کور / خبریال (پاڼه 20)

خبریال

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

تازه خبره: د پوليسو پر موټر بريد، درې پوليس ټپيان كړل

  د خيبرپښتونخوا په دير كې د پوليسو پر موټر باندې بريد درې تنه پوليس ټپيان كړل. د ځايي پوليسو په وينا چې وايي په ياده سيمه كې د سړك پر غاړه د ځاى پر ځاى سوي ريموټ كنټرول بمي بريد له امله دغه پوليس سرتېري ټپيان كړي دي. دا په داسي حال كې ده چې تېر ماخوستن هم په دغه ايالت كې په يوه وسله وال بريد كې ديارس …

بشپړ متن

ننګرهار : ګفټ د خوراکي توکو د پروسيس فابريکه د خلکو غوښتنه نه شي پوره کولى

په ننګرهار ولايت کې د ګفټ د خوراکي توکو فابريکې چارواکې وايې دوې د ورځې څلور نيم سوه کارتنه مربا ، چکنې ، او بيلابيل ډوله اچار  توليدوې چې د ختيځو ولايتونو سربيره د هيواد بيلابيلو ولايتونو ته واردات لري. په دغه فابريکه کې دمګړۍ لسو تنو ته د کارکولو زمينه برابره شوې او چارواکي يې وايې په پام کې لري چې د افغان کارګرو شمير له دې نور هم …

بشپړ متن

په پاكستان كې شپاړس تنه ماشومان سوځېدلي او مړه سوي دي

  په پاكستان كې شپاړس تنه تنكي ماشومان سوځېدلي او مړه سوي دي، خبريال ډاټ كام ته د وركړى سويو مالوماتو په اساس چې وايي: د دغه هيواد د پنجاب ايالت په ګجرات سيمه كې هغه موټر كې چې د ښوونځي ماشومان يې ښوونځۍ ته رسول اور اخيستى دى او په كې شپاړس تنه ماشومان سوځېدلي چې شپاړس سره په ټكي مړي دي. د ځايي پوليسو په وينا چې وايي …

بشپړ متن

د هندي مرستو جذب او اغیز یې! شهاب

افغان ولسمشر حامد کرزی تېره دوشنبې ورځ هند ته د دې هېواد د نظامي همکاریو د جذب او په دوه اړخیزو مسایلو له هندي چارواکو سره د خبرو په هدف تللی. ولسمشر  له هندي سوداګرو سره هم کتنه کړې او له هغو یې په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې. حامد کرزي تر دې وړاندې هم هندوستان ته څو ځله سفر کړی، خو اوسنى سفر یې تر نورو ځکه ارزښتمند …

بشپړ متن

تازه خبر: په پېښور كې د پوليسو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري

  د پېښور ښار ته څېرمه د پاكستاني پوليسو او وسله والو ترمنځ وسله واله جګړه روانه ده، د پوليسو په وينا چې وايي: دا جګړه په كوهاټ سړك باندې د متنيو په غازي اباد سيمه كې په داسي حال كې پيل سوه كله چې وسله والو د پوليسو پر موټر باندې د راكټ كزار وكړ او د سيمې د پوليسو مشر دلاور خان يې سخت ژوبل كړل. كه څه …

بشپړ متن

اوس وخت رارسېدلى ده چې اليكشن كمېشن دالزاماتو جواب په ډاګه وركړي

  د اليکشن کمېشن سيکټر خبر داري ورکړي ده که چېري په ادارې د ځنو خلقو لخوا د نيوکو سلسله ختمه نسوه نو کمېشن به د عدالت د سپکاوى اختيارات په کار راولي په اسلام آباد کښې دخبريالانوسره د  خبرو په وخت اشتياق احمد خان اوويل چې  اليکشن کمېشن نور صبر نشى کولى او اوس وخت راغلى ده چې  د الزاماتو جواب په ډاګه ورکړي هغه غوښتنه وکړه چې د …

