کور / خبریال (پاڼه 2)

خبریال

خبريال ویبپاڼه په پښتو ژبه ليکلې، تصويري( ويډيواو عکس) اوپه غږ ( آډيو) کې خپرونې لري. دافغانستان اونړۍ خبرونه، تبصرې، مرکې او رپورټونه په بې پرې توگه خپروي. خبريال يوه ناپيلې اداره ده چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی، او څانگې يې د افغانستان په ټولو لويو ولايتونواو په پيښور او کويټه کې فعالې دي. خبریال ویبپاڼه خپلولوستونکو ته څلیرویشت ساعته اود اونۍ اووه ورځي تازه خبرونه خپروي ، او هڅه يې دا وي چې د پيښوپه اړه چټک خبرونه تر هر چا له وړاندې خپاره کړي. ددې ټولې خپرونې د يوې ډلې مسلکي ژورنالسټانواو ليکوالانوپررضاکارانه ونډې اوگډون پر مټ جوړيږي اوهيڅوک ورسره مالي مرسته نه کوي.

دافغانستان دمس آینک کان !

د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو. خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي کمپنۍ ته په دريو بيلينو ډالرو د دېرشو کالو لپاره په اجاره ورکړې و. په …

بشپړ متن

ژوند يو ستر ښوونځی دی

ژوند يو څومره خوندور توری دی کله چي يې په خوله راوړو او په خوشالي اوډاډه زړه يې تېروو خو دژوند ستومانیوي مو پخپل حال نه پرېږدي او ژوند ته يې تل ديوه داسي مېلمانه بڼه ورکړي ده چي مونږ ته نوي معلوم چي هغه پخپله کڅوړه کي مونږ ته خوښۍ او که خواشېنۍ له ځان سره راوړي .  ژوند یو داسي ښوونځی دی چي انسان ډېر داسي څه پکي …

بشپړ متن

تازه خبر: په كوټه كې بمي چاودنې پنځو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

  د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله، د تازه مالوماتو په اساس چې وايي: د دغه يالت د مركز كوټي په قمبراني سړك باندې د ريموټ كنټرول بمي بريد له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. كه څه هم تر اوسه پوري پوره مالومات نه دي وركول سوي خو خبريال ډاټ كام ته د وركول سويو مالوماتو په اساس چې وايي درې …

بشپړ متن

د سند اسامبلۍ غړى ووژل سو

  په کراچۍ کې په يو وسله والو بريد كې د سند ايالت د ايالتي اسامبلۍ غړی ساجد قريشي وژلى دى، د ځآيي پوليسو په وينا چې وايي: پېښه د دغه ښار د ناظم اباد په سيمه کې رامنځ ته سوې ده، د پوليسو په وينا چې په دغه پېښه كې له ساجد قريشي سره د ده زوى هم وژل سوى دى. د متحده قامي مومنټ ګوند ويلي دي چې …

بشپړ متن

تازه خبر: په پېښور كې چاودنې دېرشو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

  په پېښور كې بمي چاودنې دېرشو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د تازه مالوماتو په اساس چې وايي د خيبرپښتونخوا د پېښور په چي ټي سړك باندې يوه زوروره بمي چاودنه سوې ده، كه څه هم پوره مالومات نه دي وركړل سوي خو تازه راپورونه وايي چې په دغه بريد كې شپږ كسان وژل سوي او تر دېرشو پوري نور ټپيان دي.    

بشپړ متن

استرالیااو د ولسې جرګې ځېنې غړي د شجاعي ملاتړ کوي

  معمولا په هېواد کې نویم کلونه د جګړه ماری د کلونو په نوم یادیږي، خو ځېنې داسې حاکم جکړه ماران اوس هم شته چې هره ورځ یې لاسونه د مظلوم ملت په وینو سره کیږي، او د حاکم حکومت له پیسو تمویلیږي. حکیم شجاعي د سیمه اییزو پولیسو په لیکو کې هغه کس چې د لسګونو ملکي وګړو د وژلو او ځورولو تور دی پرې، شجاعي د ارزګان ولایت …

بشپړ متن

امریکا ماته شوه/ سیدعبدالله نظامي

که هره پلمه وه او که هرډول موقع وه خو امریکايي دیکتاتور ته پکې دفوځ دمارش قومانده په لاس ورغله دیکتاتور جورج ډبلیو بوش دخیر په نوم خورې کړې لښکرې دشرلپاره عراق او افغانستان ته ولیږلې هغه وخت نه دسولې کوم ټکی یادیده او نه هم کومه ټیټه خبره کیده لودیځې رسنۍ ټولې دامریکا دزور په اړخونو او څرنګوالې لګیا وې له هوا څلوره انچه شي لیدلی شي داسې ټکنالوجي …

بشپړ متن

چې تر څو اړتيا وي تر هغو به په وزيرستان كې پوځ موجود وي: كياني

  د پاكستاني پوځ مشر جنرل پروېز اشفاق كياني ويلي دي چې په جنوبي وزيرستان کي د اولس له مرستي سره امن راوستى سوى دى. د ده په خبره: تر څو چې د جنوبي وزيرستان اولس غواړي تر هغه وخته پورې به پاکستاني ملېشه په ايجنسۍ کې شتون لري. دا خبري په جنوبي وزيرستان كي د يوې غونډې په ترڅ كې كړې دي، هغه د متحده عرب اماراتو په مرسته …

بشپړ متن

جان کیري:طالبان به دامارت نوم او خپل بیرغ د قطر له دفتره لیري کړي‌

جانکیري کرزي ته ډاډ ورکړی چې دطالبانو بیرغ او دامارت نوم به دطالبانو له لوري دقطر ددفتر څخه لیري کړي .  دولسمشر کرزي‌دفتر خبریال ډاټ کام ته خبر ورکړو چې دا ډاډ دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ولسمشر کرزي ته تېر ماښام په یوه تلیفوني تماس کې ورکړ. جانکیري ویلي دي‌چې دامریکا متحده ایالات پر هغو ټولو ژمنو ولاړ دي‌چې دقطر ددفتر په تړاو یې له افغان حکومت سره کړې دي‌.  …

بشپړ متن

نو بيا شجاعې بن خليلي څه ملامت دی؟

څوکۍ ساتل او پالل هم يوه ځانګړې وړتيا غواړي. خو افغانان يې بيا د ساتلو لپاره هره ممکنه لاره کاروي. که يې لاره په زيان وي او که په ګټه، که يې په هغه لاره کې ملت وږی کېږي، تباه کېږي او د نړۍ له نقشې يې نوم او نښان ورکېږي. خو دوی يې په کيسه کې هم نه دي هڅه کوي همغه لاره پلې کړي ځکه چې بيا خو …

بشپړ متن

طالبآنو له افغان دولت سره خبرو ته غاړه ايښتې ده

  تازه راپورونه وايي چې په قطر كې وسله والو طالبانو له افغان دولت سره د روغې جوړې خبرو ته غاړه ايښې ده. په دوحه كې د وسله طالبانو د فتر له لوري ويل سوي دي چې دوى به په افغانستان كې د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرې كوي. د ځايي رسنيو په وينا چې وايي: وسله والو طالبانو ويلي دي چې په قطر كې د دوى …

بشپړ متن