کور / خبریال (پاڼه 5)

خبریال

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

دولسمشر ددفتربې تاجه پاچا(حکیم شجاعي) راوي

په افغانستان کې دبېتاجه پاچاهانو کمی نشته ، خو ځیني یې داسي زوره ور او بې تاجه پاچا هان دي‌چې دنړۍ دهر قانون خلاف اعمال کوي‌او په ښکاره ګرځي . دهمدغو پاچاهانو په جمله کې یو یې هم دولسمشر ددفتر د دوهم مرستیال ښاغلي‌خلیلي یوه بدمعاش او ظالم قوماندان حکیم شجاعي دی .  حکیم شجاعي‌چې له بده مرغه داروزګان ولایت په یوه غرنۍ او لیري پرته ولسوالي کې اوسېږي په …

بشپړ متن

په بلوچستان كې په لومړي ځل يوې مېرمنې ځانمرګى بريد كړى دى

د پاكستان اسختبآراتي ادارې ويلي دي چې په بلوچستان ايالت كې په لومړى ځل يوه مېرمن په ځانمرګي بريد كې كارول كېږي، د دوى په  خبره: چې وايي دغې مېرمنې تېره ورځ د كوټي په بروري سړك باندې د سرداربهادر خان ويمن يونيورسټۍ په بس كې ځان الوزولى دى. ډان نيوز ادارې د استخباراتي ادارې يوه چارواكي د نوم نه ظاهرولو په شرط ويلي دي چې دغه مېرمن په برياليتوب …

بشپړ متن

د ختیځ ادبي بهیر د ۴۷ مې غونډې راپور/ عرفان الله بیدار

د ختیځ ادبي بهیر غړود روان  ۱۳۹۲ کال د ۳ میاشتې په ۲۴مه نیټه خپله ۴۷ مه ناسته دجلااباد ښار اړوند دمیدوتیک په انګړ کي وکړه . یاده ناسته چي مشري يي امید حیران کوله اود کوربنو ویاړ د نیازعلي خاکسار او بازمخمد عابدپه برخه و، د سید مصلح الدین قادري له خوا د قران غظیم شان په مبارکو ایاتونو شروع شوه. ددریځ چاري احمد جمال جمال پر مخ وړلې.  د تلاوت وروسته دریځوال عرفان الله بیدار د ګزارش د لوستلو لپاره دريځ ته وبللو. د ګزارش دلوستلو سره سم په ګزارش نقد د جمال ثاقب لخوا …

بشپړ متن

کابل ادبي بنډار خپله آتمه غونډه وکړه

 ليکوال: مجیب الرحمن محمودي کابل ادبي بنډار د روان ۱۳۹۲ هـ ل، کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې د تېر په څېر یو ځل بيا خپله ادبي غونډه وکړه، د غونډې مشر حاجي صیب عبدالرزاق او مېلمه یې محب الرحمن محب ؤ. غونډه د سهار په اووه نیمو بجو د عبدالله له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو …

بشپړ متن

کله نا کله يو څو ښکلي مې سلام ته راځي

بصیرالحق عادل کله نا کله يو څو ښکلي مې سلام ته راځي  یو څوک له ډېره وخته زړه ته راځي پام ته راځي هغې به چېرته په ښېرا کې هم یاد کړی نه یم  خو ماته یاده ده شېبه په شېبه ګام ته راځي    چې چېرته کومه بدبختي په دې نړۍ پیدا شي  خدایه دا ولې دومره ژر د پښتون قام ته راځي    اوف ، د لونګو شپه …

بشپړ متن

مظلوم او محروم اکثریت / جمیل ممتاز

کله کله د ځان سره ووایم چې، ښه شوه همداسې شوه! موږ نه سمېږو! خو بېرته بیا شیطان وکنځم او سره له دومره بدمرغیو چې موږ پخپله راکټولي، پر خپل ولس او خپله ژبه مې زړه وسوځي او مینه مې دومره ورسره زیاته شي، چې په هیڅ الفاظو کې یې بیان نشم کولی. اصلي خبره خو دا ده، چې پر ځینو واقعیتونو باندې موږ پخپله سترګې پټوو، پخپله د خپلو …

