کور / نجیب الله آرین (پاڼه 2)

نجیب الله آرین

بنګله دېش د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماته ورکړه

  د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلو اسيايي يو ورځنيو سياليو کې د بنګله دېش لوبډلې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش ،سريلانکا او ماليزيا په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو يوه ورځنۍ سيالۍ نن د ليندۍ په ٢٥مه، په سريلانکا کې پيل سوې. د افغانستان ١٩ کلنې لوبـډلې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه، ددې لوبې …

بشپړ متن

قهرمان د هلمند د ۵۰۵ بُست زون سرپرست ټاکل سوی دی

  تورن جنرال عبدالجبار قهرمان په هلمند کي د ۵۰۵ بُست زون سرپرست قوماندان په توګه ټاکل سوی دی. تر قهرمان مخکي مل پاسوال محمد حکیم انګار د دغه زون قومندان و. د ښاغلي انګار د لېري کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل سوي 

بشپړ متن

پکتیا کې نشه يي توکي نیول سوي دي

د پکتيا چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په اړوند سيمه کې يې پنځه سوه کيلوګرامه ترياک او دوه سوه کيلوګرامه چرس نيولي دي. د پکتيا والي زلمي ويسا رسنیو ته وويل چې دغه نشه يي توکي پرون ماښام د دويمې حوزې د پوليسو له لوري د ګردېز ښار په نيستي کوټ سيمه کې نيول شوي دي. ويسا وويل، له دغو نشه يي توکو سره په تړاو يې دوه کسان …

بشپړ متن

ننګرهار کې ملي امنیت دوه بهرني بریدګر نیولي

د ننګرهار ملي امنیت له لوري هغه دوه تنه بریدګر ونیول شول، چي غوښتل یې په دې ولایت کې په یو شمېر دولتي ادارو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وویل، چې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي، رحيم الله او عالمزيب، چې د خيبر ايجنسۍ د باړې سیمې اوسيدونکي دي او غوښتل يې په جلال اباد ښار …

بشپړ متن

له آلمان څخه ایستل سوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

  لسګونه افغانان چې له المان څخه ايستل شوي وو، نن سهار کابل ته را رسېدلى دي. دوه مياشتې مخکې د افغانستان او المان حکومتونو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې هغه افغانان له المان څخه ايستل کېږي چې قبول شوي نه وي. د دې پرېکړې له مخې، المان به دغه کسان يو ځايي نه وباسي، بلکې د پنځوسو، پنځوسو کسانو په ډلو کې يې …

بشپړ متن

زابل: د سرګلولې په چاودنه  کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

  په زابل کي چاودني پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې تېره شپه د ښارصفا ولسوالۍ د سراج کلي په یوه کور کي چاودنه سوې او پر مهال ئې دوه تنه کوچنیان وژل سوي یوه مېرمن او دوه تنه نور کوچنیان ژوبل سوي دي. پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې کله چي کوچنیانو د سونګ په توکو کي سرګولوله راوړې وه. دواړه ژوبل سوي کوچنیان او مور ئې میرویس روغتون …

بشپړ متن

بلغاریا ۱۴۰ افغان پناه غوښتونکي د خپل هیواد ایستلي دي

  د بلغاریا لومړي وزير تېره ورځ وویل، چې ۱۴۰ افغانان يې ترکیې ته سپارلي او د ۲۰۰ نورو په اړه تیاری روان دئ. بلغاریا د مهاجرو د مخنیوي لپاره د ترکیې د هلوځلو مننه وکړه، ویې ویل چې پر پوله د ترکیې د فشار له کبله بلغاریا ته د مهاجرو ورتګ کم سوی دئ. دا په داسې حال کې ده چې جرمني وړمه ورځ په یوه چارتر الوتکه کي د رد سوو افغان پناه غوښتونکو لومړۍ ډله افغانستان ته ولېږله. د سې شنبې په ورځ …

بشپړ متن

نورستان: ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  امنیتي چارواکي وايي، د نورستان په نورګرام او دواب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي مسئول جګړن شیرین آغا فقیري وایي، د الماس په نوم عملیات، چې د امنیتي ځواکونو له لوري په دې ولایت کې پیل شوي دي، بریالي مخته روان دي. فقیري وايي، پرون د دغو عملیاتو پرمهال …

بشپړ متن

ننګرهار ۶ بهرني داعش وسله وال وژل سوي

د ننګرهار امنیتي مسئولین وايي، په هسکې مېنې او اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال ۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي، چې ټول بهرنیان دي د دې ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول حضرت حسین مشرقیوال وایي، بریدونه بې پیلوټه الوتکې کړي. هغه وایي، د هسکې مېنې د خرګي په سیمه کې د شوي برید په پایله کې ۴ داعش او دغه راز د اچین په پېښې سیمه کې …

بشپړ متن

د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره لوبيږي

د نوین الحق په کپټانۍ د افغانستان ۱۵کسیزه ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله له هندوستان څخه د ۱۹کلنو په اسیا کپ کرکټ سیالیو کې د ګډون له پاره سرېلانکا ته رسېدلې. د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، ټاکل شوې، د افغانستان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله به نن خپله لومړۍ رسمي لوبه د بنګله دېش ۱۹کلنې کرکټ ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي. د نن ورځې سیالۍ به د افغانستان …

بشپړ متن

په کندهار کې د جامع عمر قراردادیانو ته پیسي نه دي ورکول سوي

د کندهار د تر ټولو لوی حضرت عمر رض د جامع جومات قرارداديان او کارکونکي وای، دوی ته دولت د تر سره کړي کار پيسې نه دي سپارلي. په کندهار کې د عمر جامع جومات د جوړولو قراردادیان او کارکوونکي وايي، د دغه جومات کارونه دوه نیم کاله مخکې بشپړ شوي، خو تر اوسه د دوی پیسې نه دي ورکړل شوي. هغوی ادعا کوي چې حکومت یې له دې درکه …

بشپړ متن

زابل کي ځانمرګی بریدګر ونیول سو

د زابل ولایتي مسئولين وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل، چي د موټر په واسطه په زابل کي دولتي اهداف په نښه کړي، خو له هدف ته له رسيدو مخکي د امنیتي ځواکونو له لوري ونيول سو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، چي وسله والو غوښتل، له دې لاري پر دولتي تاسيساتو بريد وکړي، خو د امنیتي ځواکونو يې پر وخت مخه نيولې ده خو وسله …

بشپړ متن