بشپړ متن

په زابل کي وسلوالو طالبانو یوپخوانی مخکښ مجاهد علاوالدین وژلی

دزابل دامنیی قومندانۍ دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وایی چي تیره ورځ وسلوالو طالبانو قلات ښار ته څيرمه د عمرخیلو په سیمه کي دزاپرخیلو اوترنک دسیمی پخوانی مخکښ مجاهد علاوالدین وژلی دی دامنیت امر وایی چي داکار په سیمه کي دیوطالب قومندان لخوا شو دی چي په خبره یې لاتراوسه پوري لادامالومه نده چي نوموړی وسلوالو طالبانو په کوم تور باندي وژلی دی خوبل خوا په سیمه کي هم …

بشپړ متن

په بلوچستان ايالت كې افغان كډوالو د ښوونكي ورځ ولمانځله

  د بلوچستان ايالت په لورالايي [بوري] كې افغان كډوالو د كټوۍ په نوم پنډغالي كې د ښوونكي ورځ لمانځله، د دغې ورځې د لمانځلو له پاره چې په يو دېرشم نمبر ښوونځي لمانځل كېده يوه ستره غونډه ترسره سوه چې له لېري لېري څخه ورته ښوونكي، قامي مشران، زدكوونكي د يو شمېر خيريه موسيسو مشران او ډېرى افغان كډوال راغلي وو. د دغې ورځې په مناسبت په جوړه سوې …

بشپړ متن

تازه خبر: کابل کی درني چاودني سوي دي

.خبریال ته تازه رارسیدلی راپورنه وایی چی  کابل ښار کې د څلورمې امنیتي حوضې سیمه کې شیبه مخکې دوې پرله پسی چاودني شوي تراوسه پوری د مرګ ژوبله په هکله معلومات نشته خو د خبریال همکار وایی چی اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږيد چاودنو وروسته امنیتي ځواکونه د پيښي ځای ته استول شوي  د کابل د پولیسو ویاند ښاغلی هشمت ستانکزی وایی چی پلټڼي رواني دی. نور معلومات …

بشپړ متن

تازه خبر: په پېښور كې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله واړوله

  په پېښور كې د يوه ديني عالم په موټر باندې ځانمرګي بريد څلور تنه ووژل، خبريال ډات كام ته د وركړل سويو تازه مالوماتو په اساس چې وايي د دغه ښار په سعيداباد سيمه كې په جامعه دارالعلوم اسلاميه مهتمم مولانا عبدالقدوس د موټر چلوونكي او ساتونكي په ګډون څلور تنه هغه وخت ووژل سول كله چې هغه د جمعې له لمانځه څخه وروسته په موټر كې د سپرېدو په …

بشپړ متن

پر افغان کرکټ لوبغاړي برید پرتول افغان برید دی !

خدای خبر ولي دهري ورځي‌په تېرېدو سره په افغانستان کې دظلم ،زور ، زیاتي او ناقانونیت څپې زور اخلي . تر دې چې اوس مو دکرکټ دملي ټیم غړي او دهغوی کورنۍ هم خوندي نه دي . زه له هیواده ډېره لیري دمسافري ژوند کوم ، خو هره دقیقه دهیواد احساس او دخپلو خلکو غم راسره وي .  دلته په غربي نړۍ کې تر سیاستوالو ، چارواکو ، تجارانو او …

بشپړ متن

په مېنځنۍ کرمه ايجنسۍ کښي شل وسلوال ووژل سول

په مېنځنۍ کرمه ايجنسۍ کښې د سيکيورټى فورسز او وسلوالو كسانوترمنځه په نښتو  کښې څلور سيکيورټى اهلکاروژل سوي او دولس نور ټپيان سوي دي په جوابي کاروايي کښې شل وسلوال هم وژلى سوي دي خبريال ډاټ كام ته د تر لاسه سوي معلوماتو پر اساس چې وايي په مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کښې د سيکيورټى فورسز اووسلوالو ترمنځه په نيښته  کښې د يو افسرپشمول  څلور سيکيورټى اهلکاروژل سوي او دولس نور …

بشپړ متن