بشپړ متن

د كوټي په پېښه كي دككړو كسانو په خلاف به سخته كاروايي كېږي

  دکوټي په  پېښو کښي دککړ کسانو په خلاف به سخته کاروايي کېږي دپاكستان د اطلاعاتو او كلتور وفاقي وزير پروېزرشيد وويل چي  د بلوچستان ايالت په سر ښاركوټه كښي د نجونو په پوهنتون او بولان مېډيکل کمپليکس په پېښو کښي دککړو  کسانو په خلاف به سخته کاروايي کېږي او حکومت  به د دې لپاره ټول وسايل پکار واچوي وفاقي وزير پروېز رشيد دا خبري په اسلام اباد کښې پارليمنټ …

بشپړ متن

کوټه:ټول ټال ترپنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دبلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې بل آخره امنیتي‌ساتونکي‌وتوانېدل چې ځانمرګي بريد کوونکي‌ کابو کړي . په کوټه کې دخبریال ډاټ کام همکاران وايي چې دکوټې دنجونو محصلینو په سرویس موټر کې تر چاودنه وروسته ددغه ښار په مرکزي روغتون کې د پنځو څخه تر لسو ځانمرګو برید کوونکو دپولیسو او امنیتي‌ساتونکو هغه ډله په نښه کړه چې دزدکوونکو پوښتنې ته ورغلي‌ وو.  تر دم ګړیه خبریال ډاټ کام …

بشپړ متن

مسجد لپاره چنده :لنډه کیسه :: رحمتي ګیلانوال

له کابله دپنجشنبې په ورځ چي رخصتي ده  ډیر توان لرونکي بډایان  دمنظرې ،چکر ، پام غلطولولپاره دجلال اباد ښکلي ښارته درومي ترڅوداوني ستړیا لري ا و دښار له ښکلا څخه خوندونه واخلي . دنغلوله کلي سره دسړک یوې  خواته یو سایوان ولاړ یو تن تر لاندی ناست  دی سپینه خولۍ یې پرسر سپین کالي په تن نرمه ږیره یې درلوده  ترخوایې کوچنی سپین صندوق پروت په یوه لاس کي دپيسو نوټونه نیولی ول ترخوایې لوړغږی …

بشپړ متن

په كوټه كې څوارلس جمع څلور شهيدانې

  نن د ورځې په اوږدو كې په كوټه كې تر دېرشو پوري هغه ځوانو ګناهګارو نجونو ته مرګ ژوبله واوښته چې د علم حاصلولو عظيمه ګناه يې كوله، دغه نجونې هغه وخت ووژل سوې كله چې د كوټي په بروري سړك باندې د سردار بهادرخان ويمن يونيورسټۍ په بس كې چې دغه نجونه يې كورونو ته رسولې چاودنه وسوه، دغه چاودنه كې څوارلس تنه زده كوونكې ووژل سوي او …

بشپړ متن

تازه خبر: ټرافيكي پېښې 54 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

  د كوټي او چمن پر لويه لاره په  ټرافيكي پېښه كې 54 تنو ته مرګ ژوبله واوښته، د ځايي پوليسو په وينا چې وايي په دغه پېښه كې 14 تنه وژل سوي او 40 تنه نور ټپان دي، چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي، خبريال ډاټ كام ته د وركړل سويو مالوماتو په اساس چې وايي په وژل سويو كسانو كې پنځه ښځې او …

بشپړ متن

په كوټه كې د وسله او پاكستاني سرتېرو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري

  په بولان مېډيكل كمپليكس كې دغه جګړه له هغه وروسته پيل سوه چې د كوټي په بروري سړك باندې د نجونو په يوه بس كې چاودنه وسو او دېرشو تنو ښځينه زده كوونكيو ته يې مرګ ژوبله واړوه او د دغه زده كوونكيو مړي او ټپيان ياد روغتون ته يووړل سول. كله چې د دغه نجونو مړي او ټپيان د روغتون په ايمر جنسي واټ يا بېړنۍ خونه كې …

بشپړ متن