کور / دبادام ظریفي (فقير) دنورو لیکنو لپاره دلته کلیک وکړئ

دبادام ظریفي (فقير) دنورو لیکنو لپاره دلته کلیک وکړئ

چورله بابا چورله / ظریفي

مونږ چې واړه وو،د نورو لوبو تر څنګ مو یوه بله لوبه هم کوله چې هغه چوله بابا چوله دنیا ټوله چوریږي، هدف په کې معلوم نه و، خو چې کله به څوک ډیر وچورلیده، نو په هغه به سر ګرځیده او داسې فکر به مو کاوه چې ګوندې دا ټوله ځمکه چورلي نو ځکه به مو ویل چې (( چورله بابا چورله دنیا ټوله چورلیږي)) د څه مودې را …

بشپړ متن

د ۱۳۹۳ لمریز کال ټولټاکنې رنګونه او نیرنګونه

د ولسواکۍ (دیموکراسۍ) تعریف ټول ملتونه په یو ډول مني چې د خلکو حکومت د خلکو لخوا پر خلکو باندې، زما به اند او فکر د هندوستان په هیواد کې د دیموکراسۍ فارمول ښه عملي شوی او دا ځکه چې فقید مهاتما ګاندي د عدم تشدد فلسفه د هند خلکو منلې، هضم کړې او د خپل رهبر په نقش قدم روان دي.  زمونږ په ګران هیواد کې نظام چې همیشه …

بشپړ متن

سیاسي حال او سیاسي فال / ظریفي

سیاست یو عجیبه کاروبار دی، څوک پرې پیسې ګټي او څوک پرې قبضې ګټي، ځکه خو د سیاست تعریف هم عجیبه دی او هر څوک يې د خپل لید لوري څخه تعریفوي، څوک يې د حکومت کولو فن بولي او ځینې یې د غیرو مستقیمو لارو خپلې موخې ته ځان رسولو ته وايي خو حتماً ځما چې کوم تعریف ډیر خوښ دی هغه د شهید محمد هاشم میوندوال دی، هغه …

بشپړ متن

ننګرهار میشتو مدني ټولنو په نوم

 د ننګرهار ولایت د نظارتي کمیسیون د کړنو ولسي اثرات، موخو او پایلو لنډ جاج! دا وطن کار غواړي، وحدت او ورور ولي ده په کار تبعــیض، توپیر له منځه وړل برابري ده په کـــــــار  تـش له خبرو نه څه نه کیږي عمــــــــل غــــــــواړي چـــــالاک ګــامونو رسیدو ته دا منزل غـــــــــــواړي  د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب حامد کرزي د ۴۵ نمبر فرمان پر بنسټ دقانون حاکمیت، د اداري …

بشپړ متن

د عدم تشدد د فلسفې درې ستر شخصیتونه

د عدم تشدد د فلسفې درې ستر شخصیتونه ګاندي جي، فخر افغان او نیلسن منډیلا انساني تاریخ د ژوند په ټولو برخو کې وخت په وخت ستر شخیتونه او اتلان زیږولي دي او هر یو د بشریت په نوښت او خوځښت کې مثبت بدلون راوستتی دی، که د ساینس په برخه کې ابن سینا بلخي نوښتونه راوستي دي او د فلکیاتو په برخه کې یې داسې څیړنې کړې دي، چې …

بشپړ متن

((مرګ له تندې په مذهب زما بهتر دی))

مرګ له تندې په مذهب زما بهتر دی نه ژوندون د رون همــــتو په اوبــــو  «خوشحال بابا» په دې ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو سره د افغانستان د امنیتي تړون چې د لویې مشورتي جرګې لخوا تایید شوه د روځې ګرمې خبرې او تاوده بحثونه دي؛ خو ولې ولسمشر جلالتماب حامد کرزی يې د ژر لاسلیک کیدو څخه ډډه کوي او د هغې لپاره مستند او مشخص دلایل …

بشپړ متن

ویښ پوهاند

په هغه فرهنګي غونډه کې چې د ۱۳۹۲ کال د قوس میاشتې په لومړۍ نیټه د جمعې په مبارکه ورځ د ننګرهار علمي مرکز میدیوتیک په دفتر کې کې د ختیځ ادبي بهیر له خوا د څیړنیز، سوله ایز او ښوونیز فکر درلودونکي خلاق، د ۴۵ ټوکو کتابونو او له دریو سوو څخه د زیاتو علمي او ادبي مقالو پنځونکي پوهاند محمد بشیر دودیال په درنښت جوړه شوې وه، د …

بشپړ متن

جرګه، پټګۍ او ستاینلیک

جرګه په افغانستان کې د یو ټولنیز او حقوقي موسسې شکل لري چې د تاریخ په اوږدو کې يي د افغانانو په منځ کې عنعنوي بڼه غوره کړې ده چې په دې تاریخي او لرغوني هیواد کې د مشخصو ضوابطو په لرلو سره د ستونزو د حل په موخه یو ځانګړی مقام لري. د جرګو تاریخ د اریايي قبیلو له ډیر وخت راپه دې خوا په دې هیواد کې رواج …

بشپړ متن

محرم لسم او د حسیني وینو رنګ

د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو انسانانو وینې توې شوې دي، ځینو وینو رنګونه راوړې دي؛ لکه د شیکاګو د قرباني شویو کارګرانو وینې چې نړۍ کې يې یو انقلاب راوست د مظلوم او ظالم، غلام او اقا، سرمایه دار او کارګر په منځ کې يې حدود وټاکل چې هر کال د مۍ لومړۍ ورځ د کارګرو ورځې په نوم ټوله نړۍ کې یو شان رخصت او دا ورځ …

بشپړ متن

ټاکنې به ترسره شي او که نه؟ ــــ وروستۍ برخه

ب:ـ افغان ولسمشر او دولت يې: دا به ومنو چې افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی په خپله ۱۳ کلنه مشرۍ کې څه ډیر نسبي کارونه کړي دي، د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په ټوله نړۍ کې په درناوي رپول، د اساسي قانون جوړیدال، د پارلمان او ولایتي شوراګانو دوه دورې ټاکنې، په افغانستان کې د حلقوي سرک جوړیدل، په میلیونونو ماشومانو ته ښوونځیو ته تلل، لوړو زده کړو لپاره …

بشپړ متن

(I.S.I) کونړ په راکټونو ولې ولي؟

زمونږ یو ملګری، خدای دې يې غرق رحمت کړي ویل به يې چې پاکستان ولد پنجاب او پنجاب ولد (I.S.I)؛ هغه به ویل چې کله انګریزان د دې سیمې څخه وتل نو لمړی يې د (I.S.I) اداره جوړه کړه په راولپنډۍ کې يې مرکز او اسلام اباد ته يې د پایتخت لپاره ورته نقشه جوړه کړه او بیا يې د هند د نیمې وچې جغرفیه ترسیم کړه او دا يې …

بشپړ متن

فدرالي نظام، که د افغانستان د تجزیې ناکامې هڅې؟

ابو مسلم خراساني ویلي و، چې (خراسان زمین خاک زاده گاه شیران است که با مشت اهنین خود دشمنان این سرزمین را سرکوب کرده همه اقوام برادر این جایگاه با هم یک تن و یک وجود است.) طاهر پوشنجي ویلي و، چې (گر چه ما نژاد ترک هستیم ولی در این خاک همه اقوام باهم برادر و برابر است و باید یک مرکز اداره شود) میرویس نیکه ویلي چې ( …

بشپړ متن