کور / مرکزي څانګه

مرکزي څانګه

تورخم کې د ناقانونه پېسو اخستنې ۲۴ پاټکونه

په تورخم کې د فساد د شتون خبره که څه هم نوی خبره نه ده خو اوس تازه خبریال ډاټ کام ته یوي باوري سرچیني د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د تورخم د مزی څخه په تورخم کې د ټولګټوچارو تر تلې کابو ۲۴ پاټکونه شته چې ‌ډیري يي له موټرچلوونکو ، لاسي کراچیو څخه ناقانونه پېسي اخلي. د دغه سرچیني په قول چې یاد پاټکونو …

بشپړ متن

اتمرد ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په دوام له خپل ایراني سیال ښاغلي علي شمخاني سره تر لېدنې وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظریف سره وکتل. په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نشه یي توکو مخنیوي …

بشپړ متن

پاکستانۍ چورلکې سپرلیوکې د راحیل زوم هم دی

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې د غورځېدو پېښه کې د تښتول شوو کسانو ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر زوم هم شامل دى. د لومړنیو راپورونو له مخې دغې چورلکې د تېرې پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه. د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې …

بشپړ متن

دولتی عوايد دوه چنده کېدلى شي

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني  “د عامه مالي چارو د مدیریت  د پلي کېدو کړنلاره ـ د پنځه کلن نوي کېدونکي پلان پيل" برنامه په رسمي توګه ارګ کې پرانیستله. په پيل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د غونډې برخه والو ته د عامه مالي مدیریت په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، په لندن کنفرانس کې د حکومت د ژمنې پر بنسټ دا پلان ترتیب شوی دی، چې خلک ډاډه شي …

بشپړ متن

هلمند کې د پاکستانیو کلدارو په چلند بندیز ولګیده

د هلمند والي د ښار هټیوالو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلوونکو دوو اوونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي. د هلمند والي  حیات الله حیات د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کاروونه جرم ګڼل کیږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي. د هلمند والي له ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین …

بشپړ متن

د هلمند د ولسوالیو سقوط لپاره سترپلان ناکام شو

د هلمند والي وايي د دولت وسلوالو مخالفینو پلان درلود، چې ددې ولایت یوشمیر ولسوالۍ سقوط کړي او د همدې هدف لپاره یې  له تیرې یوې اوونۍ راهیسې هممهاله په پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل. ښاغلي حیات الله حیات نن د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د دښمن بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول او په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې …

بشپړ متن

ننګرهار کې له ۴۰۰ زیات داعشیان وژل شوي

د وسله والو مخالفینو څخه د پاکو شوو سیمو د ساتلو په موخه د لوړ پوړو مسؤلینو ترمنځ امنیتي ناسته ترسره شوه . دغه ناسته چې د زمري په ۱۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د ننګرهار والي او امنیتي منسوبینو سربېره،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. د دغه …

بشپړ متن

یو لوړ پوړی پلاوی هلمند ته رسیدلي

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړي پلاوي نن د هلمند ولایت امنیتي وضعیت ارزونې په موخه لښکرګاه ښار ته سفر وکړ. یاد پلاوی د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین ستر پاسوال عبدالرحمن الرحمن او د دفاع وزارت د لوې درستیز مرستیال سترجنرال مراد علي مراد په مشرۍ راغلی دی. له کابله راغلي پلاوي د پولیسو ۵۰۵ بست زون قومندانۍ کې د هلمند والي او ددې ولایت د …

بشپړ متن

لغمان کې د یوې لویې دسیسې مخه ونیول شوه

ملي وسلوالو ځواکونو تېره شپه د دښمن د یوې لویې دسیسې او شوم پلان مخه ونیوله.  دا څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن یوې خبري غونډې ته په داسې حال کې وکړې چې د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري او د همدې لوا درستیزوال، د لغمان امنیه قوماندان پاسوال مطیع الله صافي او د ملي امنیت رئیس هم شتون درلود. دغه خبري کنفرانس چې په …

بشپړ متن

د داعش څخه پاکو شوو ولسواليو کې پروژې پیل کیږي .

  د داعش څخه پاکو شوو ولسواليو کې د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل کیږي . د هېواد د سکتوري وزارتونو مسؤلین وایي په هغه ولسوالیو کې چې د داعش څخه پاکې شوي،ډیر ژر به د تل پاتې ثبات په موخه د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پیل کړي . دغه مسؤلینو د زمري په ۱۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې مهمې …

بشپړ متن

نادعلي کې د ۳قومندانانو په ګډون ۳۹ طالبان وژل شوي

د هلمند  سیمه یزه چارواکي وايي په نادعلي ولسوالۍ کې د دریو قومندانانو په ګډون د دولت ۲۶ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبریال ډاټ کام ته وویل امنیتي او دفاعي ځواکونو تیره شپه وسلوالو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې اړولې ده. د ځواک په خبره امنیتي او دفاعي …

بشپړ متن

بلخ کې د طالبانو د استخباراتومرستیال ونیول شو

د ملي امنیت عمومي اداره وايي چې په بلخ ولایت کې يي د طالبانو د اسخباراتو مرستیال میرویس نامي يي نیولي دي. دملي امنیت چارواکي وايي دغه کس د افغان ځواکونو د تحرکاتو په اړه اطلاعات راجمع کول چې د يو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې يي د بلخ ولایت د داهدی ولسوالۍ د شیراباد نومې سیمه کې نیولي دي. د دوي په خبره دغه سړي د ډلیزه حملو …

بشپړ متن