کور / عبدالمنان ارغند

عبدالمنان ارغند

د هلمند امنيتي ځواکونو په ۳ مياشتو کې ۹ ميليونه مرمۍ فير کړي دي

د هلمند ولايتي شورا چارواکي وايي، هره مياشت د هلمند امنيتي ځواکونه ميليونونه مرمۍ مصرفوي او د زرګونه خيالي سرتېرو معاش لوړ پوړي امنيتي چارواکي خپل جيبونو ته اچوي. خو امنيتي چارواکي بيا نظامي برخه کې د فساد ادعا په کلکه ردوي او وايي چې يو شمېر خلاګانې شته چې دوی يې د ډکولو لپاره کار کوي. هلمند د هېواد په سوېل کې هغه ولايت دی چې د نور هېواد …

بشپړ متن

د پير اغا په نوم د طالب مشهوره قومندان د وژني خبر ورکول سو

د طالبانو مشهور قومندان او د زيات نفوذ لروونکى پيراغا په خپل منځي نښته کې وژل سوى دى. د زابل ولايت د يوي لوړ پوړي امنيتي سرچيني د مالوماتو له مخي تېره شپه ماخستن د زابل د شاجوى ولسوالۍ اړوند د تور ناصر په سيمه کې د پير اغا په نوم د طالبانو مشهوره قومندان په خپل منځي نښته کې وژل سوى دى. دغه سرچينه وايې چې پيراغا د خپل …

بشپړ متن

کندهار:مرستندويه موسسې دي اساسي او لويي پروژې ډيزاين کړي

د کندهار ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي د دولتي او نادولتي ارګانو له مسولینو سره د(PDC) په میاشتنۍ غونډه کي له این جوګانو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چي له دوی سره دي د میانکو بند او خاکرېز د لاري جوړولو په څېر اساسي پروژو په پلي کېدو کي مرسته وکړي. په یاده غونډه کي د اقتصاد، زراعت، سکتوري ، د ټولنیزو چارو او نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې …

بشپړ متن

کليوالو او ديني عالمانو د امنيتي ځواکونو د ملاتړ ږغ پورته کړی دی

مرستيال والي وايي د ولسواليو اوسېدونکو او ديني عالمانو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ ږغ پورته کړی او د وسله والو اعمال يې د اسلام خلاف بللي دي. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي دا څرګندوني نن سهار په امنيتي غونډه کي وکړې. غونډه په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي پکښي د افغان ځواکونو ګڼ شمېر مشرانو او منسوبينو ګډون کړی وو. د کندهار ولايت مقام مرستيال …

بشپړ متن

په نژدې ورځو کې به په ننګرهارکې دريل پټلۍ دجوړيدو سروې پيل شي

د ريل پټلۍ په چارو کې دفوايدعامې وزارت سلاکار مسعود امين او د جلال اباد –پېښور  د ريل پټلۍ دسروې کوونکې کمپنۍ مسؤلينو سيدمختار او وحيدالله اورياخېل دهمدې چارو دپيل په موخه ننګرهار والي سره ناسته وکړه. دياد وزارت سلاکار مسعودامين ننګرهار والي سليم خان کندوزي ته د دې ريل پټلۍ دلومړنيو چارو په اړه معلومات ورکړل؛ويې ويل:له جلال اباد ښاره به تر پېښور سټېشن پورې لومړۍ سروې ترسره شي …

بشپړ متن

کندهار:په خاکريز کې د عملياتو پر مهال اتلس تنه وسله وال وژل سوي دي

د کندهار د خاکريز ولسوالۍ په درازاب دره کې د عملياتو او د طالبانو سره د څو ورځنۍ درنې جګړې په ترڅ کې د طالبانو درې تنه مهم قومندانان وژل سوي دي. د کندهار د ارغنداب او خاکريز ولسواليو اپراتيفي قومندان نياز محمد مجاهد وايې چې طالبانو په خپل ټول قوت هڅه وکړه چې د خاکريز لاره بنده کړي او هلته ګڼي پوستې سقوط کړي خو زياتوي چې امنيتي ځواکونو …

