

بشپړ متن

امريکا لوبه کوي طالبان دروغ وايي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو په ميدان وردګو ولايت کې د خپلې يوې چينوک څرخکې د غورځېدلو خبر ورکړ چې پکې يو دېرش تنه امريکايي ځانګړي سرتېري او اوو تنه د افغان ملي اردو سرتېري ووژل شول. په را نسکوره شوې الوتکه کې د امريکا هغه ځانګړي سرتېري سپاره وو چې څه موده وړاندې يې د پاکستان په زړه کې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن …

بشپړ متن