کور / ننګرهار افغانستان (پاڼه 2)

ننګرهار افغانستان

مجبور ، محصور ولسمشر؛ مظلوم او بې واکه ملت

د (C.I.A) ستراتیژیکو توطیو د امریکا د متحده ایالاتونو دوه مخي سیاست په افغان ولس شمالي ټلواله مسلطه کړې ده، ښکیلاکي او زبيښاکي قوتونه همیشه د ملتونو په کولتور او فرهنګ حمله کوي، تفرقه اچوي او خپلو شومو موخو ته د رسیدو لپاره لږه کي (اقلیتونه) په اعتماد کې اخلي، دا کار لومړی د سوسیال امپریالیزم د خپل یرغل پرمهال وکړ، په واحد افغانستان او واحد افغان ملت کې یې …

بشپړ متن

دغه ځوان سړی ۹۵ کاله عمر لري.

انقره : ځینې خلک ورزش ته د ډیرې توجه له امله نه یوازې دا چې خپل صحت ښه وساتي، بلکې خپل ورځنی سټایل او څيره هم داسې جوړه کړي، چې بیا ورته تر عمره عمره خلک حیران او هغه هماغه شان ځوان پاتې کیږي. همداسې یو ۹۵ کلن شخص سره مو موږ اشنا کوو، چې د (یوګا) تمرین کې یې ماسټري کړې او په همدغه تمرینونو یې خپل صحت داسې ښه …

بشپړ متن

چینایان د یوې نوې بې پیلوټه الوتکې په جوړیدو بریالي شول

چين نوې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې ده، چې ۳۰ ساعته په هوا کې الوت کولی شي. چينايي رسنۍ وايي، د ريمبو پنځه په نوم دې بې پيلوټه الوتکې لومړنۍ کاميابه ازمايښتي الوتنه هم ترسره کړې ده. چينايي چارواکو ويلي، چې ياده الوتکه تر ټولو لويه ډرون الوتکه ده، چې د جاسوسۍ تر څنګ د توغنديو د توغولو وړتيا هم لري. ويل کېږي ياده الوتکه ۹۰۰ کيلو ګرام وزني بم …

بشپړ متن

د چاغښت د مخنیوي اووه ورځنۍ تجربه

په اووو ورځو کې مو وزن له ۶ تر ۷ کیلو کم کړئ. لومړۍ ورځ : میوه جات د تمرین په لومړۍ ورځ به تاسو نور ټول خواړه پریږدئ یوازې به تازه میوې خورئ او بس هره میوه چې ستاسو خوښه وي، هغه خوړلی شئ؛ خو پرته له کیلې او کولای شئ هندوانه او خټکی ډير وخورئ. دویمه ورځ: سبزیجات تاسو په خپله خوښه ټول سبزیجات هم اومه او هم …

بشپړ متن

د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ دې نیکمرغه وي

له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو ۳۰ تلین چې د زمري د میاشتې د ۲۸ نیټې پر ځای به هر کال د سنبلې له لومړۍ نیټې څخه تر اوومې نیټې پورې په ملي کچه، ملي روحیه او ملي ولولو لمانځل کیده. دا جشن به د هیواد په ګوټ ګوټ کې په ولسي او دولتي رنګ رنګیده، په ولسوالیو او ولایتونو کې هر چا خپل …

بشپړ متن

د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو غزا او د ارناوۍ جبهه

طوطي د خپلواکۍ چیرته قفس نه قبلوي ازاده هوا غواړي الوتل په خپل وزرونو د شرق نابغه سید جمال الدین افغان وايي: ((ازادي اخستل کیږي، ورکول کیږي نه)) وايي، چې د خپلواکۍ بوټي په وینو نهالیږي او په وینو خړوبه کیږي؛ میرویس نیکه فرمايي: ((هغه څوک چې د ازادۍ په قیمت نه پوهیږي، ازادي نه شي ترلاسه کولی.)) لوی احمد شاه بابا ویلي، چې ازادي ګټل اسان دي خو پالل …

بشپړ متن

جنرال حمید ګل د قابیل سره یو شان د افغانانو په قتلونو کې شریک دی.

