کور / خبریال - کابل څانګه

خبریال - کابل څانګه

Kabul@2014

نوى حكومت؛ نوې پېښې، نوې اندېښنې / ميا هدایت الله محمدي

افغانانو له تېر حكومت نه د نفرت له امله كانګې كولې، ديارلس كلنې نادودې، غمونه او ماتمونه يې د هيلو او اميدونو مراندې پريكړې وې، د داسې شخص په لټه كې وو چې هېواد له هغو سترو بحرانونو وباسي چې هغوى يې دغه حالت ته رسولي وو او همدارنګه روانو كړكيچونو ته د پاى ټكى كېږدي، د دې له پاره يې د غني بريا په هر اړخيزه توګه د هېواد …

بشپړ متن

سټولټنبرګ:ناټو په افغانستان کې د نوي ماموریت پیلیدو ته تیار دی

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، چې دوى په افغانستان كې د نوي ماموريت پيلېدو ته تيار دي. هغه په خپلو خبر كې په دې هم ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي چې وضعیت کنټرول کړي. نن به د ناټو د بهرنيو چارو وزيران په بروكسل كې په افغانستان كې د نوي ماموريت د پيلېدو په اړه سره را ټول شي، چې په دې غونډه كې افغان …

بشپړ متن

په برېښنايي پېژندپاڼو كې د افغان كلمه نسته

د افغانستان په نويو برېښنايي تذكرو كې چې كېداى سي په نږدې راتلونكو ورځو كې به يې وېش شروع سي، د څو كسانوپه خبره له هغه څخه د افغان كلمه لېرې سوې ده. په دې تذكرو كې د افغانستان اسلامي جمهوريت او يوازې نوم او ولايت ذكر سوي دي، خو په ميموري كارډ كې د وګړي په اړه تر ۳۵ ډوله معلومات موجود دي. بهر له سرنوشت ورځپاڼې سره د …

بشپړ متن

برمته شوي سرتېري پنځه وسلوال طالبان ووژل

د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د طالبانو له خوا د ملي اردو يو برمته شوي سرتېري پنځه وسله وال طالبان وژلي، او دى هم په متقابلو ډزو كې وژل شوى دى. ځايي چارواكو هم د خبرې پخلى كړى، او زياته كړې يې ده، دا سرتېرى هغه وخت د طالبانو له خوا برمته شو، چې كابل ته په لاره روان و. د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال ويلي،وسله والو …

بشپړ متن

مسلميار:د امنيتي تړونونو په اړه به پر خپل قانوني وخت بحث وكړي

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار وايي، چې دوى د امنيتي تړون په اړه هيڅ بېړه نه كوي، دوى به په خپل قانوني وخت كې په دي اړه بحث وكړي او له هغه وروسته به خپل تصميم ونيسي. د مسليمار په وينا دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه نيوكه كېده، چې د امنيتي تړون پر بحث او تائيدولو كې يې بېړه وكړه. مسلميار زياته …

بشپړ متن

د پکتيکا د ٥٠ څخه د زياتو کسانو جسدونه خاورو ته وسپارل سوه

په پكتيكا كې د تېرې ورځې د وحشيانه بريد پنځوسو كسانو جسدونه نن خاورو ته وسپارل شول. په پكتيكا كې تېره ورځ (يكشنبې) ناوخته يوه ځان وژونكي د واليبال د لوبې پر مهال پر موټر سايلك ځان وژونكې چاودنه وكړه، چې له امله يې تر ۵۸ زيات كسان مړه او تر ۶۰ ډېر يې ژوبل شول. چې په ژوبلو شويو كسانو كې هم د ډېرو حالت د اندېښنې وړ دى. …

بشپړ متن

پکتیکا ستاسو د ډاډګیرنې پیغامونو ته اړتیا نه لري / لیکوال: آتل ځواک

د افغانستان په هر ګوټ کې د غم ټغر نه ټولېږي او تل غوړېدلی دی، شین آسمان هم رڼې رڼې سترګې ورته اړوي، په توان کې څه نه لري او زړه سوی یې هم پای ته رسېدلی. د افغانستان یو بله ټوټه پرون یو ځل بیا په سرو وینو ولړل شوه، د ۵۰ شاوخوا ځوانان نیمه خوا شول چې په دې کې ۱۸ تنه د ځان پېژندنې او خدای پېژندني …

بشپړ متن

له افغانستان څخه د انسانيت ټغر ټول شوى

له ديارلسو كلونو راهيسي، چې نوى حكومت منځ ته راغلى، همدا د طالب او دولت په نامه جګړه شروع شوې، چې تر اوسه يې په زرګونو كونډې، يتيمان، ګوډ، ړانده او در په دره افغانان پرې ايښي دي. په دې ديارلس كاله كې نه افغان حكومت او نه هم هغو ۴۲ هېوادونو چې د سولې په نامه راغلي د دې وژنو مخه و نه نيوله، له هره اړخه بيا هم …

بشپړ متن

جرمني او اروپا ته د افغانستان په اړه نوې هيلې راژوندۍ سوي دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ مازیګر د جرمني د نړیوالو پرمختیايي مرستو له وزير، ګېرد مولر سره په ارګ کې وکتل. ښاغلي ګېرد مولر د افغانستان د نوي حکومت مشري د دغه هېواد د راتلونکي لپاره هيله بښونکې وبلله او ويې ویل، هغه هڅې چې د افغانستان د نوي حکومت د جوړولو او د دغه هېواد د اقتصاد لپاره ترسره سوي دي، جرمني …

بشپړ متن

كونړ: اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي

د  كونړ ولايت په اسعدآباد بازار كې د لرګيو په هټيو كې د اور لګېدنې له امله خلكو ته ګڼ مالي تاوانونه رسېدلي. امنیتي چارواکي وايي، د دې اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ دوکانونه سوځېدلي او میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.  د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل ويلي، چې اور د هټۍ والو د بې پروايۍ له امله په یوه دکان کې لګېدلی، چې وروسته یې د …

بشپړ متن

۱۴ تنه د مختلفو جرمونو په تور نيول شوي

ملي پوليسو په هېواد كې د تروريستي فعاليتونو، قاچاق او په غير قانوني توګه هېواد ته داخلېدو په خاطر ۱۴ تنه نيولي. ملي ځواكونو، استخباراتي پوځونو د ننګرهار ولايت په دربابا ولسوالۍ كې لس تنه په تروريستي حملو كې د لاس لرلو له امله نيولي دي. بل خوا په بدخشان كې هم ملي پوځونو د وسله والو د مطبوعاتي برخې مسئول نيولى، چې دې كس هم په تروريستي حملو كې …

بشپړ متن

بلخ : د عطامحمد نور پلويانو ولايتي شورا مشري له لاسه ورکړه

په بلخ ولايت كې د لومړي ځل لپاره د ولايتي شورا په سر مشريزه كې د عطا محمد نور پلويانو ماتې خوړلې ده. د بلخ د ولايتي شورا پخوانى مشرچې د ښاغلي نور له پلويانو څخه و په دې کې پاتې راغى چې د ولايتي شورا د ريس لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي. د دې ولايت ولايتي شورا ۱۹ غړي لري، چې پخوا يې دېرۍ د جمعيت غړي او د …

بشپړ متن