کور / خبریال (پاڼه 3)

خبریال

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

شجاعي دوهم ابرهه / یوسف ظریفي

مشهوره کیسه ده: کله چې هم ابرهه یوه لویه کلیسا جوړه او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو او سیمو خلکو ته يې په دغه کلیسا کې د عبادت کولو بلنه ورکړه، نو په لومړیو کې ډیر خلک ورتلل، خو حمزه بابا وايي:  په سحر کې مالیار څه کانې په ګل کړې      دا له سوزه ډکې چغزې چې بلبل کړي ستوماني يې ویسته زلفې کړې پورته        …

بشپړ متن

د پاكستاني او هندوستاني پوځ ترمنځ نښته څلور كسان ټپيان سوي دي

  د پاكستان نظامي چارواكيو خبر وركړى دى چې  هندوستاني پوځيانو د دوى په خاوره كې پر خلګو باندې بريد كړى دى چې له امله يې څلور تنه ژوبل سوي دي. د دوى په خبره: دغه بريد د پاكستان او هندوستان پر ګډه پورله د كشمير په راولا كوټ سيمه كې نن د ورځې په لس بجې او شل دقيقې پيل سوى دى چې لا هم خال خال ډزې دوام …

بشپړ متن

امريكا ته مو ښكاره ويلي چې ډرون بريدونه د پاكستان په خپلواكۍ بريد دى: پاكستان

  قامي اسمبلۍ ته خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې په امريكا مو واضحه كړې چې ډرون بريدونه د پاكستان پھ سلامتيا په خپلواكۍ بريد دے٬د ملګرو ملتونو پشمول ټولې نړيوالې ټولنې زمونږ د دريځ تائيد كړې٬ زمونږ په احتجاج د دې معاملې اړه د امريكې لخوا مثبت پېغامونه ترلاسه كېږي٬ بايد د امريكې د خارجه وزير د دورې انتظار وكړې شي٬ د امريكې د …

بشپړ متن

د بلوچستان يوازې 5 فيصده خلقو د صوبې امن خراب كړى: خورشيد احمد شاه

  قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي چې د بلوچستان 95 فيصده اولس امن غواړي٬ د بلوچستان يوازې 5 فيصده خلقو د صوبې امن خراب كړے٬پھ بلوچستان كښې به امن راوستلو لپاره د اقداماتو ملاتړ كوو٬اولس اوسني حكومت له مېنډېټ وركړے٬مونږ سره حكومت جوړولو لپاره مكمل مېنډېټ نه و٬ كه د بلوچستان مسئلې حل كولو لپاره هڅې ونه كړې شوې نو زيان به …

بشپړ متن

د موسيقۍ نړيواله ورځ به د جون په 21 نېټه لمانځل كېږي

  د پاكستان پشمول په ټوله نړې كښې به د موسيقۍ نړيواله ورځ د جون په 21مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې موقع به د موسيقۍ په اړه د تنظيمونو ترسيوري لاندې په بېلا بېلو ښارونو كښې خاص دستورې كولے شي۔ په دې اړه به په نصرت فتح علي خان آډيټوريم كښې هم يوه خاص دستوره كېږي۔    

بشپړ متن

د بجټ نتيجه كې به د عام وګړي په ژوند منفي اغېزه وسي: شفقت محمود

  د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شفقت محمود وئيلي دي چې د بجټ په نتيجه كښې به د عام وګړي په ژوند منفي آغېز وشي٬ د جنرل سېلز ټېكس په شرح كښې شوې يو فيصد اضافه دې بېرته واخستلې شي۔ په قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل چې د دې ايوان ټولو غړو له به د اولس هيلې تر سره كول …

بشپړ متن

دافغانستان په شمال ختیځ کې ۴ بهرني سرتېري ووژل شول

ناټو ځواکونو خبریال ډاټ کام ته خبر ورکړ چې دافغانستان په ختیځ کې دیوه برید په پایله کې (۴) عسکر وژل شوي دي‌. ناټو نه دي‌ویلي چې وژل شوي‌عسکر دکوم هیواد اوسېدونکي دي‌،خو دهغوی وژنه یې تایید کړې ده . ناټو وايي چې دم ګړی دخپلي پالیسي له مخي‌دوژل شویو عسکو دهویت په اړه څه نشي ویلای .  دخبریال ډاټ کام دارشیف دمعلوماتو له مخي‌ددغو ۴ سرتېرو په وژنې سره …

بشپړ متن

زعفران،د ویني جوړونکی او د مغزي سلولونو ساتونکی

د امریکا په آلبرتای پوهنتون کې د مغز او اعصاب متخصیصنو په یوه تازه څيړنه کې ټینګار کړی دی،چې په زعفران کې د یوې اصلي مادې شتون کولای شي د عصبي ناروغیو پر وړاندې د مغزي سلولونو څخه ساتنه وکړي،همداراز دغه ترکیب د مغزي سلولونو په جوړونه کې د یادو سلولونو پر وړاندې د ساتونکی رول لری. د زعفرانو تر ټولو مهم خواص د ستړیا درملنه یا رفعه کیدل دي،زعفران …

بشپړ متن

ایساف په پکتیکاکې اته وسله وال وژلي

چارواکي وایې ، چې دپکتیکا په سرروضه ولسوالۍ کې دایساف په هوايي برید کې اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي. دسرروضې ولسوال رازمحمد مخلص خبریال ډاټ کام ته وویل،یوشمېر وسله والو نن سهار دکوټنۍ په سیمه کې له لرې  ساحې څخه  دایساف پرکاروان برید وکړ. دده په خبره، چې وروسته ایساف خپل هوايي ځواک ته خبر ورکړ اودکجکۍ غره په سیمه کې پریادو وسله والو بمباري وکړه. مخلص …

بشپړ متن

زړه می هسی راته وایی

  زړه می هسی راته وایی : چی را پاڅم ، ورشم ، و خیژم و غره ته ، بیا ور ږغ کړم لر او بره ته . لوړ اواز باندی ناری کړم ، په لړزه کلی کوڅی کړم . ټوله پاڅوم له خوبه ، او را ویښی پښتنی کړم . ورته ووایم : بیبیانو ! پوره نه شوه له ځلمیانو . راشی ! وتړی ملاګانی ، که پخی یاست …

بشپړ متن

د مردان د پېښې د قربانيانو شمېره ۸۵ تنو ته ورسېده

  د مردان د مازيګرنۍ بمي چاودنې د قربانيانو شمېره پنځه اتيا تنو ته په پسې لوړ سوه، د وروستيو راپورنو په اساس چې وايي: په دغه پېښه كې اته ويشت تنه وژل سوي او پاته اووه پنځوس تنه يې ژوبل دي چې په هغوى كې هم د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي. دغه چاودنه نن سې شنبه مازيګر پنځه بجې د مردان په شېرګړ سيمه كې په كلي زرګرانو …

بشپړ متن

د مردان بمي چاودنه ځانمرګى بريد وو، چې زياته مرګ ژوبله يې واړوله

  څه شېبې وړاندې د خيبرپښتونخوا د مردان د شېرګړ په زرګران كلي كې  بمي چاودنه وسوه، چې زياته مرګ ژوبله يې واړوله، خبريال ډاټ كام ته د وركړل سويو مالومالو په  اساس چې وايي په دغه بريد كې تر شپېتو پوري كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ځايي پوليسو او د روغتون د ډاكټرانو په وينا چې وايي: په دغه پېښه كې شل تنه وژل سوي او تر …

بشپړ متن