د سوړ جنګ په جریان کې د (CIA) او (KGB) دواړو توسعه طلبي غوښتله او هر یو د خپلو شومو غرضونو د عملي کولو له پاره پلانونه جوړول. د غرب امپریالیزم د سوسیال امپریالیزم او کمونيزم سره د مبارزې له پاره سیمې ته راتګ غوښتل او د یوې اوږد مهالې پروژې ترحه يې ورکړه. او دا يې د منطقې ژاندارم (پاکستان) ته حواله کړه، چې په قسط واره شکل عملي …

بشپړ متن

داسې شیشه چې په انسان کې بیمارۍ پیدا کولی شي.

نړیوال څیړونکي اوس په داسې یوې طرحې او د یوې شیشي په جوړولو کار کوي، چې پر مټ به یې ورته د انسان په دریدو د هغه ټولې ناروغۍ رابرسیره کیږي. نړیوال څیړونکي چې د اوو اروپايي هیوادونو غړي په کې شامل دي، د(Wize Mirror) د داسې یوې شیشې د جوړولو په لټه کې دي، چې د درې اړخیز سکینر، د څو طبقه يي کامرو او دغه شان د ګازي …

بشپړ متن

ملا عمر اخوند مړ شوی که وژل شوی؟

موږ ماشومان وو او زموږ په علاقه کې یو محلي کمیډي و، چې محمد لال نومیده، ده به د خوښۍ په مراسمو، ودونو، کوژدنو او نورو محفلونو کې ټوکې ټکالې کولې او د خلکو د خندولو لپاره به یې د هر راز هنري حرکاتو څخه کار اخیست، تر څو محفل ګرم وساتي. محمد لال به همیشه دا خبره کوله چې زه به د خپل مرګ وروسته هم خلک وخندوم، رښتیا …

بشپړ متن

هیواد کې د پيښو ستونزو حل له ملت جوړونې پرته ناشونې دی.

موږ چې واړه وو، دا خبره ډیره مشهوره وه، چې چا به ښې معقولې خبرې او یا به چا داسې هوښیار کار وکړ، یا به چا په مهارت سره دوه کسه په جنګ واچول او یا به چا د خلکو سره ښې دوکې کولې؛ نو هغه ته به سم انګریز ویل کیده او هر چا به د پورته اعمالو سرته رسولو واله ته د انګریز بچې ویل او خپلو منځو …

بشپړ متن

اسټرالیا کې به په راتلونکو ۵ کلونو کې ۲۰ میلیونه پیشوګانې ووژل شي.

میلبورن: اسټرالیايي حکومت له پیشوګانو سره د جنګ اعلان کړی او پریکړه یې کړې چې تر راتلونکو ۵ کلونو به شاوخوا ۲۰ میلیونه پشوګانې ووژني. له پیشوګانو سره د مقابلې د پنځه کلن پلان د تشریح پرمهال د اسټرالیايي حکومت د کنټرول وزیر (ګریګ بینټ) د میلبورن ښار په ژوبڼ کې اعلان وکړ، چې حکومت به یې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۰ میلیونه پیشوګانې ووژني. هغه وايي دا پریکړه یې …

بشپړ متن

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عباس بن عبدالمطلب ته وویل: ای عباس ای تره! ایا زه تاته عطیه درنه کړم؟ ایا زه تاته ډالۍ درنه کړم؟ ایا زه تاته ونه ښایم؟ ایا زه پر تا لس خصلتونه (کارونه) ونه کړم؟ چې که ته هغه اختیار کړې؛ نو الله تعالی به ستا ګناهونه مخکیني، پخواني او نوي، سهواً …

بشپړ متن