بشپړ متن

د ديارلس سوه کورنيو سره مرسته وسوه

د امت خیریه ټولني له خوا د کندهار ښار د بې وزلو ګڼ شمیر کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته په داسي حال کي وسوه چي تیره ورځ هم همدغه ټولني د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کي د معلولینو له کورنیو سره مرسته کړې وه . په کندهار کي ددې مرستندویه ټولني مسول مولوي محمود حقاني وایي چي یاده مرسته یې د کندهار ښار د دیارلس سوه کورنیو سره وکړه …

بشپړ متن

د ترينکوټ او دهراود ترمنځ عمليات لا هم دوام لري

د دهراود ولسوالۍ لاره چي له ډیري مودې راهیسي دملکي او دولتي کسانو پرمخ تړلې ده امنیتي ځواکونه اوس هڅه کوي چي دغه لاره ژر تر ژره خلاصه کړي. ددي لاري د خلاصولو لپاره اوس هم عمليات روان دي خو له دي مخکي ګډ امنيتي ځواکونه ددي عملياتو څخه پر شا سوي وه. دا مهال د اروزګان ولایت سرپرست امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي چي عملیات په بریالیتوب سره …

بشپړ متن

حيات:امنيتي ځواکونو په هلمند کې له دفاعي تعرضي حالت غوره کړى دى

هلمند اوس د هېواد يو له هغه نا امنه ولايتونو څخه دى چې ډېري سيمي يې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي خو د هوا د ګرمېدو سره سره ددي ولايت سيمه ايزه چارواکي وايې چې افغان ځواکونو تعرضي حالت غوره کړى دى. د هلمند والي حيات الله حيات د يوې ځانګړي مرکي په ترڅ کې وويل چې هلمند ته د ورتګ څخه وروسته يې ډېر پام امنيتي برخې ته …

بشپړ متن

د پوهني او حج اوقاف وزارتونو د بې سوادۍ پر له منځه وړلو هوکړه وکړه

د پوهنې د وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر فیض محمد عثماني ترمنځ په هېواد کې د بې سواده د له منځه وړلو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک پر بنسټ د حج او اوقافو وزارت ژمن دی، چې د پوهنې وزارت په ګډه همکارۍ د ښوونې او روزنې د اهمیت تبلیغاتي پلان جوړ او په بېلابېلو …

بشپړ متن

شمسي:ټولي ادارې دي په خپلو کړنو کي شفافيت او مسئولیت ته جدي پام وکړي

د کندهار ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي په اداري غونډه کي د ادارو پر ټولو مسئولینو ږغ وکړ چي په خپل کار کي دي شفافیت، مسئولیت او غوره خدماتو وړاندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي. ښاغلي شمسي وويل چي تېره اوونۍ يې د ارزیابۍ او نظارت کمېسیون په ملتیا د اقتصاد، مهاجرینو او کار و ټولنیزو چارو ریاستونو اداري چاري او فعالیتونه له نژدې ولیدل چي له نېکمرغه د …

بشپړ متن

د هلمند يو شمېر ښوونکي وايي د اوسېدو کورونه نه لري

د دغه ولايت يو شمېر ښوونکو د هلمند له والي وغوښتل چې د اوسېدو لپاره دې د دوی د ښارګوټي ستونزه هواره کړي. دوی وويل، تر دې وړاندې ورسره هم ولايتي ادارې ژمنې کړې وې خو تر اوسه يې نه دي عملي کړي. د هلمند والي حیات الله حیات د پوهنې ریاست او اړونده ادارو مسولین راوغوښتل او د موضوع په اړه یې ترې وضاحت وغوښت. ښاغلي حیات وویل، چې …

بشپړ متن